ښوونځی

ليکوال : ګل رحمان رحماني
 
        دورځې په اوږدوکې به چې له کاره وزګارشوم نوکورته په رسېدوبه مې لومړى دمورجانې لاسونه ښکل کړل اوبيابه پاس بالاخانې ته وختم .دکړکۍ مخې ته دتوت غځېدلوڅانګوته به مي کتل اودمخامخ غرونوشنې لمنې به مې ترنظرلاندي وې .
   دطبعيت دغه منظرې زه له ځان سره داسې اوږدى کړى وم لکه يودنشې روږدى چې له خپلې نشې خونداخلي زه به په خيالونوکې پوره وړاندې تللې وم چې دبالاخانې دروازه به خلاصه شوه اوکوچنى وراره به مې مخې ته په موسکه خوله اوخندنۍ څېره مخامخ ودرېده دهغه په يوه لاس کې به کتابونه وو اوپه بل لاس به يې زه ځان ته ورجوخت کړم هڅه به بې کوله چې بې له څه مقدمې خپل کتابونه زما مخې ته وغوړوي بيا به يې دکړکۍ له پنجرې نه دڅانګورانيولوهڅه کوله خومابه ورته دکتاب څوجملې وويلې اوبيابه مې په زورځان ترې خلاص کړ.
   هغه به چې کله زما په غېږکې څملاست نودخپل نوي ښوونځي غورې به يې کولې اوپه وړه ژبه به يې په صفتونولګياوو هرځل به يې ويل چې نوردشنډتوت ترونه لاندې سبق نه وايي اوچې مکتب جوړشي هلته به ځي .
     يوه ورځ مازديګرزه دبالاخانې په کړکۍ کې ناست وم چې هغه مې خواته راغى اوپه خندايې يوسپين کاغذي پاکټ راکړپاکټ مې پرانست دښوونځي دنوې ودانۍ دپرانېستې غونډې ته دښوونځي دادارې له خوا زه هم وربلل شوى وم .
 دوراره په تندي کې مې يوډول ځلااوهيله حس کړه ماليک ټول نه وو لوستى چې بيايې پوښتنه وکړه .
    کاکا!معلم صيب ويل چې دکاکاسره دې يوځاى راشه سبازه دوخته پاڅېږم دواړه به ورځو.
  ماپه مينه ښکل کړاودتلودوعدې   ورکولوسره مې هغه دومره خوشحاله کړلکه کومه غوره ډالۍ مې چې ورکړې وي سهارله کاروباره پاتې شوم دلمرله راختلووړاندې دبالاخانې دکړکۍ ترڅنګ کښناستم په دې انتظاروم چې لمرراوخېژي اوله هغه سره يوځای ښوونځي ته لاړشم ناڅاپه مې وړاندې وکتل خوپه سترګومې باوررانغى دنوي ښوونځي ودانۍ دسکاره په څېرتوره ولاړه وه اواوس هم مړه لوګي ترې اوچتېدل زماپه سترګو هم تياره وشوه لاندې ښکته شوم دوريندارې کوټې ته ورغلم وراره مې اوده وو اوترڅنګ يې کتابونه خواره واره پراته وو.
٣\\١\\١٣٨٨
    جلال اباد ښار