د فقر د وېرې نښې نښانې


بې تفاوتي: د لېوالتیا نه درلودل، د فقر او بېوزلۍ د له منځه وړلو د ارادې نه موجودیت، د ژوند د هر ډول ناخوالو په سړه سینه زغمل، روحي او جسمي ټنبلي، د نوښت، تصور او شوق فقدان یا کموالی او په ځان د کنټرول له لاسه ورکول د بې تفاوتۍ ځانګړنې دي.
زړه نا زړه والی: نورو ته د ځان په اړه د فکرکولو د واک سپارلو عادت یا ګوښه والی غوره کول.
شک: د تېروتنو پر مهال د بښنې غوښتل، صفایي وړاندې کول، د خپلو نیمګړتیاوو پټول او د بریا ترلاسه کولو په اړه په ځان بې باوري.
اندېښنه: د خپلو غلطیو پړه پر نورو اچول، د ظاهري بڼې په اړه بې پروايي، په تریو تندي او بدخلقۍ له نورو سره چلند، د الکولي مشروباتو په استعمال کې افراط، د مخدره توکو استعمال، قهر او غوسه، نا انډولي او د کمترۍ احساس.
له حده ډېر احتیاط: په هر څه کې د منفي ټکو لټول، د بریالیتوب ترلاسه کولو ته د دقت پر ځای د احتمالي ناکامیو په اړه فکر او خبرې کول، د ناخوالو د رامنځته کېدو په اړه هر اړخیز پوهاوی، خو د هغه د مخنیوي لپاره د وړ پلان نه جوړول، د مفکورو او پلانونو د عملي کولو لپاره د یوه مناسب وخت په تمه کېناستل او د دغې تمې په همېشني عادت بدلول، د هغو کسانو په پام کې نیول چې ناکام شوي او د بریالیو کسانو له پامه غورځول، او د خوړو ناسم استعمال چې بدهضمي، قبض، د معدې تېزابیت، تنفسي ناروغي او بد مزاجي رامنځته کوي.
لټي او ټنبلي: د نن کار سبا ته پرېښودل، د کار لپاره د بېلابېلو پلمو او دلایلو جوړول. دغه نښه نښانه له حده ډېر احتیاط، شک او اندېښنې له نښو نښانو سره اړخ لګوي. د احتمالي مسوولیتونو نه منل. له ستونزو او ناخوالو سره تفاهم او جوړ جاړی له مبارزې غوره بلل. د شتمنۍ، نېکمرغۍ، خوښۍ او قناعت تر لاسه کولو پر ځای پر کم عاید او شته امکاناتو اکتفا کول. ددې پر ځای چې تر شا بېړۍ و سوځول شي او پر شا تګ ناکام وانګېرل شي، د احتمالي ناکامیو لپاره پلانونه جوړول. پر ځان د بسیاینې، مشخص هدف، پر ځان کنټرول، نوښت، شوق، لوړ فکري او د سالم استدلالي قوت کمزورتیا یا په ډېرو مواردو کې بشپړ نه موجودیت. د شتمنۍ د توقع پر ځای د فقر اټکل. موخې ته د رسېدو په لار کې د هغو کسانو پر ځای چې د شتمنۍ توقع لري او تر لاسه کوي، له داسې کسانو سره ملګرتیا او د موخې تعقیبول، چې د فقر او بېوزلۍ په وړاندې ماتې مني.
پیسې خبرې کوي
ښايي د یو چا په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شي چې "ولې دې د پیسو په اړه کتاب لیکلی او ولې دې شتمني یوازې په پیسو اندازه کړې ده؟" ځینې کسان ښايي باور ولري، چې د پیسو ترڅنګ یو شمېر نورې شتمنۍ هم شته، چې خلک ورته ډېره لېوالتیا لري. دا یو حقیقت دی او دوی په حقه دي. زه هم دا منم چې ځینې نورې شتمنۍ هم شته، چې له پیسو سره نشي پرتله کېدلی، خو په میلیونونو وګړي پدې باور دي"هغه پیسې راکړه چې زه ورته اړتیا لرم او نور ټول هغه شیان چې زه یې غواړم، پخپله یې پیدا کوم."
دا چې ما د پیسو ترلاسه کولو د لارو چارو په اړه دا کتاب لیکلی، عمده لامل یې هغه واقعیت دی، چې په میلیونونو وګړي له فقر څخه د وېرې له امله فلج شوي دي. دا چې دغه وېره پر یوه سړي څه کانې کوي، ویسټبروک پګلر یې په اړه په نیویارک ورلډ ټیلیګرام کې داسې توضیحات وړاندې کړي:
پیسې یوازې د اوسپنې سکې یا کاغذي ټوټې دي، ددې ترڅنګ د زړه او روح خزانې هم شته، چې د پیسو په وسیله نشي اخیستل کېدی، خو ډېرخلک چې مفلس دي، پدې نه پوهېږي او خپلې روحیې یوه با ثباته حالت ته نشي ورګرځولی. یو کس چې بېکاره او بې روزګاره شي او په یوه ناکاره پرزې بدل شي، په هغه څه داسې ټکه لګېدلې وي چې له کږې خولې، ځوړندو اوږو، سربداله ګرځېدو او د کتلو له انداز څخه یې روحیه له ورایه تشخیصېدلی شي. هغه په داسې حال چې د کار او روزګار لرونکو وګړو په منځ کې ژوند کوي، د کمترۍ او حقارت له احساس څخه تېښته نشي کولی، سربېره پدې چې پوهېږي هغوی د شخصیت، هوښیارتیا او وړتیا له مخې د ده برابري نشي کولی.
دا کسان که څه هم دغسې یوه کس ته د ملګرتیا او صمیمیت احساس ورکړي، خو بیا هم په هغه د لوړوالي او ترحم حس پریږدي او ربړوي یې. هغه کولی شي، د یوې مودې لپاره د پور په وسیله خپل روزګار پر مخ یوسي، خو پدې کار سره هغه خپل ژوند پرمخ نشي وړلی او تر ډېره پورونه نشي اخیستلی. ځکه چې پور اخیستل په خپل ذات کې یو تریخ احساس او ځوروونکې تجربه ده او د پور پیسې د سړي د کار په بدل کې د ترلاسه شویو پیسو خوند نلري او روحیه کمزورې کوي. له شک پرته، چې دا کار په هغو کسانو چندان اغېز نه کوي چې له مفت خورۍ سره یې عادت کړی وي، خو د هغو کسانو په روحیه چې له خپلو سترګو نه وي لویدلي او پر بسیاینه یې فطرت وي، سخت بد اغېز پرې باسي.
ښځې بیا په ورته ناخوالو کې توپیر لري. موږ په ځینو مواردو کې د ښځو په اړه داسې فکر نه کوو، چې ګویا بې روزګاره کېږي او له مفلسۍ سره مخ کېږي. ډېرکم داسې لیدل کېږي، چې هغوی دې نورو ته په لارو او کوڅو کې د سوال لاس وغځوي او په هغو کتارونو کې یې موجودیت خورا کم وي، چې د اړو کسانو لخوا جوړ شوي وي. له شک پرته چې زما موخه هغه سپین سرې او بې لاس او پښو مېرمنې ندي، چې د مفت خورو نارینه وو په څېر د نورو پاتې شوني خوري، بلکې زما هدف ځوانې، هوښیارې او سپېڅلې مېرمنې دي. ښايي دغه مېرمنې هم له ناخوالو سره د مخامخ کېدو په صورت کې نهیلې شي، خو خپله نهیلي نورو ته نه ښکاره کوي. دوی که ډېرې مجبورې شي، ښايي ځانوژونه وکړي.
کله چې یو نارینه بې روزګاره او مفلس کېږي، هغه بیخي لاس او پښې خطا کوي او سربداله کېږي. هغه ښايي په کیلومټرو واټن ووهي ترڅو یو کس وګوري او د یوه جزيي کار روزګار پیدا کولو غوښتنه ترې وکړي. خو هلته هم دا ځواب ترلاسه کوي، چې پر دندې یې بل څوک ګومارلی دی. له دې ټولو منډو ترړو سره سره هم هغه بې روزګاره ګرځي راګرځي او هېڅ نه پوهېږي چې څه وکړي. هغه د مغازو له کړکیو دننه ګوري او په داسې حال کې چې نور خلک په پوره لېوالتیا سره ورننوځي او پکې ډول ډول شیان په پیسو رانیسي، د حقارت احساس کوي او ساړه ساړه اسویلي یې له خولې وځي. په کوڅو او سړکونو کې سربداله ګرځي او یا یوه کتابتون ته ورننوځي او کښېني، خو موخه یې د یوه کار او دندې موندل نه بلکې موخه یې هلته د ستومانۍ لرې کول او دمه کول وي ترڅو بیا ګرد وګرځي. ښايي هغه پدې نه وي پوه، چې که څه هم ظاهري بڼه به یې روغه وي خو دغسې بې هدفه ګرځېدل راګرځېدل یې له دننه څخه خوري. ښايي هغه لاهم هغه جامې پرتن کړي وي، چې د برحالې دندې پر مهال یې اخیستې وې، خو جامې او ظاهري بڼه د وجود له داخل څخه خراب شوی وضعیت نشي بدلولی.
هغه زرګونه کسان ویني چې دوکانداري، سوداګري یا کوم بل کاروبار کوي او په کار بوخت دي. د نورو بوختیاوې او کار روزګار د هغه روحیه دومره کمزورې کوي، چې فکر کوي دی اصلاً ددې کسانو په څېر خپلواکي، شخصیت او نارینه توب نلري او د وخت په تېریدو سره ځان ورته بې مانا ښکاري او له خپلو سترګو لویږي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.