
په ۲۰۰۴ ز کې کردي ځواکونو حسن ګل داسی مهال ونیوه، چې له عراقه دوتلو په حال کې و، نوموړي دپوښتنو او ګرویږنو پرمهال امریکايانو ته ویلي وو، چې عبدالهادي الزرقاوي ته سپارښتنه کړې وه، چې ددې ډول علمیاتو څخه تېر شي.
دعبدالهادي اندېښنې په ډېریدو شوې، نوموړی دالزرقاوي د خونړۍ ستراتیژۍ مخالف و، د دواړو ترمنځ مسافه ډیره وه، اړیکې نه شوې نیول کېدای، عبدالهادي په عراق کې دروان وضعیت په اړه سم نه پوهیده، د الزرقاوي ستراتیژي یې نه شوه ارزولې، خو نیوکې یې پرې کولې.
دعبدالهادي بخت په دې ښه و، چې دالقاعدې یو شمېر جنګیالیو او غړو عراق ته له سفر سره لېوالتیا وښوده، دې مشر دا هیله درلوده، چې خپل باوري کسان به په هر چیرته ځای پر ځای کړي. او دعملیاتي پلان لپاره به وړ چاپیریال رامنځته کړي او دالزرقاوي پر ضد به خلک دا غوره وګڼي. همدا و، چې حسن ګل ته یې وویل: له الزرقاوي سره دا موضوع راپورته او دیو شمېر جنګیالیو د ورتګ پلان برابر کړي، الزرقاوي په هر څه کې خپلواک عمل کاوه، دا ډېره حساسه موضوع وه ، خو الزرقاوي له دې خبرې سره موافقه وکړه او دخاص مهارت ځینې جنګيالي راوغوښتل، خو دعبدالهادي پر پلان خبر نه و.
الزرقاوي دهمکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی و، عبدالهادي وړاندیز وکړ، چې خپله عراق ته ورشي، خو دا مهال الزرقاوي د نوو جنګیالیو له راتګ سره مخالفت وکړ، ډاریده، چې بیا دده مشري تر سیوري لاندې راولي. الزرقاوي دا وړاندیز رد کړ، حسن ګل ته یې وویل: دا ښه وړاندیز نه دی، په عراق کې عملیات دافغانستان له هغو سره ډېر توپیر لري، عبدالهادي په افغانستان کې تجربه لري، خو دلته بیا شرایط بل ډول دي.
عبدالهادي بیا دخپل ورتګ په اړه ډېر ټېنګار ونه کړ.
دبیلتون پیل
د۲۰۰۴ ز په اکتوبر کې الزرقاوي دځانګړو شرطونو په ترڅ کې له بن لادن سره بیعت وکړ، الزرقاوي خپل پلان ورته شرحه کړ او زیاته یې کړه: زه ځکه اوس دمشرانو خبره منم، چې دالقاعدې ځینی محترم مشران زما پر ستراتیژۍ پوه شوې دي... له همدې ځایه په عراق کې دالقاعدې څانګه رامنځته شوه. او هغه خونړۍ ستراتیژي پلې کوله، چې عبدالهادي به پرې نیوکې کولې.
القاعدې تر پایه هڅه وکړه، چې الزرقاوي کنترول کړي، د ۲۰۰۵ ز دجولای یو لیک هم څرګندوي، چې دالقاعدې دویم مشر ایمن الظواهري هم نیوکې کړې وې، دعراقیانو دګوښه کولو وړاندیز یې کړې و، چې دوینو بهیدو مخه ونیول شي، خو الزرقاوي دا هر څه په سپینو سترګو ردول.
دالقاعدې او الزرقاوي ترمنځ اختلاف خپل اوج ته ورسیده، د ۲۰۰۵ ز په نومبر کې د الزرقاوي جنګیالیو په اردن کې درې هوټلونه والوزول او نږدې ۶۰ تنه اردني اتباع یې ووژل. دالقاعدې مشرتابه غوسه شوه، عطیه عبدالرحمن ، چې په ایران کې دالقاعدې مشر و، له پېښو درې ورځې وروسته الزرقاوي ته ولیکل: په کار ده، چې نظامي لېوالتیا خپل ځای سیاست ته پریږدي، الزرقاوي ته یې امر وکړ، چې له عراقه بهر دعملیاتو اجازه نه لري.
عطیه هم دعبدالهادي اندېښنې تکرارولې دا به یې ویل، چې القاعده دالزرقاوي دکنترول وس نه لري، خبره هغه مهال داندېښنې تر بریده ورسیده، چې الزرقاوي د ایمن الظواهري لیک جعلي وباله. عطیه وویل : لیک اصلي دی، دا زموږ د ټولومشرانو ددریځ ښکاروندی کوي، زیاته یې کړه په عراق کې دالقاعدې او دعراق دالقاعدې ترمنځ دهمکارۍ خبره زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.
الزرقاوي په نسبي توګه یو څه رامات شو، په ۲۰۰۶ ز کې یې له نورو عراقي جهادي ډلو سره ائتلاف رامنځته کړ او دمجاهدینو شورا په نوم یې اعلان کړ، خو خپله له مطبوعاتو څخه لرې ګرځیده.
دې ائتلاف ټولې جهادي ډلې راټولې نه شوې کړې، انصار السنة، چې په عراق کې دویم ستره جهادي ډله وه او ډیری غړي یې کردان و، په دې ائتلاف کې رانغله ځکه پر الزرقاوي یې باور نه درلود. دالقاعدې مشرتابه هڅه وکړه، چې ټول جهادي خوځښتونه سره یو کړي، خو پر الزرقاوي یې باور نه درلود ځکه خو یې له انصار النسة سره مستقیمې اړیکې ونیولې.
د۲۰۰۶ ز په جنورۍ کې ایمن الظواهري دعراق انصار السنة ته په القاعده کې دعراق دچارو له څانګې څخه یو لیک واستوه او خبر یې کړل، چې دا څانګه غوره بولي، چې په عراق کې دالقاعدې او انصار السنة لیکې سره یو ځای شي، دا مهمه او اسانه ده، دالقاعدې داخلي تشکیل به یو څه اصلاح شي او ورورنو ته به صلاحیتونو ورکړل شي، درې ورځې وروسته یې دبل لیک په ترڅ کې ورته لیکلي وو، چې ددې یووالي پر وړاندې ټول خنډونه به له منځه وړل کیږي، خو الزرقاوي هم ستر خنډ و.
القاعدې په ډیره چټکۍ ددې ستونزې دحل لپاره ګامونه پورته کړل، انصار السنة یې خبر کړل، چې موږ ددې موخې لپاره ځینې لومړني ګامونه پورته کړي دي، القاعدې ورته لیکلي وو، چې ددې چارې لپاره موږ یو محترم ورور در استوو، خو القاعدې دخپل استازي نوم ورته نه و لیکلي، ورته یې لیکلي وو، چې تاسې یې ښه پيژنئ.
دالقاعدې لیک دانصار السنة ډلې ته، چې ډیری مشران یې کردان وو څرګنده کړې وه، چې دعبدالهادي العراقي، چې دا هم دالموصل کرد دی ، خپل ټاټوبي ته در روان دی.
دعبدالهادي له رسیدو وړاندې په عراق کې دالقاعدې مشر بدل شو، الزرقاوي د ۲۰۰۶ ز په جون کې ووژل شو، پر ځای یې مصری ابو حمزه المهاجر وټاکل شو، نوموړي له القاعدې سره پخوانۍ اړیکې درلودې، ابو حمزه په عراق کې د الزرقاوي ستراتیژي پلې کوله او له القاعدې څخه یې خپله لار جلا کړې وه.
دکردستان ډلګۍ
د ترکيي خبریال روسین جاکیر دمالوماتو له مخې امریکايي استخباراتو ته دنده سپارل شوې وه، چې عبدالهادي ونیسي، جاکیر د ۲۰۱۴ ز په نومبر کې لیکلي وو، چې دالقاعدې دوه ترک غړي ایران ته تللي وو، چې عبدالهادي له خپلې کورنۍ سره یو ځای غازي عنتاب ته راولي او له دې ځایه بیا سوریې ته ولاړ شي.
عبدالهادي دخپل سفر په جریان کې څارل کېده، خو ترکيي چارواکو یې د نیولو پریکړه نه وه کړې، دغازي عنتاب پولیسو ته خبر رسیدلی و، چې عبدالهادي په جعلي پاسپورټ سفر کوي، ځکه یې دنیولو پریکړه وکړه، چې پاسپورټ یې جعلی دی.
امریکايي چارواکي هغه مهال اندېښنو واخستل، چې کله پوه شول، چې ترکیه دعبدالهادي دپناغوښتنې موضوع څیړي، دعبدالهادي وکیل عثمان کاراهان ، په ترکیه کې د ډیری جهادیانو مدافع وکیل دی، اوس پر تور لګیدلی دی، چې له جهادیانو ملاتړ کوي.
دا داندېښنې خبره نه وه، ترکانو دعبدالهادي غوښتنلیک رد کړ او د۲۰۰۶ ز داکتوبر پر ۳۱ دترکيي هوايي شرکت په الوتکه کابل ته ولیږدول شو،په کابل هوايي ډګر کې امریکایانو ته تسلیم شو. عبدالهادي اوس په ګوانتنامو کې دنظامي محاکمې شیبې شمېرې، په ۲۰۱۰ ز کې د۱۷ مهمو بندیانو له ډلې څخه شمېرل شوې و.
تر اوسه دا مالومه نه ده، چې عبدالهادي عراق ته ولې دسفر پریکړه کړې وه، د نوموړي له وسه پوره وه، چې دالزرقاوي او ابو حمزه سره دخپل نفوذ له لارې سیالي وکړي، دا هم مالومه نه ده، چې ایا نوموړي ته دنده ورسپارل شوې وه، چې په عراق کې اسلامي دولت کنترول کړي،
دا هم دیادونې ده، چې دالقاعدې دمشرانو ترمنځ عبدالهادي لومړنی هغه نه دی، چې عراق ته یې د تګ پریکړه کړې وه، له دې وړاندې عطیه عبدالرحمن او محمد خلیل الحکیم هم ورته سفر کړی و.
کله، چې عبدالهادي په غازي عنتاب کې ونیول شو، دنوموړي دنده هم ورسره ختمه شوه، خو القاعده تر اوسه هڅه کوي، چې دنړیوال جهاد زعامت راخپل او دابو مصعب الزرقاوي ځایناستي له منځه یوسي.