پلورل شوي ضمیرونه!



د انسان وجودي جوړښت نه یوازې د دې په معنا چې په نړۍ کې خپلواک بلکي د ډیرو فکري او لمسي اړیکو درلودونکې هم دی
خو فرق د انسان او د فکر تر منځ دادی چې فکر انسانیت دی او وجود انسان که په دې دواړو کې یو موجود نه وي دواړه نیمګړي دي
ضمیر ددي دواړو ترمنځ د اړیکو هغه نازک تار دی چې اکثره وخت په ډیر وړوکي کار خپله لاره بیلوي خو په عین وخت کې بیا ملامتیا هم په ضمیر اچول کیږي،د ضمیر له منځه تلل یا له انسان انسانیت بیلوي او یا هم انسانیت له انسان بیلوي،چې په دواړو کې د انسان او انسانیت تاوان دی

د ننۍ نړۍ په سیاست کې د سیاست د لوبغاړو د ضمیر په نامه هغه اړیکه چې ټول انسانان يې د انسانیت سره او انسانیت يې له انسانانو  سره لري له منځه تللې ده
په افغانستان کې اکثرو خپل ضمیرونه خرڅ کړل،د ضمیر خرڅ په دي معنا نه چې لمس کیږي او بیا پلورل کیږي،ضمیر د انسانیت سره د اړیکي پریکون په پایله کې او یا هم خپل انسانیت په بل د پیسو په بدل پلورلو په معنا دی،اکثرو خلکو د انسانیت هغه اړیکه له منځه وړې،د انسانیت اړیکه د بل انسان په ازارولو،وژلو،تحریم کولو او داسې نورو ستونزو چې انسان پکې د سر او مال تاوان د انسان له لاسه ګوري وړل کیږي،او همدې ته د ضمیر خرڅ هم  ویلای شو
.....
دلته د ډیرو ضمیرونه مړه او ډیرو بیا پلورلي دي
د انسان قتل،په ټولنه کې وحشت خپرول د انساني اصولو خلاف کار کول انسانیت له منځه وړي او په همدې سره د ضمیر اړیکه پرې کیږي،دلته انسانانو همدا ډول کړنې تر سره کړې او دې وخشت ته يې دوام ورکړ چې لا هم روان دی
دلته د دین،مذهب،کلتوراو نژاد مسئله نه ده،جنګ که د هر لوري وي هغوي چې جنګ کوي یا د جنګ لپاره د انسان روزونکي دي قاتلین حسابیږي او قتل د انسان په انساني قانون کې منع دی
سترڅښتن ټول انسانان د ژوند کولو لپاره رالیږلي دي،بیا يې ورته قانون ټاکلی او په هره دایره کې يې د انسان ستاینه کړې،د ضمیر په لرلو سره انسان د سترڅښتن هم خوښیږي او مقام ورکوي
راځم د یو وران،ویجاړ او د بې ضمیره خلکو په لاس د لوټ شوي هېواد خواته او دلته د ضمیر نه لرلو خلکو ورانۍ او وخشت په څو ډوله څرګندوم
لمړۍ: د دین په نامه وژنه په افغانستان کې هیڅ وخت جواز نلري ځکه د سترڅښتن لخوا رالیږل شوی دین(اسلام) د افغان ملت  ۹۹،۹ فیصده وګړو منلی دی،خو بیا هم د دین په نامه وژل کیږي ځکه دلته د هغو انسان وژونکو ضمیرونه مړه دي چې د دین په نامه وژني کوي
دوهم: د مذهب په نامه وژنه،اکثره وخت ډیرۍ په دي وژل کیږي چې ته حنفي يې ته اعظمي يې ته پلانکی يې ته بستانکی يې چې دا وژنه هم د دین او هم د انسانیت له دایرې وتلې ده او نه يې دین تایدوي او نه يې انساني قانون خو دلته هم د دوي ضمیرونه یا مړه او یا هم خرڅ شوې وي چې انسانیت خپله کډه ترې کړي وي او وخشت يې د ژوند میلمه وي
دریم: د سترڅښتن په موجودیت کې د واک پر سر انسان وژنه هم هغه وخت رامنځ ته کیږي چې له انسان انسانیت ختم او د خپل وجود د ناوړه روزولو په نیت قدم پورته کړي
چې مونږ يې په ټولنه کې د تیرو ناخوالو یو مثال د جهاد په نامه د انسان وژني ورکولای شو

دي ټولو ناخوالو ته په کتو چې هم په مذهبي هم په ژبني هم په سمتي او هم په کلتوري ډول انسانان وژني دا راته ثابتیږي چې دلته ضمیرونه مړه اوانسانیت کډه کړې.
او په اخیره کې ویلای شو چې ځناور ضمیر نلري او د پښتو په متل سره يې تائیدوي چې وايې
جنګ د سپیو کار دی
انسان جنګ نه کوي
که جنګ نه وي هلته ضمیر ژوندی او انسانیت قوت لري.

د هوسا په ځان بسایه لوی افغانستان په لور...