
خليل تسل
لنډه کيسه
په خپل ورځني مهال وېش کې يې دشپې يوه اوږده برخه دخپل نوي داستان دځينوبرخو ليکلوته ځانګړې کړې وه .
هغه به چې ماښام ناوخته دورځپاڼې له دفتره کورته راغى نودورځنيوتودوپېښواوخبرونوليکلوبه يې زهن دومره خوړلى وو چې دکورنۍ دغړوسره به يې هم په ورين تندي خبرې نه کولې دډوډۍ تروخته به يې په يوه اوبله ځان بوخت ساتلوپه زهن کې به يې لاهم ورځنۍ پېښې اوخبرونه روان وو .
هغه به په همدې ځوانۍ اومجرد ژوند کې دومره فکري او خاموش وو چې ډېردپاخه عمراوسپين ږيري کسان هم داسې نه وي خوکله يې چې په ورځپاڼه کې خپل پرلپسې داستان پيل کړنو طبعه يې ترپخواهم ناارامه شوه اوديوه ناکام مين په څېربه يې چرتونه وهل ورو ورويې دکورنۍ غړي هم ورسره بلدشول اوهغه يې په دې اړه سپيناوي ته نه مجبورولوله ډوډۍ خوړلووروسته به سيخ خپلې کوټې ته ننوت وربه يې ځان پسې بند کړ اودداستان په ليکلوبه بوخت شو ډېرې پاڼې به يې تورې کړې خوچې دلوستلووروسته به يې خوښې نه شوې ټولې به يې څيرې کړې اوليکنه به يې له سره دخوښۍ په څرګندولوپيل کړه ترهغه به په ليکنه بوخت وو چې دخپل داستان له اتلانوسره به په خپله په خوب کې روان شو له هغوسره به يې خبرې پيل کړې هر يوه به ورته چېغې وهلې چې داستان يې زرخلاص کړي ډېروبه ګيله ترې کوله چې ولې يې کېسې دښارزرګونوخلکوته رسولې .
سهاربه چې ليکوال دخوبه راپاڅېده نوګڼې پاڼې به ترېنه لاندې پرتې وې .
نن ماښام يې دورځپاڼې دمديرنه اجازه وغوښته اوورته ويې ويل چې دداستان وروستى فصل ليکې هغه دخپل دې داستان په سبب دورځپاڼې په مديردومره ګران وو چې هرغوښتنه يې منله نوځکه خويې نن هم اجازه ورکړه چې دداستان وروستى فصل بشپړکړي .
په لارويې په زهن کې بېلابېل فکرونه ګرځېدل هغه مجبوروو چې نن شپه دداستان اتل ووژني هغه کس چې دتېريوه کال نه راپه دېخوا دهغه دنيموشپوملګرى وو اودزړه کېسې يې ورسره کولې په وروستي فصل کې دداړه مارانوله خوادداستان شريف اتل له ټولوملګروسره وژل کېدولو.
هغه له ځان سره فکرکاوه لکه په ريښتيا چې بيګاته قتل کوي ځان ورته يوقاتل ښکارېده هغه دداستان په پيل کې دمقدمې په ډول ليکلي وو چې دايوريښتنى داستان دى خودايوازې ده ته معلومه وه چې په څومره مهارت يې په يوه خيالي داستان دورځپاڼې له مسئول مديرنه نيولې ترهرعادي لوستونکي تېرايستلي دي .
دداستان اتل ورته دومره ګران شوى وو چى اوس ورته دوروستي فصل ليکل له حده سخت وو ځکه چې په دغه فصل کې يې بايد هغه وژلى وى .
دشپي ناوخته يې دکوټې ورپه ځان پسې بند کړ په سپينوپاڼويې څوځله قلم وخوځولوخوداتل دمرګ صحنې ته به چې ورلنډشو بيابه يې زړه درد وکړ دبدماشانودډلې پياوړى قاتل به چى داتل څېره دتومانچې په دوربين کې راوسته نودهغه قلم به ځاى په ځاى په پاڼه مېخ شو شاپه تخته به اوږود وغځېد اوپه ګوتوبه يې لړزه راغله له ځان سره به يې په لوړاوازخبرې پيل کړې .
دهغه په ځاى زه دوژلووړيم مادرورځپاڼې ټول لوستونکي ددروغوپه يوه خيالي داستان وژړول نوربايد هغوى ته حقيقت ووايم اوبښنه ترې وغواړم زه نشم کولى هغه بې ګناه ووژنم يوازې ددروغوګناه مې بس ده نه غواړم يوقاتل شم .
بياپه ځاى کې راکښناست ګوتواوقلم يې له پاڼوبل خوا زورکاوه له مجبوريته يې قلم په سرپوښ کې بند کړ دداستان لوستل يې يوځل بيا له سره پيل کړل نيمه شپه کېده چې ټولې پاڼې يې ولوستلې اودوروستي فصل سپينې پاڼې ته راورسېد زړه يې دداستان په ليکلوله پښمانۍ ډک وو هغه نن شپه مجبوروو چې دداستان وروستى فصل وليکي اودداستان اتل له خپلوټولوملګروسره ووژني خودقتل خبره به يې په زړه دغشي په څېرولګېده .
په سترګويې تپه تياره شوه بيايې دکوټې دېوالونوته وکتل اوچېغې يې کړې .
زه قاتل نه يم !هغه هېڅ ګناه نه لري دداستان وروستي فصل ته رسېدلى يم لاهم نه پوهېږم چې داستان مې کوميډي دى که تراژېدي نه ....نه داهرڅه لاهم زما په واک کې دي بايد خپله دداستان وروستى فصل شم .
قلم يې راواخيست بې اختياره يې په ليکلوبوخت شو په څوشېبوکې يې شپږ اوه پاڼې تورې کړې په تندي يې په يخه هواکې دلومړي ځل لپاره خولې راماتې شوې دداستان وروستي فصل ته يې دپاى ټکى کېښود نيټه يې وليکله اوپه بيړه اوچت شوله مخامخ المارۍ نه يې يوه نوې تمانچه راواخيسته اوخپل تندي ته يې برابره کړه په کوټه کې له يوه درانه اوازسره ليکوال دوروستي فصل په پاڼوپړمخې راورغورځېده .
دورځپاڼې لوستونکې سباورځ دورځپاڼې ترلاسه کولوپه انتظاروو اوکله يې چې دداستان دوروستي فصل لپاره دورځپاڼې پاڼې واړولې نوپه ځاى يې دليکوال تصويراوناڅاپي مړينې خبردوروستي فصل په نوم خپاره شوي وو .
١٥\\١\\١٣٨٨