ښه انسان په ټولنه کې هر وخت ښه نوم لری، نو پوهیږم چی زما په زده کړو کې څوګ له اول څخه تر اوسه پورې همکار دی؟ که چیرې په یوه کورنی یا ټولنه کې یو ماشوم ته ښه ذهن ورکړل شی نو د هغی راتلونکی روشانه کیږی او همدارنګه د کورنی له طرفه مور او پلار دي چې باید د ماشوم سره په ذهنی فکر او اقتصادی اړخونو کې همکار پاتي شي، تر څو ماشوم د راتلونکی ټولنی لپاره یو سالم انسان جوړ شی او د ټولنی لپاره ګټور شی.
یوه خبره د ماشومتوب په وخت کی به ما زیاته اوریده: (ماشوم د ونی لنده ښاخ په څیر دی چې هر طرف ته یې کوږ کوی نو کوږوالی یې شئ) مطلب یې داده چی ماشوم ته چې هر قسم روزانه ورکوی، نو په هغی ډول تربیه کیږی. د یوښه انسان بیلګې څه دي چی زه په خپله کورنی او ټولنه کې یې وپیژنم او منندوی ترې اوسیږم؟
د ښه انسان په انتخاب کې څو کرښو ته اشاره کوم:
۱- ښه انسان تل ستا سره زیاته مینه کوی او د هیرولو نه وی او همدارنګه هغه تاته څرګندوی چې تاسی د هغه لپاره څومره ارزښت لری.
۲- ښه انسان تل ستا سره همکار وی او په دغه تشویش کې وی چې ته باید د ښوونځی او پوهنتون وروسته ماستره وکړی تر څو د ټولنی لپاره ویاړ جوړ شی.
۳- ښه انسان تل ستا ته مثبت فکر درکوی او کوشش کوی چی مسؤلیتونه در څخه ډیر کم کړی.
۴- ښه انسان تل په ستا باندې باوری اوسی او ستاته خپلې اشتباوی د ملګری او دوست په څیر څرګندوی تر څو ستاسی زړه مات نشی.
۵- ښه انسان تل ستا ذهن او فکرونو ته خوشحالي ورکوی.
۶- ښه انسان تل ستا راتلونکی په نظرکې نیسی، تر څو باید ستا راتلونکی تولید ولری.
۷- ښه انسان تل ستا ته دغه اجازه او ذهن درکوی چی تاسی خپلی غوښتنې څرګندې کړي.
۸- ښه انسان هر وخت ځان درته ثبوت کوی چی هغه ستا لپاره څه غواړی.
۹- هر کله چی ته له هغی سره خبري کوی، نو هغه پوهیږی چی ستا مطلب څه دی.
۱۰- هر وخت خپل ځان ستا لپاره په مشکلاتو کی اچوی تر څو ستا لپاره هدف تر لاسه کړی.
۱۱- ښه انسان تل ستا سره ایمانداره وی.
۱۲- ښه انسان تل له ستا څخه منندوی وی او ستا کارونو لپاره خاضر وی.
همدارنګه نورې بیلګې هم په ګوته کولی شو تر څو ښه انسان په کورنی او ټولنه کی وپیژنو، نو مونږ بیا انتخاب کولای شو چی له ښه انسان څخه منندوی اوسیږو.
زه باوری یم چی زه هم له خپل مشر ورور څخه مننه وکړم، ځکه هغه زما سره تل همکار او ښه انسان پاتی شوی او هم دی، چی نن د هغی (نور محمد ثاقب) له برکته ما خپلی لوړی زده کړی پوره او ماستری لپاره اماده شوم او همدارنګه زما وروڼو ته یې هم ښه راتلونکی برابر کړ. په تیره بیا په نني دوره کی هم د ټولنی د ځوانانو سره په زده کړو او ښه ذهن جوړولو کی مصرف دی او ویاړمن یم چی ورڅخه بیا مننه وکړم. ورته نور هم په ټولنه کې ښه انسان لرو تر څو باید تری منندوی اوسیږو، ځکه ښه انسانان تل په ټولنه کې مثبتي اغیزي لري.
په درنښت
24 Oct 2016
وروستي