د انتقاد د وېرې نښې نښانې


دا وېره هم د فقر د وېرې په شان پراخ اړخونه لري او په هماغه اندازه د انسان شخصي لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي. ددې عمده لامل دادی، چې نوښت له منځه وړي او د تصور د قدرت پر وړاندې خنډ ګرځي.
د انتقاد د وېرې مهمې نښې نښانې په لاندې ډول دي:
خجالتي: په عمومي ډول د وارخطایۍ، له نابلدو یا نا اشنا اشخاصو سره په خبرو او لیدنو کې د ډار احساس، د لاسونو او پښو رپېدل او په سترګو تیاره راتلل یې نښې نښانې دي.
نا انډولي یا د توازن ګډوډېدل: د غږ د کنټرول د وړتیا له لاسه ورکولو، د نورو په مخکې وارخطایي او د حافظې او بدن د کمزوري وضعیت په وسیله څرګندېږي.
شخصیت: په پرېکړو کې د قاطعیت او شخصي جذابیت نه شتوالی، په څرګندولو کې ټکني توب، د اصلي موضوعاتو پر ځای په جزيي مسایلو اتکا او د نورو د نظریو له ارزونې پرته له هغوی سره د توافق څرګندونه.
د حقارت عقده: د خبرو یا حرکاتو په وسیله د حقارت د احساس پټول. یا په بله مانا د لافو او ځان ښودنې په وسیله د نورو تر اغېز لاندې راوستو هڅه (چې ډېر وخت د خبرو په اصلي مانا پوهاوی هم سخت وي.) له نورو څخه د پوښاک، ظاهري بڼې، خبرو او کړو وړو تقلید او په اصطلاح په یوې خیالي دنیا کې اوسېدل. دغه ډول کړنې ډېر وخت د حقارت تر عقدې لاندې وګړو ته د لوړوالي او برترۍ احساس ورکوي.
اسراف: د عاید په پام کې نه نیولو سره له نورو سره د سیالۍ کولو عادت دی. یا په بله مانا، له خپلې شړۍ اوږدې پښې غځول.
د نوښت کمښت: د شخصي فرصتونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتګ، د اندونو او نظریاتو په څرګندولو کې وېره، په خپلو مفکورو نه ډاډمنتیا، د مشرانو یا لوړ رتبه امرانو د پوښتنو په وړاندې د پلمو جوړول، په خبرو او کړو وړو کې زړه نا زړه والی او دغه راز چل ول.
د لوړفکرۍ کمښت: روحي و جسمي کسالت یا ټنبلي، د خپلو عقایدو نه څرګندول، په پرېکړو کې سستي، په اسانۍ سره دنورو تر اغېز لاندې راتلل، د نورو له انتقاد او نیوکو وېره او د هغوی په حضور کې غوړه مالي، په سړه سینه د سختیو پر وړاندې ماتې منل، د نورو د مخالفت په صورت کې له خپله هوډه تېرېدل، له کوم لامل پرته د نورو په وړاندې له احتیاطه ډک چلند غوره کول، په خبرو او کړو وړو کې د مهارت او سلیقې نه موجودیت او د تېروتنې په صورت کې د هغو مسوولیت ته غاړه نه اېښودل.
ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.