
زړه چاته ورکړم او له چانه يې راټول کـــــــړمــه
خدايه دا سوي اسوېلي مې څنګه تول کــــړمه
د اسمانونو له ورغــــوو نه را وڅڅـــــــــــــــېده
زه په يوازې څنګه جوړ د سپوږمۍ شپول کړمه
پرېږده چې ټکــنده غرمې پرې تـــــنـده و وروي
ســـــتا په يادونو به اوبه د زړه غاټــول کـــړمــه
چـــې ســتا خبرې يې د زړه تلې ور وتخـــڼوي
د ســـتا شډل جـــانان به څنګه غزلبول کــړمه
محب الرحمن محب