په پاکستان کې دپوځ او حکومت ترمنځ نوی ټکر او اختلافات

 
د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شریف دوه ورځې وروسته امریکا ته روان دی. دا شپږ ورځنی سفر د امریکا په غوښتنه نه بلکې د راحيل شریف په غوښتنه ترسره کېږي. دپاکستان دپوځ لوی درستیزچې د پاکستان اصلي واکمن ګڼل کېږي، په داسې وخت کې د امریکا دسفر غوښتنه کوي چې درې اونۍ وړاندې ددې هېواد صدراعظم نواز شریف امریکا ته په رسمي سفر تللی و.
 ددې ترڅنګ درې ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا یوه داسې اعلامیه خپره شوه چې په حکومت باندې یې انتقاد کړی و چې ګواکې حکومت دترهګرو په ځپلو، د قومي عمل پلان په پلي کولواو د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په برخه کې له پوځ سره مرسته نه کوي او همدارنګه یې حکومت ته امر کړی و چې دګډوڅېړونکو کمېسیونونو کارونه ژر تر ژره بشپړ کړي. دغې اعلاميې په پاکستان کې هنګامه خپره کړه او ټول يې حيران کړل. دوه ورځې وړاندې دا موضوع د پاکستان په پارلمان کې هم راپورته شوه اود ولسي جرګې د غړو ترڅنګ محمود خان اڅکزي په ډاګه وويل چې دا اعلامیه دپاکستان د اساسي قانون د روح پر خلاف ده او پوځ د حکومت  دیوه اداري واحد  په توګه نه شي کولی چې حکومت او په ټوله کې دولت وګواښي. اڅکزي دا هم ورزياته کړه چې که چيرته ددې دواړو شریفانو لارې سره بېلې شوې نو دی به د ولسي شریف سره وي.
د پوځ د وروستۍ اعلاميې په ځواب کې حکومت يوه دوستانه اعلامیه خپره کړه او ایالتي حکومتونو ته يې امر وکړ چې له پوځې ادارو سره همکاري وکړي.
داسې برېښي چې د پاکستان پوځ ددې ډول اعلاميې په خپرولو څو هدفه ترلاسه کړي. لومړی داچې لوی درستیز راحيل شریف دوه ورځې وروسته امریکا ته روان دی اوپه دې توګه غواړي امریکا او نړیوالو ته پیغام ورکړي چې پوځ د ترهګرو او طالبانو ځپلو ته ژمن دی خو حکومتي ادارې ورسره مرسته نه کوي، ځکه چې تر ډېره به ددې سفراصلي موضوع  ترهګري اود افغانستان وروستي حالات وي. دویم داچې د پاکستان  پوځ  خپلو خلکو او مدني ټولنې ته  پیغام ورکړچې د پاکستان پوځ کولی حکومت وننګوي اوکه اختلافات زیات شول ښايي دا حکومت له منځه لاړشي او پرځای یې دپوځ دخوښې حکومت راشي چې په دې برخه کې يې عمران خان وار د مخه چمتو کړی دی.
په پاکستان کې د حکومت جوړونې او ړنګونې په برخه کې دامریکا خوښه هم ډېره مهمه ده، نو له همدې امله د نوازشریف اوسنی حکومت اومدني ټولنه دراحيل شریف دغه ناڅاپي سفر ته دشک په سترګه ګوري او داسې انګيري که راحيل شریف په امریکا کې د پوځي چارواکو تر څنګ له سیاسي چارواکو سره هم ليده کاته کوي نود بحث موضوع به يې څه وي؟
په پاکستان کې هميشه پوځ له حکومت نه ځان پورته ګڼي او هر وخت دخپلو ګټواو امتیازاتو د اخیستو په لټه کې وي خو که چيرته حکومت دپوځ هرې خبرې ته دهو سر ونه خوځوي نو دوام یې له منځه ځي. یو کال دمخه چې د پېښور دپوځي ښوونځي پېښه رامنځته شوه نوپوځ دحکومت په ټولو چارو کې ځان ورشامل کړ، سیاسي ګوندونه او پارلمان يې اړ کړ چې د اساسي قانون مادې هم ورته بدلې کړي او پوځې محکمې رامنځته کړي. تيرکال چې د وزیرستان پراخه عملیات پیل کېدل نو د پیل او څرنګوالي اعلامیه يې دنواز شریف له خوا نه بلکې د راحيل شریف له خوا خپره شوه. د پاکستان د پوځ وروستی امتیاز دا و چې د نواز شریف د ملي امنیت سلاکار یې وربدل کړ اود بلوچستان پخوانی پوځي قومندان ناصر جنجوعه یې ورته وړانديز کړ. په دې وروستیو کې داسې ګونګوسې راپورته شوې وې چې نواز شریف امریکا او نړیوالو ته ګيله کړې وه چې موږ خو له هند او افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو پوځ مو دې کار ته نه پرېږدي.  امریکا ته د نواز شریف د وروستي سفر په لړ کې  د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ دلشکر طیبه  (چې پاکستان د پوځ ملاتړې ډله ده چې په کشمیر او افغانستان کې پټه جګړه کوي) دله منځه وړلو په اړه هم خبرې شوې وې او په ګډه اعلامیه کې هم ځای ورکړل شوی و. له دې ټولو خبرو وروسته دې پایلې ته رسېږو چې د پاکستان د پوځ او حکومت تر منځ وروستي ټکرونه او ختلافات امریکا ته د لوی درستیز له سفر سره تړاو لري اوښايي د سیاسي موافقې په صورت کې دنواز شریف حکومت ړنګ او له سره انتخابات وشي اود پوځ د خوښې حکومت رامنځته شي.