
لنډه کیسه
د تېلو په پمپ کې کټونه خواره و، اسلم کاکا چې وروسته له ډېرې خوارۍ او خولو تویولو د یو پمپ خاوند شوی و، ښار ته راغلو کلیوالو په منځ کې د کټ پر سر یوه پښه په بله اړولې وه. د لین موټر به راغی، مشر زوی به یې د جنراتور پړۍ کش کړ، او غوښتل شوو تېلو په اندازه به یې ټانکۍ ته تېل خوشې کړل.
کاکا ډرېور ته باقي مانده پیسې شمېرلې چې ناڅاپه یې موبایل وکړنګېد، بټن یې زور کړه چې له هغې لوري یې ډډ غږ واورېد: ډېرې دې وګټلې، اوس نو زموږ وار دی. یوه خبره په خلاصو غوږو واوره! که پیسې دې په وخت را ونه رسولې، د کمکي زوی نه دې لاس ومینځه!
_ تاسې څوک څڅوک یاس...
- غلی شه! خبرې مې لا خلاصې نه دي، څلرویشت ساعته وخت لرې، کوم ځای او کومه صرافي چې درښایم پیسې به هملته را ورسوې! ځای او صرافي په پیغام پاڼه کې په نښه کړه! که ذره غلط حرکت دې وکړ، له زویه دې لاس ووینځه.
اسلم کاکا چې بلې خبرې ته ځان جوړوه، نو اړیکه پرې شوه. له تپ و تلاش او پلټنې وروسته معلومه شوه، چې ډاکوانو یې زوی مکتب نه د راستنېدلو په وخت په ډېر مهارت بې هوښه کړی او له ځانه سره یې موټر ته پورته کړی.
د پلرنۍ مینې او عاطفې له مخې خلک د داسې یوې صحنې شاهدان و، چې اسلم کاکا څه خپلې او څه پردۍ پیسې له بېلا بېلو خپلوانو او دوستانو په پورواخستې، او چټک ګامونه یې د صرافۍ پر لور اخستل، څو د خپلو خولو او مټو په زور ګټل شوې پیسې د غلو او مفت خورو په ځولۍ کې ور واچوي، او خپله د زړه ټوټه د لېوانو له منګولو وژغوري.