خړه ليکه

خليل تسل
            هنري نثر
     زما دبيلتون تروروستيوشېبوپورې دې ته پام نه وو چې ته مې لالهانده حواس اوستړې هيلې په دومره ژورنظرڅارې اودشاهين په څېردې دافق له څنډوزما دزړه په ځمکه ټولې لوړې ژورې ترڅارلاندې دي .
    ماپه دغه دښته کې دخپل ستومانوونکې مزل په مهال چې هرقدم مې په کاڼواواغزوکې وو يوازې دورک منزل لارواودښنوته کتل اوکله مې هم فکرنه کاوه چې دچادنظر زرينې وړانګې به دسهارد لمرڅرک غوندې زماپه څېره څوشېبې خښې وي اوپه دښته کې به مې پاتې  پلونه په دومره مينه اودرناوي ښکلوي  .    اوس ستا دمينې سپېڅلتيا هره شېبه په ما پسې له شانه چغې وهي دغه چېغې په ګرد جنه فضاکې دهيلواوزاريوپه بڼه زما ترغوږونورارسېږي اوبياديوې ناپايه مينې په ترانواوسندرواوړي .
    خوپه دې شېبوکې زما دبې وسۍ اوسيلي اودحسرت په ګردونولړلې اوښکې هم دهېرېدلونه دي زه چې اوس هرڅوشاته دروګورم فايده نلري ځکه زماله بښواوګړندي تګه په هواکې دخاورواوګردونويوه ليکه پرته ده چې نور نودواړه ليدلوته نه پرېږدي .