
ډیرو خلکو ته په کتو چي هغه یو په فزیکي پیاوړتیا اوغښتلی څښتنانوي،د زده کړو دوره ئې مکمله کړي،ښه لایق او پوه وي، خو دا ځوان هر څه په فزیکي حیال کې لري،خپل ځان مغروره محسوسه وي، خوکله چي په غونډو،شوراګانو او یا د دوستانو په منځ کې د یوځانګړی شوي موضوع په باره کې د تشریح او څه وینا کولو لپاره ورته بلنه ورکړل شي،بیا دا ځوان يو ډول خبری کوي چی تشریح او وینا یې هیڅ مفهوم نلری، که هر څومره د ځانګړی شوي موضوع په اړه ښه معلومات ولري، ورته ویل او تشریخ يې سخته او مشکله تمامیږي. همدارنګه چي کله د ځوان د خپلی مسلکی وظیفې لپاره وګمارال شي،دخپلې اداری مشر او اداری کارکوونکو ته دخپلی وظیفی مربوط پلانونه او کړنې په منظم ډول نشي تشریح کولاي او په ادره کې دده څخه په ټیټو رتبو کې کارکونکو ته دهغوي غلطي او کارکول نشي ورته په ګوته کولای،که څه هم دغه دده مسؤلیت او دنده وی.
د خپلو دوستانو سره خبری کول،یو چاته د خپلي غلطی په ګوته او مسؤلیت ورپیژندل،په مثبت نظر باندې منفی فکر کول او داسې نوری کړنی دده لپاره سختې او په ویره کې محسوسیږی نو دا ټولې هغه کړنې دی چی ځوان په خپل راتلونکې کې د ژور خفګان،مایوسیت،روهی ناروغی او نکامې سره سر او ګرېوان کوی.
یو دا نه چي ددغی ځوان په راتلونکې منفی اغیزې اچوي بلکې دده اولادونه هم ورته منفی اغیزیو سره مخامخ کیږي، وايې چې: د اوبو رنګ له پاسه خیړیږي ، همدا ده چی د پلار اومور بیا نه توانیږی چي خپل اولاد په سالم ډول يې روزنه او پالنه وکړي.
نو علت یې دادې چي دغه ځوان په ماشمتوب کې له خپل پلار او مور له خوا تهدید او هر وخت يې په وړو غلطیو سخت رټلی او تهدید کړی دی. زمونږ ټولنه کې زیات شمیر پلار او مور په دغی فکر دي،که چیرې ماشوم په ماشمتوب کې تهدید شی نو دغه ماشوم څخه ښه انسان جوړیږي.
نه داسی نه ده! برعکس وایم چی د ماشوم د روزنې او ښوونې لپاره باید د ماشوم سره له ښې رویې او ښې سولوقو څخه کار واخیستل شي تر څو د ماشونتوب دوره یې ښه بنسټ کیښودونکې وی،ماشومتوب د کوچنی میوه ونی په مثال ده،که چیری د میوی ونه په خپل وخت کیښودل شی ،پالنه او روزنه ښه اوپه خپل وخت وشی نو حاصل به يې ښه وی همدارنګه د رسول (ص ) حدیث دي چی: په ماشومانو تل رحم اوخواخوږي وکړی.
ماشومانو ته باید د الله (ج) د رضا په خاطر پند او نصیحت وشی او له دوزخ څخه وژغورل شی. ماشوم سره مینه کول هم خورا مهمه کار دی له اولادونو سره باید داسې مینه او محبت وشی چې دوی یې مزه احساس کړی. مینه او محبت دومره اړین دی که چیرې یو ماشوم د سزا مستحق هم وی باید وبښل شی. بله مهمه خبره ماشوم ته خبرداری ورکول دی، موږ معمولاً دا هڅه کوو چی ماشوم ته ووایو چی د هغه شخص لاره سمه نه ده. دا ډول خبرې ماشومانو لپاره د پوهولو او تفاهم وړ نه دی، ځکه چی ماشوم مخکې باید پر دې پوه شی چې له مور او پلار سره مینه درلودل او نه درلودل څه ګټې او زیانونه لری؟ وروسته باید هغه پر دی پوه کړل شی چې الله (ج) دغه کار نه خوښوی او هغه څه چی الله (ج) نه خوښوی په مقابل کې سزا ورکوی او هغه په دنیا او اخرت دواړو کې له مینې او محبت څخه محروم پاته کیږی.