همت او زیار له استعداد څخه مهم دی! 

 
همــــــــــت او زیـــــار:
همــــــــــت او زیـــــار ایستل  د بریالیتوب بنسټ بلل کیږې. هــــــر وحت مور او پلار،ښووونکې هم خــــپلو اولادونو او زده کوونکو ته دغه لارښـــــــوونه کوي، چی همت او زیار ایستل د انسانانو په ژوند کې بریالیتوب،ګټي او مثبتي لاسته راوړنې رامنځ ته کـــــوي. د بحت او قسمت تر څنګ همت او زیار ایستل د کامیابی لار ده.
ځینی خـــــــــــلک په دغه عقیده وی چی زمونږ قسمت کـــار ونکړ،نو ځکه دغه عمل اجرأ نشو،که چیری برعکس وایم : که ننی تیکنالوجی ته نظر وکـــــړو،نو څومره پرمحتګ شوی، مــــــــــــثال : که یو څـــوګ واغواړی چی ماښام ته د خارج هیواد ته لاړ شی،نو د څو ساعتونو وروسته به هغه د تیکنالوجی له برکته خارج هیواد ته ورسیږی.همدارنګه کــــه چیری د برقی آلو پر ځای د پخلاو لپاره د لــــرګیو اور څخه کــــار واخیستل شی نو څومره به اقتصادی او طبعی ښکلا ته به زیان ورسیږی، نو د لرګیو پرځای له برقی آلو څخه کار باید واخیستل شی تر څو پخلای مو ښه او کم وحت کې شوی وی. نو دغی ته ډیر ورته مثالونه لــرو چی د همت او زیار نتیجه ده ،ځکه  له دغو اسانتیاوو څه بــــــــــرخمن یوو.
کـــــه چیری يو څوګ صرف په کور کې کیښنی د کار او وظیفی پیدا کولو په لټه کې نه وی،نو څنګه به څوګ د هغه څخه پشنهاد وکړی چی کار وکړی او څنګه به کار پیدا کړی؟ نو که چیری هغه شحص کار ونکړی، نو څوګ به دا ته د ژوند لمړنې ضرورتونه پوره کړی؟ که چیری یو شخص په یوه کمپنی یا اداره کې کار کوي ،حو غواړی چی په خپل ورسپارل شوی وظیفه کې ترفیع وکړی ، نو هغه باید څه وکړی؟ مونږ او تاسی پوهیږو چی هغه شحص ته به وایو، چی د ستا د رتبی لپاره باید همت او زیاراوباسی، تر څو ترفیع وکــــړی.
کــــه چیری یو زده کوونکی د خپلی ازمونی لپاره سخته مطلعه ونکړی ،نو څنګه به هغه وکولای شی چی په لوړه درجه بریالی شی؟ ځینی ډیر زده کوونکې په دغه عقیده او منفی فکرکو ي،چی ددوي قسمت کار ونکړ او یا ښوونکوو ورسره کمک نه دی کړی ځکه په ښه درجه بریالي نشو. زما په فکر که چیری هر انسان همت،زیار او کوشش وکړی نو هغوي خپلو مقصدونو ته رسیدلی شي.
همــــــت او استـــــعداد ترمنځ اړیکې:
بغیر د همت او زیار ایستلو څخه استعداد هیڅ مفهوم او ګټه نه لری، که یو څوګ ټوله ورځ په کور کې کیښنی او وائې چی زه استعداد لرم،نو بس کار نه کوم، همت او زیار نه کوم چی کار وکړم،نو هغه شحص استعداد به لــــه ناکــــامی سره مـــــخامخ شی. او یا که چیری یو زده کوونکی مطلعه ونکړی، نو هغه زده کوونکې به څه زده کړی؟، که چیری مور او پلار دغه همت او زیار ونه کړی چی خپل ماشومان تربیه کړی،نو څنګه به له هغو ماشومانو څخه ښه انسانان جوړ شي؟ نو ویلو شو چی بغیر د همت او زیار ایستلو څخه هر کار اجرأ کــــــــــــــــول مشکل دی.
استـــــعداد صرف د کار پیل څرګندوی، حو همت او زیار انسان د خپلو اهدفو او ګټو ته رسوی. د استعداد تر څنګ همت او زیار ایستل یو انسان کامیابی او په ژوند کې بریالی کوی.
همت او زیار ایستل له استعداده مهم دی، ځکه که چیری یو اداری کارکوونکی  په خپله ادره کې ډیر همت او زیار وکړی، نوهغه کـــارکوونکې ته د اداری مشرتابه هم ډیر احترام کوی، او تل یې په خپله اداره کې د ډیر وخت لپاره ساتی، او هم نورو کار کوونکو ته د بیلګې په ډول ښودل کیږی.
کـــه چیری یو انسان استـــعداد ولری او هم ډیر همت او زیار وکړی،نو هغه انسان به په کم وخت کې ډیر لوی شهرت پیدا ک‌‌ړی. استعداد طبعی او ارثی دی،حو همت او زیار ارثی نه دی. که یو انسان په خپل وجود روغ او جوړ وی، نو هغه دغه توان او طاقت لری چی همت او زیار وکړی ترڅو خپلو اهدفو ته ځان ورسوی. نو ویلی شو چی همــــــــــــــــت او زیار له استعداد څخه ډیر مهم دي.