غزل

 
د مزدور د لاس تڼاکې هم گوهر دي
بټ لرونکي ته کڼاکې(۱)هم گوهر دي

 
لېونى او لېونى سره پوهېږي
که کېسې کوي کاواکې هم گوهر دي

 
چې مسکى شي د يار شونډې غوټۍ گل شي
چې خاموش وي مُهرلاکې هم گوهر دي

 
د سپين مخ  په ميکده کې ښکلې سترگې
هم  قاصدې  هم  خوستياکې(۲)هم گوهر دي

 
نه پوهېږم د ساده دغه سندرې!
هم ساده دي هم تُلپاکې(۳)هم گوهر دي.
 
٢٦ /٠٣ /١٣٨٦
حيدرآباد
 
(١)  کڼاکې : دجوارو هغه دانې چې په بټ کې گل يانينې نه شي.
(٢)  خوستياکه،خوسياکه،خېسياکه : د خوست په بېلابېلو لهجو کې ابابيل _ توتکۍ ته وايي.
(٣)  تلپاک، جمع تلپکان، مونث تلپاکې _ ت، په پېش سره  : زموږ په لهجه کې معصوم _ پاک _  او سوتره ماشوم ته وايي.