یو څو کیسه ګۍ

 
نامردي:
برق لاړه، تپه تیاره شوه. د یوه په کور کې تیلی نه و چې شمع پرې بله کړي، خو د بل کور د جنراتور غراری له کوڅو تېرېده او غوږونه یې کڼول.
پلټنه:
په سر یې لاس تېر کړ،ویې ویل: کوم جلدي متخصص ډاکتر نه پېژنﺉ؟! له وېښتو خلاص شوم. یو یې سنګ ته ور نږدې شو، غلی یې ورته کړه: صیب! دلته چې کوم مشهور متخصص دی، کلونه وشول چې خپله ټاس ګرځي.
ځان ښودنه:
ځان یې سم کړ، د کېمرې سترګې ته مخامخ ودرېد، د تندي ګونځې یې هوارې او خپله کارکردګي یې په یوه ساه او په مسکا ژورنالست ته تشریح کړه. کونج کې ناست مامور ځان سره غلی وویل: کاش چې تل دغه جنابان د کېمرې د سترګې لاندې وای.
بې باکي:
د راني ټیمي قطي نه یې کړس تېر کړ، په یوه ساه یې ژپ کړه، بیا یې د قیر سړک په منځ قطی تولي کړ، ملګرو ته یې مخ کړ، ویل: ښه دی چې سړکونه خو مو پاخه شول.
د هېواد مینه:
ښوونکی: په تازه مېوو کې دې څه شی خوښېږي؟
احمد: هندواڼه.
- ولې؟
- معلم صیب! په هندواڼه کې مې د هېواد بیرغ دی.