
ګل رحمان رحماني
هغوى رښتياوايي چې دهرسترانسان ترشا يوه ښځه ولاړه ده چې يو څوک دعظمت ترټولولوړوپوړيوته خېژوي .ماته يومهال ددې خبرې مانا ديوه سوليدلي انځورغوندې تته ښکارېده خوکله چې دنړۍ واکمن زمادزړه پاچاهي تاته وسپارله نوپوه شوم چې ددي خبرې مانادومره تته نه ده لکه څنګه چې ماپه ذهن کې انځورکړي وه .
ستاپه خواږه غږيوې زمزمې دچوپتيااوتياروله دوزخ نه رابهرکړم اوهفه نړۍ ته يې ورسولم چې دښکلااوخوښۍ لمرکله هم پکې نه ډوبېږي .
تازماهيله ومنله اودډېروزاريووروسته دې نازکې شونډې په هغه سندره وخوځېدلې چې ماپکې خپل ژوند شيندلى وو کټ مټ لکه سهارنۍ وږمه چې دخوبه دراپاڅېدلې ګل سرې پاڼې خوځوي اوغلې زمزمې ته ورته غږکوي ماستا په غږکې درد اومينه دواړه حس کړل اودخپلي لومړۍ سندرې دلومړي اوريدونکي وياړدې راپه برخه کړ.
ستاسندريزاوازددې شاهدي ورکوله چې تراوسه دې په ژوند کې هم چاته سندره نه ده وېلې دايوازې ديوې مينې لومړي دردونه وو چې دخپل محبوب دخوښۍ لپاره دې دغه سپېڅلي ايثارته غاړه کېښوده اوزه دې دخپلونورولورينواومهربانيوتربار لاندې راوستم .
هغه شپه چې تا پکې دلومړي ځل لپاره په خپلوزمزمو ونازولم اوس هم زما په ژوند کې يوه شېبه دهغې له ياده خالي نه ده ما ستا په زمزمو کې دلويديځ اوختيځ دټولوسندرغاړو دسوزاودرد غږونه حس کړل اواوس مې حال دې ته رسېدلى چې يوه موسيقي اوسرود هم زمالپاره ستاله زمزمې خوږنه دى خوکاشکي چې تادخپل غږدشاتودغه پياله زما دغوږونوله لاري زما په زړه کې نه وى اړولې زه له ترخوسره عادت وم مايوازې دويراودرد سلګۍ اوزګيروي اورېدلي وو اودداې نازکوغږونوله زمزموسره ناشنا وم فقط لکه ددښتې يوستړى اوستومانه تندې وهلى مسافرچې په يوه يخه چېنه وربرابر شي ماله دغه چېنې يوه لپه اوب
ه وڅښلې اودزړه تياره ګوټونه مې پرې رڼاشول .
له دې نه لويه قرباني به چېرته وي چې يوه نجلۍ دې په نيمه شپه کې دخپل محبوب لپاره دخپل زړه درزاپه لړزېدلي خودردونکي اوازچې څوک پکې دوصال اوبيلتون رنګ نشي حس کولى په يوه تل پاتې سندره کې وړاندې کړې اوبيادې دخپل ژوند دغه لومړۍ سندره په سلګوبدرګه کړي .
١٢\\١٠\\١٣٨٧
ننګرهارپوهنتون