
بشری خــــقوق د اخــلاقو یوه سرچینه ده چي د انسان معیــــــــاری او اعتمــــــاد وړ خوی او حصلت روښانه کوی او په منظم ډول ئې د قــــانون په چوکاټ کې د خپل حقوقو د حکــــومت او په بین المللی سطحه يې ساتی او دفـــــع يې کوي همدارنګه د خپل حق غــــوښتلو لپاره دوی په عمومی او اساسی توګه پوه دی چې متحد او نه بیلیدونکې واوسیږې، ځکه چی دوی په طبیعې ډول د خپل حق غـوښتلو مستحق دي،ټولو انسانانو ته د ژوند کولو طبیعی حق ورکـــړل شوی دی، چی په خپل هیواد کې که هغه مـلت،موقیعت،ژبه،مذهب،رسم رواج او داسی نور طبیعی حقونه باید ولــــــري.
انسانان د ژوند د پیدایښت له راهیسی په هیواد کې د حکومت او قانون په چوکاټ کې د کار،کورنی افتصادی وضعی ښه کولو،سوله یز ژوند کولو،تعلیم کول،چکر وهل،سپورت کول،غذا خوړل او داسی نورو اجراتو لپاره طبیعی حق ورکړل شوي دي. ټول انسانان د ژوند کولو يو ډول حق لري،دوی هم ضرورت او هم مسؤلیت لری چی په قانون او اصولو پوه او د انسانانو حقوق وپیژنی او هغه ته اخترام وکــــــــــــړی.
کـــه چیری زمونږ ګران هیواد ته نظر وکـــړو، نو بشری خقوق چیری او زمونږ هیواد کې د ځینی اداري او خلک چیری! هر غریب انسان هم دغه خـــق لــری چی د ژوند ټول طبعی سهولتونه ورته برابر شی،یو افغان هم د ملالی په قسم بشری خق لـــری چی د دوا لپاره خارجوهیوادو یوړل شی، خونه! زمونږد غریب ولس وګړي روزانه وژل او ټپیان کیږي خو څوګ یې د یوه ورځی ډوډی پوښتنه هم نه کوی،افغان وګړی هم د مــــلالی په څیر انسان دی چی باید ورته خپل خق ورکړل شی، همدارنګه زمونږ ګڼ شمیر ځونان د بی کاری او بی امنیتي له واجی خارجو هیوادو ته ځي،دغه هم ددوی خق دی چی په هیواد کې سولیز ژوند او کار ولری.
زمونږ په هیواد کې بله لــــویه بدبختی داده چی بی تعلیمه زورواکې انسان د ټول خپل او دنورو خقوق یې په زور خپل ځان ته رړوالی وی،میاشتنی عواید یې لس چنده او ژوند یې د لوستی او پوه انسان په نسبت ډیر بهتر وی. د غریب لوستی او پوه انسان ژوند د ډیرو سختو تهدیدونو،مشکلاتو او بد بختیو سره مخامخ وی،حتی څوګ ورته د میلمستیا لپاره هم بلنه نه ورکوی، او زور نه لری چی د خپل خق پوښتنه وکړی او په خپل خق عوښتلو په سر رټلو او کواښونوسره مخامخ کیږی. ډیرې ورته کړنی دی چی زمونږ ګران هیوادوال ور سره لاس او ګریوان دي.
که چیری ټول هیوادوال په منظم ډول خپل خقوق او د نورو خقوق وپیژنې، نو زما په فـــــــکر ټول انسانان به په هیواد کې سوله یز،بریالی،له خوشحالۍ څخه ډک او یو برابر ژوند به ولري، همدارنګه به مـوهم خپل بشری حقوقو مسؤلیت ترسره کړی وي.
په درنښت
16/11/2015