
فاتح:
د فاتحو لښکرونو د کاروان په سر کې د یوه موټر په بانټ ناست وو، خو د فتحې خلاف یې اوس لکه غل د تېښتې لاره کتله...
هغه به هره غرمه کور کې سابه وخوړل او بیا به د ښار مشهور هوټل مخې ته دریده او غاښو کې به يې ډکی واهه. چې یو ورځ ورباندې درز شو. ډکی اوس هم هلته ویاله کې پروت دی...
طرحه: مطیع الله عابد
غچ:
شپه ناوخته له کوره ووت او غوښتل یې خپل غچ واخلي، خو د کوڅې په سر کې چې سپي پسې منډه کړه هم یې پښېمانه کړ او هم یې کور ته ستون کړ...
طرحه: مطیع الله عابد
خپل ملک:
د دې نړۍ نږدې تر هغه بله سره لاړم، دنیا آخر ته نه رسیده، ډیر ځایونه او ډیر خلک پکې وو خو هیڅ ځای يې کابل او هیڅوک یې کابلی نه وو...
د انتحاري برید قرباني:
د هغه هوټل تر مخ د موچي سندان تر اوسه په خپل ځای ایښی، هوټلي وايي چې دا څو ورځې وړاندې يې زوی راغی ویل یې چې د پلار دعاګوی مې خلاص شي زه یې په ځای کینم...