
مجاز له منځه لاړ شي حقيقت پکې پيدا شي
بوسه چې ترې نه واخلم کرامت پکې پيدا شي
ښکلا ته که د سر په سترگو گورې نو خبر شه
د زړه په سترگو گوره چې جنت پکې پيدا شي
تصوير پکې د يار د مخ پوره کله ځايېږي
هنداره چې وړه وي نوحيرت پکې پيدا شي
پړاو د سړيتوب ته يې لا ډېر مزل وي پاتې
د ښکلو په لېدلو چې شهوت پکې پيدا شي
اخير به اناالحق ناره ساده په چيغه وکړي
چې تا ته درنږدې شي ستا صفت پکې پيدا شي.
ساده حيدرخېل
١٠ /٠٣/١٣٨٦
حيدرآباد