غزل

 
د يار غم ته که د غره غوندې زړگى شي
خو اخير له درده وژاړي نرى شي

بې له مينې لکه ژوى څلوربولى
چې د مينې شړک يې ووهي سړى شي

زه به خود وايم د يار پر ځاى چې زه يم
دى به خود وايې زما پر ځاى چې دى شي

ستا د سترگو فکر راشي بې اختياره
که خبره مې په خوله کې وي غورزى شي

له فتنو نه چې پناه غواړي په ژوندکې
يا شاعر شي يا ملنگ يا لېونى شي

چې د دين سليماني يې نه وي ورک شه
که د سرو زرو په گوتي کې غمى شي

عاشقان به لکه بوى درپسې گرځي
که ساده د ستا په څڼو کې ببرى شي.

١٢ /٠٣ /١٣٨٦
حيدرآباد