د لس کاله وړاندې یو داستان، هغه کرد چې د داعش مخه یې ډب کولای شوه

 
 
نږدې لس کاله وړاندې القاعدې خپل یو استازی ابو مصعب الزرقاوي  ته استولی و، چې ورڅخه وغواړي خپلې ترهګریزې چارې یو څه راکمې کړي. دسفر  وضعیت او ناکامي ددې لامل شوه، چې د داعش راپنځیدو ته لار هواره کړی ... نوره کېسه دلته  ولولئ.
د ۲۰۰۶ ز داکتوبر پر ۱۶ د ترکیې په سویلي ښار غازي عنتاب کې له ترهګرۍ سره دمبارزې دپولیسو دمشر ټیلفون وګړنګیده، ټیلفون کونکي دخپل هویت  په اړه هیڅ ونه ویل او نه  رسمي مکتبونو دهغه دجنس په اړه څه لیکلي دي، خو دپولیسو مشر ته یې ډېرمحرم  مالومات  ورکړل، چې یو شمېر ایرانیان دغازي عنتاب له لارې غواړي (کیلیس / دسوریې پولو ته نږدې ترکيي سیمه ده) ښار ته سفر وکړي، د ایرانیانو پاسپورټونه جعلي دي، تیلفون کونکې دا هم زیاته کړه، چې یاده ډله  M006479 شمېره لرونکې موټر په کرایه نیولی دی.
په سوریه کې دکورنۍ جګړې له پیلیدو څخه راوروسته ، نړۍ پوره پنځه کاله  غازي عنتاب ښار له پامه غورځولی و، همدا سیمه،د مختلفو سړیو او ښځو دراټولیدو پر مرکز بدله شوه، دلته بهرني جنګیالي، څارګر،خبریالان ، دخیریه موسسو کارمندان ټول راغونډ شوي وو.

غازي عنتاب د داعش دجنګیالیو د جلب وجذب مرکز و، له همدې ځایه به جنګیالي داسلامي خلافت ! له دولت سره یوځای کېدل.
تر ۲۰۰۶ ز پورې دخلافت دولت نه و رامنځته شوی، خو په غازي عنتاب کې یو شمېر بهرنیان وو او دM006479شمېره لرونکي موټر د ډیرو پام دځان لور ته  ور اړولې و.
دهغو پټو مالوماتو اغیز سوکه سوکه راڅرګندیده، چې نومورکي کس دپولیسو مشر ته ورکړي وو، داکتوبر پر ۱۶ پولیسو دغازي عنتاب پوهنتون په سویل لویدیزه برخه کې  دپورته شمېرې لرونکی موټر ونیوه، په موټر کې دوه سړی، یوه مېرمن او څلور ماشومان سپاره وو.
د ډلې مشر ځان دمحمد رضا رضائي په نوم ور وپيژنده، چې دایران دی، همدا نوم په پاسپورټ کې هم لیکل شوی و.
  
په غازي عنتاب کې دبهرنیو اتباعو اداره درضائي پر پاسپورټ شکمنه شوه، پولیسو ته څرګنده شوه، چې دپاسپورټ لرونکی د ۲۰۰۵ ز دنومبر پر لومړۍ نېټه ترکیې ته راننوتی دی، خو په پاسپورټ کې خروجي ټاپه نه وه. رضائي وویل:  څو ورځې کیږي، چې له ایران څخه ترکیي ته  رارسیدلي یو، پردې سربېره کمپیوټر دهغو کسانو د دخول او خروج په اړه هیڅ مالومات نه درلودل، چې له رضائي سره یو ځای نیول شوي وو. پولیسو ته څرګنده شوه، کوم کس ، چې ددې ډلې په اړه دا محرم مالومات ورکړي دي، په حقه دی.
له رضائي څخه رسمي پوښتنې ګرویږنې پیل شوې، تورن کسان وپلټل شول په موټر کې نږدې ۱۰۶۲۵ ډالره ، دوه موبایل سیټه ، دوه سیمکارته او یو لاسي څراغ وموندل شول. پولیسو په هماغه شپه یادې ډلې ته وکیل ونیوه.

تردې مهمه داده، چې  له څیړنو وروسته په پاسپورټ کې ضدونقیض خبرې راووتې، سړی ومنله، چې اصلي نوم یې محمد رضا رضائي نه ، بلکې اصلي نوم یې عبدالرحمن  او دپلار نوم یې یار محمد دی، دایران نه دی.  دافغانستان په تخار کې زیږیدلی دی، له خپلو څلورو ماشومانو او مېرمن سره په کابل کې استوګن و.
دپولیسو په راپور کې راغلي دي، چې محمد پلان درلود، چې اروپا ته ولاړ شي هلته یې سیاسي پناه غوښتله، نوموړي داسی یو هېواد لټوه، چې ده ته ښه دنده او ماشومانو ته یې ښه راتلونکې تضمین کړي او له خپلې کورنۍ سره ارام او سوکاله ژوند ولري، دڅیړنو په پای کې محمد په ترکیه کې دپناه غوښتلو خبره راپورته کړه.
اوس پوښتنه داده، چې محمد اروپا ته  دتګ نیت درلود نو پولیسو یې  څرنګه موټر  پر هغه لار ونیوه، چې سوریې ته  تللې ده؟ محمد ډېر بېخونده لامل ورته وړاندې کړ، وړاندې له دې، چې اروپا ته ولاړ شم، غوښتل مې په روژه کې سوریې ته ولاړ شم او هلته سپیڅلي ځایونه وګورم، زیاته یې کړه څلورورځې کیږي، چې د ترکيي او ایران ترمنځ د (وجوبیزید) بندر  له لارې ترکیي ته رارسیدلي یو.  دوان ښارګوټي په ساحلي برخه کې له  لنډې دمې وروسته غازي عنتاب ته راورسیدو، چې نن سهار پولیسو ونیولو.
دنوموړي له مېرمن ( سونیا) څخه شوو پوښتنو او ګرویږنو هم ورته کېسه راڅرګنده کړې ده.
محمد رضا رضائي افغانستان  ته له بیا استولو سره سخت مخالفت وکړ، پولیسو ته یې وویل: که ترکیه پناه نه راکوي بیا مې پاکستان ته ولیږئ. نوموړي بښنه وغوښته، چې پر جعلي پاسپورټ ترکيي ته راغلی دی زیاته یې کړه، چې په ۵۰۰ ډالره مې په ایران کې رانیولی دی، ایرانیانو راته ویلي دي، چې دافغاني پاسپورټ په پرتله ایرانی دا ورسره مرسته کولای شي، چې څو ځلې ترکیي ته سفر وکړي.
 
 
دا څرګنده نه ده، چې د ترکيي پولیسو به دمحمد رضا په اړه څومره مالومات درلودل،  خو داسې  ویل کیږي، چې دامریکايي استخباراتو سربېره څو نورو اړخونو د نوموړي په اړه ډېر څه پيژندل، استخباراتي راپورونه وايي: د القاعدې دوه ترک نژاده غړي  محمد یلمظ او محمد رست اسیک دواړه ایران ته سفر کړی، چې له محمد رضا سره مرسته وکړي او له کورنۍ سره یو ځای ترکيي ته راولي، چارواکي وايي : یلمظ په افغانستان کې جنګیدلی دی ، کېدای شيد ۲۰۰۳ ز داستنبول په چاودنوکې هم ښکیل وي.
څیړنو وښوده، چې په موټر کې دویم تورن کس، چې له محمد رضا او کورنۍ سره و، دالقاعدې بل غړی محمد بولات و، له محمد رضا او کورنۍ سره یې د ترکيي په غازي غنتاب ښار کې یو ځای شوی و.
مهمه داده، چې ترکيي پولیس پوهیدل، چې په غازي عنتاب کې نیول شوی کس نه محمد رضا رضائي دی او نه عبدالرحمن د یار محمد زوی دی  او نه یې اروپا ته  د تګ نیت درلود.
 دا سړی، چې د غازي عنتاب پولیسو نیولی وعبدالهادي العراقي و، دنده یې دا وه، چې عراق ته ولاړ شي او هلته پر هغو کسانو دالقاعدې مشري او واک ومني، چې د سرکښۍ خبرونه یې  دالقاعدې مشر ته رسیدلي وو. عبدالهادي دپولیسو په مرکز کې پاتې شو، دا یې ومنله، چې په  دنده کې پاتې راغلم، خو نوموړی هغه مهال پردې نه دی پوهیده، چې ددې ناکامۍ اغیز او کچه څومره ده؟ دعبدالهادي په نیولو القاعدې  خپل هغه  مهم غړی له لاسه ورکړ، چې دیوې مهمې او له ګواښه ډکې دندې پر لور خوځیدلی و، چې  القاعدې ته منسوبه کوچنۍ ډله  کنترول کړي، دا ډله وروسته دومره  وپړسیده، چې دجهادي خوځښت د زعامت په  سر یې  له  القاعدې  سره سیالي پیل کړه.
 
داعش یا اسلامي دولت په ۲۰۱۴ ز کې دخلافت اعلان وکړ، کله، چې  په عراق کې دالقاعدې  دڅانګې لخوا داسلامي دولت  ډله رامنځته شوه، هغه مهال دخلافت خبرې نه وې.
په عراق کې له القاعدې څخه جلا شوې ډلې  داسلامي دولت دجوړیدو خبر  دعبدالهادي له نیولو یوه ورځ وړاندې  ورکړ، په عراق کې د دوی موخه  دخلافت رامنځته کیدل وو. له همدې ورځې یې له القاعدې څخه خپله لار جلا  کړه.
په عراق کې دالقاعدې پلویان او غړي  دهغو کسانو مشرۍ ته نه غوړیدل، چې ډیورنډ ته څېرمه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې پټ وو او په عراق کې یې فزیکي شتون نه درلود، همدلته  جلا تنظیم رامنځته او دالقاعدې سیال شو.
دا وه دالقاعدې او هغې ډلې کیسه، چې وروسته د داعش یا اسلامي دولت په نوم وپيژندل شوه، هماغه مهال ټولې هغه هڅې ناکامه شوې، چې دې پخواني جهادي تنظیم  دخپلو مغرورو مشرانو دایلولو په موخه کړې وې، دالقاعدې په تاریخ کې تر ټولو مرګوني درز د ۲۰۰۶ ز په اکتوبر کې رامنځته شو،  په عراق کې دالقاعدې هڅو کومه څرګنده پایله نه درلوده، خو خپل یو مشهور او پیاوړی مشر یې په غازي عنتاب کې زندان ته ولیږه، ځکه همدا مشر  یې دیو سخت ماموریت لپاره عراق ته لیږلی و، چې په ترکیه کې ونیول شو.

په عراق کې القاعده او دعراق  القاعده
له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد سرتیري تازه په  شا شوي وو، چې دتېرې پیړۍ په نویمې لسیزه کې نشوان عبدالرزاق عبدالباقي پاکستان ته  ورسیده، نشوان دعراق دالموصل ښار کرد و، دعراق او ایران په جګړه کې   دعراقي پوځ په لیکو کې دایران پر ضد جنګیدلی و، وروسته  کلونه یې خپل تخلص څو ځلې  اړولې را اړولی و کله به عبدالهادي الموصلي شو، کله به عبدالهادي الانصاري و، خو وروسته بیا ټولو دعبدالهادي العراقي په نوم پيژنده.
دنورو ډیرو جنګیالیو په څېر عبدالهادي هم په پاکستان کې وخت تیر کړې و، په افغانستان کې دکورنۍ جګړې پرمهال به وخت ناوخت افغانستان ته  تللو، خو په ۱۹۹۶ ز کې  په افغانستان کې میشت شو، هغه مهال نو طالبانو دافغانستان ډیری سیمې نیولې وې، عبدالهادي خپلې هغه نظامي تجربې، چې په عراقي پوځ کې تر لاسه کړې وې، دطالبانو خدمت ته وړاندې کړې او د ( الانصار ) په نوم ډله یې رامنځته کړه، دا په طالبانو کې دبهرنیو جنګیالیو ډله وه.
دسپټمبر له پېښو وروسته  د( الانصار) ډلې تشکیل، روزنه او ایډلوژي راڅرګنده شوه، ددې ترڅنګ دعراقي پوځ لارښود/ لایحه  هم  داستخباراتو لاس ته ورغله، چې عبدالهادي له عراقه له ځان سره راوړلې وه.
 
څو کاله وروسته، ځینو شنونکو وویل، دعراقي پوځ دځینو ځانګړو تکتیکونو کارونه  ددې دلیل دی، چې پخواني بعثیان دځینو ډلو تر شا دي او دې ډول عملیاتو ته یې هڅوي. دا به هم کره او سمه وی، چې له کلونو راهسې  دالقاعدې او نورو جهادیانو نظامي روزنې دعراقي پوځ نظامي ګروهه/ عقیده راخپله کړې وه، لامل یې دا نه دی، چې صدام حسین به له دې ډلو ملاتړ کاوه، بلکې هغه سړی، چې دالقاعدې او جهادي ډلو نظامي هڅې یې سمبالولې له عراقي پوځ څخه را جلا شوې وو.
د۱۹۹۸ ز کال په رارسیدو عبدالهادي په القاعده کې دستوري په څېر ځلیده. په کابل کې دالقاعدې دمیلمستون مسوول و، دهغو شپږو عربانو له ډلې و، چې له طالبانو سره یې  داړیکو مسوولیت درلود، دا صلاحیت یې هم  درلود، چې له طالبانو سره دعرب جنګیالیو غوښتنې شریکې کړي، دعبدالهادي نوم د( بامیانو ډله) کې هم ثبت وو. امریکايي څیړونکي وايي:  عبدالهادي  د ۲۰۰۱ ز په مارچ کې دطالبانو لخوا دبودا په ویجاړولو کې هم ونډه درلوده، د ۲۰۰۱ ز په جون کې عبدالهادي دالقاعدې  دمشرتابه شوری دلسیز کسیزې ډلې مهم غړی و، دا ډله دبن لادن  مشورتي ارګان و.
دسپټمبر له پېښو او دطالبانو دنسکوریدو راوروسته عبدالهادي دافغانستان په شمال کې دنظامي قومندان په توګه وټاکل شو، داسې ښکاري، چې نوموړي په هغو پېښو کې هم ښکیل دی، چې له افغانستانه بهر رامنځته شوې دي.
 
دا هم داندېښنې خبره نه ده، عبدالهادي دسپټمبر له پېښو وړاندې دالقاعدې ستراتیژي دعراق لور ته واړوله ددی مهم دلیل دادی،چې نوموړي خپله دعراق دی  او دخپل هېواد هر څه ورته مالوم وو، عبدالهادي په الموصل کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره اړیکې درلودې، دده په میلمستون کې ( دکردانو مرکز) ۹م و، چې ډیری کردي عراقیانو په کې روزنه تر لاسه کړې ده.
عبدالهادي، دابو مصعب الزرقاوي په جلبولو کې مهم رول درلود، الزرقاوي وروسته بیا د داعش / اسلامي دولت  معنوي پلار ګڼل کېده. عبدالهادي په افغانستان کې دبل جهادي ابو مصعب السوري په اړه هغه مهال مالومات تر لاسه کړل، چې نوموړي په کابل کې دده په میلمستون کې دځان لپاره جلب وجذب پیل کړې و، عبدالهادي همدلته دالقاعدې له نورو مشرانو لکه سیف العدل، ابو حفص المصري سره بله ستراتیژي رامنځته کړه او هغه د ابو مصعف الزرقاوي پیاوړی کول و، چې په شام کې ابو مصعب السوري پرې مات کړي.
کله، چی دسپټمبر له پېښو وروسته  الزرقاوي له افغانستان څخه خپل پام عراق ته واړوه دا مهال نو دعبدالهادي اړیکې ډیرې مهمې وې. القاعدې له الزرقاوي سره مرسته وکړه، چې دافغانستان په هرات کې ورته نظامي مرکز جوړ کړي، دې اردني ځوان له  بن لادن سره بیعت نه و کړی، کله، چې الزرقاوي عراق ته ورسیده دالقاعدې له مشرانو سره یې خبرې پیچلي او سخت پړاو ته ننوتې وې، او لامل یې له بن لادن سره دبیعت نه کول و. د۲۰۰۳ - ۲۰۰۴ ز پرمهال الزرقاوي په منظمه توګه له القاعدې مالي مرسته تر لاسه کوله او په ورته وخت کې یې له القاعدې سره دبیعت خبرې هم روانې وې.
دسپټمبر له پېښو راوروسته سیف العدل، عبدالهادي دافغانستان دټولو شمالي ولایتونو نظامي مسوول وټاکه، او  له الزرقاوي سره دالقاعدې داړیکو یوازینی کانال و.
دعراق او سویلي ترمنځ اړیکې تر ټولو سخته دنده وه.  دې پیچلې جغرافیي او استخباراتي عملیاتو ددی سیمې ترمنځ تګ وراتګ له خپل ژوند سره لوبې وې. تیلفوني او برېښنايي اړیکې په ډیره اسانۍ  څارل کېدای شوې. کله، چې الزرقاوي په ۲۰۰۳ ز کې مالي مرسته وغوښته، عبدالهادي سخت ناارامه شو نوموړي اندېښنه درلوده، هسی نه، چې دلېږد پرمهال زموږ دا لږه مرسته هم  ونیول شي. عبدالهادي  له الزرقاوي سره دخبرو لپاره دوه تنه  داستازي په توګه واستول په دې کې پاکستانی حسن ګل  بریالی راووت.
 
 کله، چې د۲۰۰۴ ز په جنورۍ کې حسن ګل له الزرقاوي سره  وکتل، الزرقاوي ورته په  سپینه وویل:  په عراق کې زما ستراتیژي داده، چې مذهبي خونړۍ جګړه رامنځته کړم. نوموړي به شیعه سیاسي او مذهبي مشران ترورول، چې دا جګړه رامنځته شوه.
حسن ګل ددې ستراتیژۍ په اړه هر څه  عبدالهادي ته راورسول، نوموړي له هغو عملیاتو سره خپل مخالفت وښود، چې دمسلمانانو دخپلمنځۍ جګړې او وینې بهولو لامل ګرځي.