
امریکا پنځه جګړې له کومې ګټې او لاسته راوړنې پرته پیل کړې دي دا د امریکايي مجلې(دی نیشنل انترست) دراپور سرلیک دی، هغوپنځو ناکامو جګړو ته یې اشاره کړې ده،چې امریکا ډک لاس ورننوتې او تش لاس ترې راوتې ده.
۱۸۱۲ جګړه
دا دامریکا لومړنۍ جګړه ده، چې په ۱۸۱۲ ز کې د انګلستان او امریکا تر منځ شوې ده، دجګړې پرمهال څرګنده شوه، چې امریکا پوره چمتووالې هم نه درلود، په پیل کې امریکايي سمندري ځواکونو یو څه دپاموړ لاسته راوړنې درلودې، خو برتانوي سمندري ځواکونو په جګړه کې خپله موخه تر لاسه کړه او دامریکا پلازمېنه یې وسوځوله.
دسیوکس ستره جګړه ۱۸۷۶
امریکا له دې وروسته په ۱۸۷۶زکې د سیوکس په نوم ستره جګړه راپیل کړه او دا ځل یې د خپل پوځونه د اراباهو، شایان او لاکوټ قبایلو پسې واستوه، چې دلته یې هم ستره او تاریخي ماتې په برخه شوه، دا نو دامریکا په نظامي تاریخ کې تر ټولو ستره هغه ده، په همدې جګړه کې یې په زرګونو سرتیري له لاسه ورکړي دي.
لومړۍ نړیواله جګړه
مجله لیکي: د۱۹۱۴ ز په اګست کې، چې په اروپا کې نړیواله جګړه ونښته ، امریکايي سیاستوالو دا نظر درلود، چې دا داروپا کورنۍ موضوع ده، موږ په کې دلاسوهنې حق نه لرو، خو وروسته یې په کې لاسوهنه پیل کړه ، جګړه، چې ۱۸میاشتې روانه وه امریکا په کې خپل ۱۱۶ زره سرتیري له لاسه ورکړي وو.
د ویتنام جګړه
په پیل کې جګړه د ډیموکراتیک جمهوري ویتنام او سویلي جمهوري ویتنام تر منځ وه، امریکا هم له سویلي ویتنام سره یو ځای شوه، دا جګړه د ۱۹۵۶ -۱۹۷۵ تر منځ شوې ده ، امریکا په کې خپلې ۱۵ جنګي الوتکې ، ۹۳لوړپوړي نظاميان او ۵۷.۵۲۲ سرتیري له لاسه ورکړل او له ویتنام څخه په شا شوه.
دخلیج درېيمه جګړه
امریکا په ۲۰۰۳ز کې دصدام حسین د حکومت د ړنګولو په موخه پر عراق برید وکړ او پلمه یې دا وه، چې هلته دوست او ډیموکراتیک نظام رامنځته کوو، پراخه ویجاړونکې وسلې او عراقي ترهګرې شبکې له منځه وړو.
دصدام حسین حکومت خو یې ړنګ کړ، خو په عراق کې یې نظام رامنځته نه شو کړای، او په عراق کې کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړه رامنځته شوه، امریکا په د زرګونو سرتېرو سربېره په ملیاردو ډالر له لاسه ورکړل او عراق ته یې داسې زیان ور واړوه، چې جبېره کول یې اوس دهیچا دوس خبره نه ده او پردې سربېره په ملیونو عراقیان ګډوال او همدومره نور ووژل شول او اوس عراق دکورنۍ او مذهبي جګړې په لمبو کې سوځي.
له جګړې وروسته څېړنو وښوده، چې د پراخه ویجاړونکو وسلوخبره هسې یوه پلمه وه او کوم حقیقت یې نه درلود، امریکا خپل سرتیري وویستل خو عراق اوس هم دجګړې بیه اداء کوي.
پایلې
مجله لیکي: له ناکامو جګړو څخه ځان ژغورل د چارواکو مسوولیت دی، پخوانی ولسمشر جورج واشنګټن یوه تاریخي مقوله لري:( امریکا متحده ایالات باید تل هڅه وکړي،چې له هغو جګړو ځان وساتي،چې اړتیا یې نه وي، له بهرنیو نښتو ځان ډډې ته کړي).
امریکايي چارواکي اړ دي وړاندې له دې،چې کومه بهرنۍ جګړه پیل کړي باید دخپل مشر دا سپارښتنه په پام کې ونیسي.