ّپه مسیحیت کې عادلانه جګړې

 

محمدانور(آڅړ)
۳/۹/۱۳۹۴،ه، ش
عادلانه جګړه:لُمړۍ څپرکی؛دویمه برخه
عادلانه جګړې، په مسیحیت کې:
لکه چې ومو ویل چې په هر ډول جګړه کې مرګ ژوبله او ورانی حتمي دی، خو د ظالمانه یا ترهګریزو جګړو د مخنیوي او د سولې ټینګولو لپاره عادلانه جګړه اړینه ده، عادلانه جګړه باید یوازې د خدای تعالَی د ریښتنو احکامو پر بنسټ ترسره شي او یاید ووایو چي د نړۍ په ټولو آسماني ادیانو کې د ترهګریزو جګړو د مخنیوي احکام موجود دي، په دې شرط چې په سمه توګه تفسیر او پلي شي، پوهیږو چې د انسانانو د مرګ او ژوند واک یوازې د الله تعالَی سره دی، نو هغه جګړه چې د خدای تعالَی د احکامو پر بنسټ ترسره کیږي، نه یوازې د مسلمانانو لپاره بلکه د ټولو انسانانو لپاره عادلانه جګړه ده.
 لکه څه ډول چې مسلمانان د اسلامي شریعت پر بنسټ خپلې جګړې عادلانه بولي، همدا شان د نړۍ د نورو ادیانو لاره ویان هم خپلې جګړې عادلانه بولي او د اړونده دینې احکامو پر بنسټ، خپلو جګړو ته عادلانه، سپیڅلي او د خدای جګړې وایي، دوی داسې فکر کوي چې جګړې یې پر حقه دي، په داسې حال کې چې ترورستي جګړې کوي، وجه دا ده چې د خپلو دیني کتابونو اړونده احکام یې د نورو انسانانو د وژلو او د ځان د ګټو لپاره په غلطه توګه اړولي، تفسیر او تعبیر کړي دي، د یهودو، نصاراؤ، مسلمانانو، پخوانیو جاپانیانو او هندوانو جګړې چې دیني بڼې یې ورکړي دي د یادولو دي، په دې لړ کې به لُمړۍ د عیسویانو د عادلانه جګړو پر نظریه باندې وغیږو او وروسته به پخپل واره سره پر نورو لیدلورو باندې رڼا واچوو:
عیسویت: دا چې وړاندې مو یادونه وکړه چې د نړۍ په ټولو آسماني دینونو کې د عادلانه جګړو احکام لیدل کیږي خو یوازې د عیسویانو په مذهبي کتابونو(انجیلونو) کې د هېڅ ډول جګړو ذکر نه دی شوی تر دې چې د دفاعي جګړې احکام هم نه تر سترګو کیږي، دفاعي جګړې داسې یو فطري غبرګون دی چې نه یوازې په انسانانو کې ځای لري بلکه ډېری ژوي(حیوانات) هم د تیري پر مهال له ځان څخه دفاع کوي او هغه کمزوري ژوي چې د دفاع ځواک نه لري د ځان د ساتلو لپاره د ژغورنې پر نورو بېلابېلو لارو باندې عمل کوي، ترڅو خپل ژوند وژغوري، له دې څخه ښکاري چې په ریښتني انجیل لکه د نورو آسماني کتابونو په شان د عادلادنه او دفاعي جګړو احکام شته، خو له بده مرغه چې د مسیحیانو انجیلونه د عیسیَ(ع) له صعود څخه سل کاله وروسته لیکل شوي دي،(ادیان بزرګ جهان،۴۹۷؛لیکوال: هاشم رضیَ) داسې دیني کتابونه چې وروسته له سلو کلو څخه راټول او ولیکل شي او پر وړاندې یې د اسرایلو په شان کینه کښ دښمن هم ولاړ وي او د رومیانو د ظالمانه امپراتورۍ تر فشار لاندې هم وي نو دا حتمي ده چې له اصلي انجیل څخه به په لوی لاس د عادلانه جګړو احکام ایستل شوي وي، چې له امله یې د عیسویانو اوسني دیني کتابونه نیمګړي دي، خو له دې سره سرهځینو عیسوي پوهانو د دې لپاره چې په انجیلونو کې د جګړو د ترسره کولو لپاره الهي احکام  ومومي او پر بنسټ یې جګړو ته شرعي بڼه ورکړي، د نه تاؤتریخولي او سولې د حکمونو او هدایاتو پر خلاف باندې د انجیلونو یو شمېر آیاتونه چې په جګړو پورې تړاؤ نه لري په بله بڼه اړولي دي، چې په اړه یې  ښاغلیمحمّد المختار الشنقيطي داسې وایي: «په مسیحیت کې ترډېرو کلونو پورې د سپیڅلي جګړې فکر نه ؤ رامنځ ته شوی او مسیحیانو په دې باب کوم فکر نه ؤ کړی، ځکه چې حضرت عیسیَ یو سوله غوښتونکی انسان ؤ، خو د روم د امپراتورۍ د منځه تللو له امله مسیحي عالم سن اګوستین (چې په څلورمه عیسوي پېړۍ کې اوسیدلی دی) او د مسیحیانو نور حکیمان او متکلمان دې ته اړ شول چې د مقدس کتاب پر بنسټ د جګړې لپاره یوه روا لاره پیدا کړي، دوی لکه د اسلامي جګړو په شان د (عادلانه جګړې) د پلي کولو لپاره یو شمېر آیاتونه په انجیلونو(نوی عهد) کې وموندل (او د خپلې خوښې او پوهې سره سم یې د جګړو کولو لپاره سرچپه تفسیر کړل) چې له امله یې په یو ډول سره خپلو جګړو ته دیني لاره پرانستله.» (از جنگ مقدّس تا صلح مقدّس)   http://marifat.nashriyat.ir       
ــ سنت اګوستین (۳۵۴ـ ۴۳۰،ز) په شمالي افریقا کې عیسوی اسقف ؤ او د کاتولیکو مسیحیانو په منځ کې یې لویه رتبه درلودله نوموړی په مسیحیت کې د عادلانه جګړې د پلار په توګه پېژندل شوی دی، اګوستین د مسحیانو مذهبي کتاب انجیل د خپلې خوښې سره سم تفسیر کړ، وایي چې د لُمړنيو انسانانو(آدم او حوا) او د دوی د زوی د ګناهونو پر بنسټ یې عادلانه جګړه توجیه کړه(خپلې جګړې یې عادلانه وبللې) او په دې ګروهه دی چې آدم او حوا د الهي فرمان څخه سرغړونه وکړه او د دوی زوی هابیل خپل ورور ووژلو، نو د دوی دا کړنې د خدای تعالَی د احکامو نه منل وو، له دې امله چې انسانان د الهی احکامو څخه سرکښي کوي او جګړه غوښتونکي دي نو داسې یوه واکمن ته اړتیا ده چې وکړی شي د زور له لارې د بې عدالتۍ او بې نظمیو مخه ونیسي. (نظریه جنگ عادلانه در فلسفه سیاسی سنت آگوستین)  http://occidentstudy.ihcs.ac.ir
لاندې آیاتونه چې د حضرت عیسیَ(ع) لخوا ویل شوي او مسیحي پوهانو د جګړو لپاره په سرچپه توګه اړولي او کارولي دي:
ــ «تاسو دا خیال هېڅکله مه کوئ چې زه نړۍ ته د امن راوړلو لپاره راغلی یم، زه د امن راوړلو لپاره نه یم راغلی خو د تورې لپاره.» (متی انجیل ۱۰،باب، ۳۴)
ــ «زه دې له راغلی یم چې په ځمکه باندې اور پورې کړم او زه دا غواړم چې دا مخکې له مخکې بل شوی وي.» (لوقا،۱۲باب،۴۹)
ــ «خو زما هغو دښمنانو چې نه یې غوښتل چې زه پاچاه شم، هغه راولئ او زما پر وړاندې یې قتل کړئ.» (لوقا ۱۹،باب، ۲۷)
ــ  هغوئوويل،«ګورهمالِکه! مُونږسرهدادوهتُورےدى» هغۀووئيل،)کافىدى» (لوقا ۲۲باب/٣٨)http://www.bashgah.net
د عیسویانو د مقدسو کتابونو پورتهآیاتونه چې مسیحي پوهانو د عادلانه جګړو لپاره دلیل ګرځولي دي، د جګړو په تړاؤ نه دي راغلي، دا چې د آدم(ع)، حوا او د دوی د زوی قابیل د ګناهونو یادونه په درو واړو آسماني کتابونو تورات، انجیل او قرآن عظیم کې شوي ده، په جګړو پورې کوم تړاؤ نه لري، کله چې آدم(ع) او حوا ګناه وکړ، نو د خدای تعالَی لخوا له باغ(جنت) څخه وایستل شول، دوی ته خدای تعالَی سزا ورکړي ده، نه کوم انسان، بله دا چې قابیل خپل ورور هابیل وژلو نو د هابیل لخوا هېڅ ډول غبرګون ښکاره نه شو او له ځان څخه یې مشروع دفاع هم ونه کړه، لکه عیسیَ(ع) چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې غبرګون منع کړی دی، عیسَی(ع) وایي: «...که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو چپ مخ وروړاندې کړه.» بل ځای فرمایی:«خپلهتُورهپهتيکهکښےکيږده، څوکچهتُورهچلويپهتُورومري.»
له دې څخه ښکارې چې د قابیل او هابیل پېښه د عیسیَ(ع) له لارښوونو سره ډېر توپیر لري او د آدم(ع) او حوا، ګناهونه له عادلانه جګړو سره کوم اړخ نه لګوي.
ــ«زه د امن راوړلو لپاره نه یم راغلی خو د تورې لپاره.» (د متی انجیل، ۱۰، باب، ۳۴،آیت)
د نوموړي آیت تفسیر پخپله عیسوي پوهانو داسي کړی دی: عیسیَ یو سوله غوښتونکی ؤ، د ده اصلی رسالت دا نه ؤ چې د انسانانو په منځ کې سوله راولي، دی راغلی ؤ چې د انسان او خدای تر منځ روغه وکړي، خو ټول انسانان پر عیسیَ باندې باور نه لري او ټول انسانان د خدای سره روغه نه کوي، ټول توبه نه کاږي او د خدای لخوا به ونه بخښل شي، هغه کسان چې توبه نه اوباسي او ایمان نه راوړي له هغو کسانو سره ضد کوي چې ایمان راوړي، څوک چې د شېطان سره پاتې کیږي له هغو کسانو سره ضد لري چې د خدای ملکوت(حکومت) ته ورځي، د شېطان د پولې او د خدای د ملکوت تر منځ سوله ناشوني ده، نو په دې دلیل عیسیَ وویل«زه د امن راوړلو لپاره نه یم راغلی خو د تورې لپاره» او یا د لوقا پر قول،«د تفریق او یا د جدایي لپاره.»(لوقا ۱۲:۵۱.)، هغه څوک چې ایمان لري او هغه چې ایمانه نه لري عیسیَ سره بېل کړي دي، عیسیَ خپلو زدکوونکو ته وویل:«ما تاسو په نړۍ کې غوره کړي یاست، نو ځکه نړۍ ستاسو سره دښمني کوي» (یوحنا ۱۵: ۱۹)، څه ډول چې توره توکي(شیان) دوه ځایه کوي، د عیسیَ کلام هم ایمان لرونکي او بې ایمانه سره جدا کوي. (عبرانیان ۴: ۱۲) http://www.razgah.com/commentary.engil
 د پورته آیت په تړاؤ نور آیاتونه هم راغلي دي چې د ورپسې آیاتونو په لوستلو سره پوهیږو چې اصل مطلب څه دی یاد آیاتونه له ۳۴، نه تر ۳۹، آیت پورې په دې ډول دي:
«تاسو دا خیال هېڅکله مه کوئ چې زه دنیا ته د امن راوړلو لپاره راغلی یم، زه د امن راوړلو لپاره نه یم راغلی خو د تورې لپاره. زه دې ته راغلی یم چې سړی د خپل پلار خلاف شي، لور د مور او انږور د خواښي. او د سړي دښمنان به د هغه د کور خلک وي. داسې یو سړی زما لایق نه دی څوک چې د مور پلار سره زما نه زیاته مینه ساتي او هغه سړی هم زما لایق نه دی څوک چې زما نه زیاته مینه د خپل زوی او لور سره کوي. داسې سړی زما لایق نه دی څوک چې خپل صلیب نه پورته کوي او زما په قدم نه ځي. څوک چې ځان ساتي هغه به ژوند بایلي او څوک چې زما لپاره ژوند بایلي، هغه به ژوند بیامومي.» (متی انجیل ۱۰،باب، ۳۴تر ۳۹)
ښاغلی محمّد المختار الشنقيطي د متي انجیل د پورته آیاتونو په اړه وایي چې حضرت مسیح(ع) په دې باور دی چې د دین په لاره کې باید انسانان صبر او زیار وباسي، که څه هم په دې برخه کې د پلار او زوي او کورنیو تر منځ بېلتون هم راشي او دا ډول بېلتون باید د دین د ټینګښت په خاطر کوم اهمیت ونه لري، له دې څخه ښکاري چې حضرت مسیح لکه څه ډول چې د سولې او دوستۍ پر لوري خلک رابولي همداسي د دینې ګروهې لپاره هم جهاد کوي. (از جنگ مقدّس تا صلح مقدّس) http://marifat.nashriyat.ir
د متي انجیل د پورته آیاتونو په تړاؤ، په انجیلونو کې داسې آیاتونه شته چې د حضرت عیسیَ(ع) او د ده د کورنۍ تر منځ د دین په خاطر د بلېتون یادونه په کې شوي ده او داسې معلومیږي چې عیسیَ(ع) ته له خپلې کورنۍ څخه هغه څوک ډېر اهمیت لري چې د ده سره په دیني لاره روان وي او له خپل کهول څخه جدا شوي دي، په دې بنسټ ویلی شو چې د متي انجیل په (۳۴) آیت کې چې د تورۍ یادونه شوی ده، هغه توره د دین د تبلیغ او د بې ایمانو او مومنانو په منځ کې د پرېکون یا توپیر توره ده، نه د وژنو او جګړو، په دې برخه کې د متي، مرقس او لوقا په انجیلونو کې په لږ تفاوت سره په دې توګه راغلي دي:«عیسیَ لا د خلکو سره خبرې کولې چې مور او وروڼه یې راښکاره شول او هغوی بهر ودریدل او غوښتل یې چې خبرې ورسره وکړي،» په دې کې چا وویل:«ستا مور او وروڼه دلته بهر ولاړ دي، در سره خبره کول غواړي.» عیسیَ هغه خبره کوونکي سړي ته مخ کړ او ورته یې وویل:« زما مور څوک ده او زما وروڼه څوک دي؟» او بیا یې خپلو زدکوونکو ته مخ کړ او اشاره یې ورته وکړه، «دا زما مور او زما وروڼه دي، هر هغه څوک چې زما د آسماني پلار په وینا عمل کوي، هغه زما ورور دی، زما خور ده او زما مور ده.» (متي انجیل ۱۲،باب، ۴۸تر۵۰؛ مرقس، ۳،باب ۳۴/۳۵؛لوقا انجیل ۸، باب، ۱۹تر۲۱)                                                                             پاتې برخې بیا خپریږي