ولی زموږ په ټولنه کې زیاتي کورني له اقتصادي بحران سره سر اوګریوان دي؟


زموږ په ټولنه کې زیاتي کورني له بدو او سختو اقتصادي ستونزو سره سر او ګریوان دي، هر کله چې له یو پلار او مور څخه پوښتنه وکړی، چی د کورنې حالات مو څنګه دي؟ نو د دوی لومړنی ستونزه اقتصادی مشکلات وي او همدارنګه له خپلو زامنو څخه هم سر ټکوي. نو ولی زموږ زیاتي کورني له سخت اقتصادی بحران سره مخامخ دي چې څو علتونه یې په ګوته کوو:
۱ـ هر وخت یوه کورنی اقتصاد په نظر کې نه نیسی، صرف مور او پلار زیات ماشومان راوړي، ځکه د زیاتو اولادنو روزلو لپاره قوی اقتصاد ته ضرورت وي.
۲ـ هر کله چې پلار جان د ځوانی په وخت کې کار کړی وي او څه پیسی یې لاسته راوړی وی، نو هغه هم بغیر د کوم ضرورت څخه په هر څه مصرف کړی وي.
۳ـ بل علت یې د خپلو زامنو لپاره په کم عمر کې واده کول، ځکه زامن یې له دغه لپاره نه وی اماده چې کار وکړی او کار پیدا کړی.
۴ـ زمو ټولنه کې غیرې قانوني رسم او رواجونه، هر کله جې یو هلک واده کوی نو د هلک له کورنی څخه زیات ولوار اخیستل کیږی همدارنګه خپلوان ورته د دواده په ورځ زیاته شیرنی اخلی او که چیرې د شیرنی پر ځای هغه بله غریبه کورنی خپل ځان لپاره غواړی پری واخلی نو د یوه هفتی لپاره به ورته کفایت وکړی.
۵ـ زموږ په ټولنه کې پیغور هم ډیر د اقتصاد لپاره زیان دی. زیاتره ځوانان بل غریب ځوان باندې خاندی ځکه کالۍ یې خراب وي او میلمستیا نشی جوړولی، بی واده ګرځی، موټر نه لری، نو دغه ځوان مجبوریږی چې په خپله کورنی غذا ونه خوری حو صرف د پیغور په ځواب کې پیسي قرضه کړی او همدارنګه ورته په ښځوکو کې هم سره یو بل پیغورونه ورکوی چی تل منفی تثرات اچوی.
۶ـ مسافر ځوان له خارج هیواد څخه راغلی وی، نو خپل ملګري او دوستان سره د خپلو کورنی غړو ډلی ډلی ورته د ښه راغلاست په بنه ورځی نو څو ورځی پرې میلمستیا جوړ وی او هر کله چې بیرته خپلو کورونو ته ځی نو بیا تخفی هم غواړی که هغه غریب مسافر په کالونو کالونو مسافر هم وو نو دغه باید وکړی، ځکه بیا حو له حلکو شرم دی چی دغه ډول د اقتصاد لپاره لوی زیان بلل کیږی.
۷ـ زموږ په ټولنه کې زیاتره حلک کم وخت کار وکړی او زیات وخت بی ځایه او بغیر د کومی ګټی وخت تیروی حتا که هغه په صحت روغ او جوړ هم وی او هر وخت وایې چې پریږده نه شل کیږی! د غه هم د اقتصاد لپاره لوی زیان کیدلی شی.
۸ـ زموږ په ټولنه کې زیاتره حلک په دغه فکر وی چې باید په کم معاش کار ونکړو او معاش باید زیات وی لکه د احمد معاش، چی دغه ډول کړنی او فکر انسان لپاره د اقتصادی ستونزو لامل کیداشی.
۹ـ په هیواد کې بی امنیتی هم د یوه کورنی اقتصادی ستونزو غټ لامل کیداشی.
همدارنکه ټولی نوره ورته کړنی او فکرونه د حلکو اقتصادی ستونزي کچی لوړه وي نو باید کوشش وکړی شی چې په یوه کورنی کی د کور مشر ورته ډیره توجه وکړی تر څوخپله کورنی یې په راتلونکی کې اقتصادی بحران سره مخامخ نشی.
په درنښت
27 Dec 2016