غزل

 
ستا په محبت کې که وگړى وي
نوم يې له تمامې نړۍ وړى وي
 
شين لکه مزرى په همت اوسي
سر په گرېوانه  لکه سرگړى وي
 
پښې لاسونه وتړي په داسې شي
نوم يې چې زنځير او نه هم پړى وي
 
ناست د تکامل د غره پر څوکه وي
ځان يې په خاشاکو حساب کړى وي
 
پوه يې که ساده په اداگانو شې
سر تر پايه  خوږ وي خوږزړى وي.
 
٢٤ /٠٥/١٣٨٦
حيدرآباد