د یتیم زوی غــــــــــــــــــــږ!

 
یتیم زوی په ډیر شوق سره غواړی چی ښوونځی ته لاړ شی، چی د خپلو دوستانو سره سیال شی، نو یتیم زوی له مور څخه څه غواړی او مور یې ورته څه وایې ؟  
زوی: مورجانی قلم او کتابچه نه لرم !
مور: زویه درته اخلم یی خو یو څو ورځی صبروکړه!
زوی: مورجانی ښوونکی رانه هره ورځ دکورنی دندي پوښتنه کوی خو زه قلم او کتابچه نه لرم!
مور:زویه لږصبروکړه یو څودانی هګې د نوره هم زیاتي شی بیا به یی درته وپلورم او هرڅه به درته واخلم!
زوی:ښه مورجانی زه نن ورځ ښوونځی ته ځم ـ لاړم دخدای په امان !
مور:زویه خدای دمل شه اولوی شی!
زوی (اخمدجان) ښوونځی ته لاړو دخپلو همصنفیانو سره یوځای په ټولګی کی کیناست.
همصنفی: ای اخمده ستا کالۍ خو ډیرخیرن اوته هم چټل یې، ولی پلار نه لری چی کالۍ درته واخلی؟
زوی احمدجان: نه پلارمی تیرکال په ښارکې په یوه چاودنه کې شهید شو،خومورجانې رته ویلی دی چی هرڅه به درته اخلم .
ښوونکی: غوږشي ! په نوبت نوبت خپلې کورنی دندي راوړی چی ویې ګورم، ټولوهمصنفیانو کورنی دندي راوړی اوښوونکی وکتلې، داخمدجان نوبت شوخو اخمدجان خپله کورنی دنده نه درلوده ښوونکی ورته په غوسه شو وویل: ولی؟
اخمدجان: ښوونکی صاحب قلم اوکتابچه نه لرم،خومورجانې رته ویلی دی،چی درته اخلم یې!
ښوونکی: ښه ښه له صنفه ووځه، کله چی کتابچه اوقلم ولری نوبیا راشه!
ټولو همصنفیانو په اخمدجان پوری وخندل اواخمدجان کورته راغلو او مورته یې وویل: ولی مورجانې زما پلارمړکیدو او ولی زه بی پلاره شوم ؟
مور: زویه! هر څه د خدای(ج) سره دی او خدای(ج) مهربان دی،هغې بلی چرګې هم نن ورځ هګۍ کړی، که خدای(ج) کول نو په څوورځو کی به هګې زیاتې شی،نوبیا به یې وپلورم او هرڅه به درته واخلم.
زوی: ښه موری زه وږی یم لږڅه راکه چی ویې خورم!
مور: ښه زویه دغه څه بیګاه پاتی وو د غه وخوره!
زوی: وای!وای! موری موړ نه شوم!
مور:حیردی زویه تربیګاه پوری صبر وکړه نو له ګاونډیانوڅخه به څه دخوراک لپاره درته راوړم!
مور:واخ!واخ! زویه په سر می درد شو!!
زوی: ښه موری! لاړم چی ډاکټر راولم ،اخمدجان لاړو چی د خپلی مورلپاره ډاکټر راولی.
ډاکټر: ځه ځه ووځه، ته غریب او بی پلاره زوی یې، که چیری تاته دوا درکړم نو څوک به ماته دهغی قیمت راکړی؟
زوی: هی ډاکټرصاحب! خدای ته وګوره مور می ناروغه ده، مهربانی وکړه، مرسته راسره وکړه هغه څو دانی هګۍ لرم هغه به درکړم د دوا په بدل کی.
ډاکټر: سمه ده ، ډاکټر داخمد مورجانی ته دوا ورکړه اوهغی ټولی شوی هګۍ د دوا په بدل کې واخیستي، د ورځو او شپو په تیریدو سره داخمد مورجانه روغه شوه او سهار شو.
مور: زویه خیر دی! د یو څو ورځو لپاره ښوونځی ته مه ځه، کله چی نوري هګۍ راټولی کړم،نو بیا به په پلورلو تاته هرڅه واخلم ، خو د یو څو ورځو پاتی کیدل له ښوونځی څخه د هغی امتیحانونه هم خلاص شول. احمدجان ناکام شو، خو د څه مودی په تیریدو سره داخمدجان کورنی دغی ته اړ شوه، چی اخمدجان په ماشومتوب کی کاروکړی، ترڅو د خپلی مورجانی لپاره یوه خوله ډوډی پیدا کړی،اوخپل استعداد يې د خاوروسره تل خاوری کړ،اوهغه ناپوه ،بی تعلیمه، نه هیلې درلودونکی او د هغی ټولنی لپاره نه ميوه درلودونکې شو.
داحمدجان غـــــــــــــــــږ:
۱ـ ایه زه انسان نه یم ؟
۲- ایه زه د ژوند کــــولو خق نه لرم ؟
۳- ایه زه باید بی تعلیمه پاتی شم ؟
۴- ایه زه د سولیز ژوند کولو خق نه لرم ؟
۵- ایه زه باید له هغی څه پاتی شم چی ماته خدای(ج) طبعی پیداکړی دی ؟
۶- ایه زه خق نه لرم چی د خپلی ټولنی لپاره سالم پاتی شم ؟
۷- ایه زه هغه څوک یم چی تل می یتیم پاتی کړی ؟
۸- نو که خق لرم نو ولی ولی ولی ؟
14-Nove-2015