
محمدانور(آڅړ)
۹/۹/۱۳۹۴،ه، ش
عادلانه جګړې په مسیحیت کې: لُمړۍ څپرکی؛ دریمه برخه
ــ عیسوي پوهانو د لوقا انجیل د،۱۲، فصل، ۴۹، آیت هم د جګړو لپاره دلیل راوړی دی وایي:«زه دې له راغلی یم چې په ځمکه باندې اور پورې کړم او زه دا غواړم چې دا مخکې له مخکې بل شوی وي.» (لوقا،۱۲باب،۴۹)
د دې آیت تفسیر عیسوي کشیش فریبرز خندانی په دې ډول کړی دی: د مسیح راتګ خلک په دوه ډلو ویشي، هغه خلک چې مسیح مني او هغه چې مسیح نه مني، هغه کسان چې مسیح نه مني، د جهنم اور دی، اور قاضي دی، خو هغوی چې مسیح مني، د هغوي لپاره اور پاکي او ځواک دی. (اول پطرس ۱: ۶-۷) یعني روح القدس.
عیسیَ وویل:«زه دا غواړم چې دا(اور) مخکې له مخکې بل شوی وي.» ده هیله درلودله چې د ده انجیل د(اور) په شان خپور شي، ده هیله درلودله چې د ده د ژغورنې کړنې په بیړې سره په ټوله نړۍ کې تر سره شي، کله چې اور بل شي پخپله خوریږي، د میسح له مرګ(؟) څخه باید دا اور بل شي، کنه نو دا اور به مړ وای، دا اور د ده د زدکوونکو په زړونو کې بل شو او تر نن ورځې پورې د هر نسل شاګردانو په زړونو کې بلیږی. http://www.razgah.com/commentary.engi
لکه چې د پورته آیت له تفسیر څخه پوهیږو چې پخپله د عیسوي پوه لخوا شوی دی، نوموړی آیت د جګړو په تړاؤ نه دی راغلی او د متی انجیل د،۱۰، باب ،۳۴ آیت په شان د دیني دعوت او تبلیغ په هکله راغلی دی، چې د دیني ګروهو له امله به کورنۍ سره بېلې شي، د دغه آیت څخه لاندې آیاتونه د موضوع مطلب پوره کوي او پوهیږو چې موخه څه ده:
«زه دې له راغلی یم چې په ځمکه باندې اور پورې کړم او زه دا غواړم چې دا مخکې له مخکې بل وي. زه به د یو(تعمید) څخه تېرېږم(په تفسیر کې، تعمید د رنج او مرګ په مانا دی) او په ما باندې تر هغه وخته څومره لوی بوج دی تر څو چې زه د دې څخه تېر شوی نه یم. ولې تاسو دا فرض کړي ده چې زه په دې دنیا امن خورولو له راغلی یم؟ نه، بې شکه زه دلته بیلتون راوستو له راغلی یم. ځکه چې د دې نه وروسته به په یو کور کې پنځه تنه بېل بېل شي، درې د دوؤ خلاف او دوه د دریو خلاف، پلار د زوی خلاف او زوی د پلار، مور د لور خلاف او لورد مور، خواښي د انږور خلاف او انږور به د خواښي خلاف وي.» (لوقا ۱۲، باب،۴۹تر۵۳، پورې)
دا امکان هم شته چې د متی انجیل، ۱۰، باب، ۳۴، آیت څخه تر ۳۹، آیت پورې او د لوقا انجیل،۱۲باب، ۴۹ آیت څخه تر۵۳، آیت پورې د حضرت عیسیَ(ع) هغه وړاندوینې وي، چې کله د قیامت پر ورځ له آسمان څخه راکوز شي، نو په هغه ورځ به خپل خپلوان او دوستان سره جدا شي په دې اړه د قرآن کریم د زخرف سورت په، ۶۱، او ۶۷، آیاتونو کې راغلي دی:
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ ۚ هَٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ [٤٣:٦١]
ژباړه:«او بې شکه دغه(عیسیَ) خامخا نښه (علامه) ده لپاره د قیامت(په اعتبار د نزول سره) پس شک مه کوئ تاسې په(راتلو د) قیامت کې او متابعت وکړئ زما (په توحید کې) دغه لیاره ده سمه برابره.» (زخرف، ۶۱) کابلی تفسیر
الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ [٤٣:٦٧]
ژباړه: کله چې هغه ورځ راشي نو له تقوادارو خلکو پرته، نور ټول دوستان به یو د بل دښمنان شي. (زخرف، ۶۷) د قیام الدین کشاف پښتو ژباړه
د قرآن کریم د پورته آیاتونوتفسیر په دې ډول شوی دی: د حضرت مسیح(ع) اول ځل راتلل خو خاص د بني اسرایلو لپاره یوه د قدرت نښه وه چې بې له پلاره پیدا شو او عجیبې او غریبې معجزې یې ورښکاره کړې او د ده دوهم ځل راتګ به د قیامت له نښو څخه وي، د ده له نزول څخه به خلکو ته معلومه شي چې قیامت نژدې رارسیدلی دی.
په دغه ورځ کې به دوست له دوست څخه لرې تښتي نه چې زه هم د ده په شامت ونیولی شم، د دنیا دغه ټولې دوستۍ او محبت او خپلوۍ به سره منقطع کیږي انسان به افسوس او ارمان کوي چې ولې مې له هغه شریر سړي سره دوستي کړي وه، چې د هغه په غولولو او لمسولو سره زه نن په دغه مصیبت کې اخته شوم په دغه وخت کې به ډېر خوږ او مین محبوب هم د خپلې خوږې او مینې محبوبې له لیدلو ځینې وېریږي او یو د بل له لیدلو څخه به بیزاره وی... . کابلی تفسیر
ــ عیسوي پوهانو لکه د نورو ذکر شویو آیاتونو په شان، د دې آیت په استناد یې خپلې جګړې عادلانه بللي دي:«خو زما هغو دښمنانو چې نه یې غوښتل چې زه پاچاه شم، هغه راولئ او زما پر وړاندې یې قتل کړئ.» (لوقا ۱۹،باب، ۲۷)
تفسیر: د دغه آیت جزیات یوې تاریخي پېښې ته اشاره کوي، ارکلاؤس د هیردویس پاچاه زوی وروسته د خپل پلار له مرګ څخه، د روم امپراتور ته ورغلو تر څو د امپراتور لخوا (په فلسطین) کې د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شي، خو د یهودوانو استازي هم په ده پسې روم ته ولاړل او له امپراتور څخه یې غوښتنه وکړه چې ارکلاؤس د پاچاه په توګه ونه ټاکي، امپراتور ارکلاؤس ته واک ورنه کړ او وروسته ارکلاؤس هغه یهودان چې له ده سره یې مخالفت کړی ؤ تر شکنجو او زورونو لاندې ونیول. http://www.razgah.com/commentary.engil
ــد لوقا انجیل د ۲۲،فصل، ۳۸ آیت یې هم د جګړو لپاره وړاندې کړی دی وایي:«موږسرهدادوهتُورېدي، هغه وويل،«کافي دي.»
د موضوع بنسټیز مفهوم د دغه آیت څخه وړاندې درې نور آیاتونه پوره کوي او ورپسې تفسیر یې لا ښه روښانه کوي وګورئ!
عیسیَ د مرګ په وخت(؟) کې خپلو ملګرو ته ویلي وو، عیسیَ خپلو مریدانو ته وویل:«هرکلهچې ماتاسوبېڅپلیواوتشلاسبېلهبټوېاستولىوئ،تاسودڅهڅيزحاجتمندشوئ؟» هغویځوابورکړو(نه) هغهوويل:«اوسچې دچاسرهبټوېوي،هغهددځانسرهواخلياوخپلېکڅوړېدهمورسرهوي اوکهتُورهورسرهنه وي،نوهغهدخپلکميسخرڅکړيخوتُورهدواخلي،ځکهچېصحیفې او دا الفاظ به ضرور زما په هکله پوره کیږي«هغهپهباغيانوکښېحسابکړےشو»وایيچې بې شکههرڅهچېزماپهبابکښېليکلىشوي دي،هغهبهپُورهکيږي، هغویوويل: ګورهمالِکه! زموږسرهدادوهتُورې دي، هغهوويل،«کافىدي.» (لوقا ۲۲باب،۳۵/۳۶/۳۷/۳۸)
تفسیر: پخوا به چې د عیسیَ(ع) خپل شاګردان د دیني دعوت لپاره لېږل، نو له ځانونو سره به یې کومه ښه توښه نه وړله، ځکه چې په هغه وخت کې به چې هر ځای ته تلل ښه راغلاست به ورته ویل کیده او هېڅ شي ته یې اړتیا نه درلودله، خو اوس وضعیت بالکل بدل شوی ؤ، د عیسیَ(ع) د اعدام وخت رانیږدې ؤ، ... زدکوونکي د دې پر ځای چې د خلکو لخوا ښه راغلاست ورته وویل شي، زورول کیدل، له یو ښار څخه بل ښار ته تلل، نو له دې امله یې ښې توښې ته اړتیا درلودله، یوازې دا نه بلکه، عیسیَ وویل چې تورې ته هم اړتیا شته، د عیسیَ د جګړې لپاره د یوې پولادي تورې منظور نه ؤ، بلکه روحاني توره، د شاګردانو لپاره د روح توره چې روحاني وسله ده د عادي کالیو(وسلو) څخه ډېره مهمه ده او اړتیا ورته لري، ځکه چې د خدای کلام دی. (افسسیان ۶: ۱۷) دوی باید روحاني جګړې ته تیار اوسي.وروسته عیسیَ بیا د خپلو راتلونکو خواریو وړاندوینه وکړه، لکه څه رنګ چې اشعیا نبوت کړی ؤ، مسیح به له خطاکارو څخه وشمېرل شی.(اشعیا،۵۳: ۱۲) همدغه پېښې د زدکوونکو په انتظار کې هم وې، نو په دې بنسټ باید په روحاني وسلې باندې مسلح وي.زدکوونکي د عیسیَ په منظور باندې پوه نه شول، دوی داسې فکر کولو چې عیسیَ به په معمولي وسلو باندې د خپلو دښمنانو پر وړاندې بریالی شي، دوی باید دې ته متوجه وي چې د عیسیَ لاره د محبت لاره ده، نه د جګړو(تاؤتریخوالي)، وروسته چې پطرس خپله توره وایستله، عیسیَ هغه ملامت کړ. (لوقا ۲۲: ۴۹/۵۱؛ یوحنا ۱۸: ۱۰/۱۱)
بیا شاګردانو هغه دوه تورې چې له ځان سره یې درلودلې، عیسیَ ته ورښکاره کړې، عیسیَ غمجن شو چې دوی لا نه دي پوهیدلي چې دی د څه ډول تورو په اړه خبرې کوي، نو دا چې موضوع پای ته رسیدلي ده، عیسَی وویل: (کافي ده.) http://www.razgah.com/commentary.engil
پاتې برخه بیا خپریزي