
ناآشنا:
هغه په لومړي ځل دومره ډیر پلی سفر کړی وو، د دغه ناآشنا ښار کابو هره کوڅه يې ګز او پل کړه، ما خوستن ناوخته چې په پارک کې په څوکۍ ویده کېده د ښار نقشې ته چې په پارک کې په یوه څنډه نصب شوې وه ځیر شو او ترخه موسکا یې په شونډو خپره شوه...
بې وزلي:
ډیره شیبه په رسټورانټ کې په یوه څوکۍ ناست وو او شاوخوا یې کتل، هیڅ یې ونه خوړل، او په وتلو کې یې لاس پریمینځل او په هینداره کې خپلې څیرې ته موسک شو...
خوب:
ځینې وختونه خوشحاله شم چې تر ناوخته پورې خوب نه راځي ښايي خوښي مې له دې امله وي چې څو شېبې زیاتې په غړیدونکو سترګو په دې نړۍ کې حضور لرم...
ژوند:
ژوند لکه لنډه کیسه چې کشمکش او غوټه نه وي پکې پای يې بې خونده راځي...
ژوند راته لکه ترخه او اوږده کیسه داسې شوې، ډیر وخت مې زړه وغواړي چې ژر یې یوه خوشحالوونکي پای ته ورسوم او یا کیسه ګۍ ترې جوړه کړم...