غزل

 
دا شعر نه دی دا خو پييم ملغرلی
شنه یاقوت سره زمرود په تول تللی
 
د جانان سترګو می زړه په منګول یوړ
د بریښنا په شانی یو دم جادوګری
 
غزل نه دی دا خو ستایم د یار سترګی
یو زه نه یم ټول یی بولی سحرګری
 
د ګلاب له پاڼو شونډی د یار شکلی
تل کوی چی پری خوږی خوږی خبری
 
که هر څو یی هیروی کولای نشی
مطیع څنګ به هیروی شوندی شکری