یو څو کیسه ګۍ


بې انصافي:
زوی: پلاره! معلم صیب مو ویل چې د چا دوه مېرمنې وي او عدل نه کوي د قیامت په ورځ به کوږ روان وي. 
- رښتیا یې ویلي زویه!
- پلاره! چې داسې ده، نو زما بله مور چېرته ده؟
له ځانه ګیله:
له شپونکي یې وپوښتل: څه خبرې دي؟
ترخه مسکا یې په شونډو خوره شوه، ویل: هاغه پسه مې هم لکه لېوه خولې لګوي، کوم چې مې په خپل لاس په مینه را لوی کړ.
مور:
خوږ غږ یې تر غوږ شو، ګمان یې کاوه چې خوب ویني. سترګې یې رڼې کړې، ګوري چې د کار د مالک پر ځای یې مورکۍ د کټ سرته ولاړه ده. ستړی مسافر یې د کار پر ځای سبا ناري ته پاڅوه.
باور:
ښوونکي وویل: پورته شه ملګري سره دې جمله جوړه کړه! هغه ځان سره غلی وویل: معلم صیب! ملګري نړۍ ودانوي، تاسو جمله ښايﺉ.
فلم:
غاښونه یې وچیچل، مټې یې را بډوهلې او په ډله لوپرانو لکه باز غوټه شو. ولې چې د یوې تور سرې عزت ته یې لاس اچولې؟ خو شیبه وروسته باتور ځوان هماغې تور سرې سره په ډک سالون کې نڅېده.