
انګلیس خبریال بین ګودا څو ځلې روسیې ته تللې او هلته یې د روسیې دولسمشر ولادیمیر پوتین له نږدې ملګرو سره لېدنې او کتنې کړې او بیا یې په ۲۰۱۴ ز کې دپوتین په اړه د( کاواکه امپراتوري... روسان څرنګه پر پوتین مېن شوي دي؟ ) تر سرلیک لاندې کتاب لیکلی دی.
ګودا په یاد کتاب کې داسې مالومات راغونډ کړي دي،چې پخوا یې دهیچا پاملرنه نه ده راجلب کړی، په حقیقت کې همدا دپوتین دژوند پټ اړخونه دي،چې دې انګلیسي خبریال لیکلي دي.
۱- له شوروي اتحاد کله نهیلی شو؟
لیکوال لیکي: دپخواني شوروي اتحاد پرمهال پوتین له دې ستونزې سره مخ و، چې له هیچا سره یې اړیکې نه شوې جوړولې، په کور او دفتر کې یې وضعیت داسې نه و، چې دچا پرې رخه راشي. دواده پریکړه یې وکړه، خو په وروستۍ شېبه کې ترې راوګرځید. اټکل یې نه کاوه، چې په KGB کې دې کومې لوړې رتبې ته ورسیږي. پوتین دروښانه ګاندې/راتلونکي هیله او تمه نه درلوده. دپخواني شوروي اتحاد دړنګیدو پرمهال پوتین دخپل هېواد دڅارګرې ادارې لپاره دالمان په دریسډین کې دنده ترسره کوله، له ړنګیدونګي نظام څخه نهیلی شوې و. په همغو ګډوډو ورځو کې یوه پېښه رامنځته شوه، چې دپوتین دژوند او ګاندې رخ یې بدل کړ. دکمونیزم ضد یوه ډله دپخواني شوروي اتحاددڅارګرې ادارې ددفتر مخ ته راغونډه شوې وه او دکمونیزم پر ضد یې لاریون کاوه، پوتین په مرکز کې له خپل مرکزي دفتر سره اړیکه ونیوه،چې له دې وضعیت سره څه ډول چلند وکړي، خو له مرکز یې هیڅ ځواب تر لاسه نه کړ. پوتین دهغې ورځې په اړه وايي: دمسکو له سپارښتنې او امر پرته هیڅ هم نه شوو کولای .ماته وویل شول،چې مسکو اوس چوپ دی، ما ګومان کاوه،چې دولت په ټوله مانا ړنګ شوی دی. پر داسې ناروغۍ اخته شوی دی،چې درملنه یې شونې نه ده.
۲- استاد یې څوک دی؟
پوتین،چې نن کوم مقام ته رسیدلی دا په پوهنتون کې دحقوقو او سیاسي علومود پروفیسور اناتولی سوبخاک له برکته دي، نوموړی په سان پيترزبورګ کې دپوتین استاد و، دپخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې یو ځل بیا پوهنتون ته دعوت کړ، بیا یې د سان پيترزبورګ ښاروالۍ ته له ځان سره یوړو، هلته یې دپوتین فکري روزنه پیل کړه او نوي افکار یې دنوموړي مغز ته ننویستل.
۳- دلامبا پرمهال پریکړې کوي.
له سهارنۍ وروسته،پوتین سمدلاسه سپورت کوي،نوموړي ته نږدې کسان وايي: دروسیې ولسمشر او زعیم دروسیې دوضعیت په اړه دلامبا پرمهال فکر کوي. په عادي ورځو کې دلامبا له حوض څخه راوځي او دسپورت تالار ته ځي، باسیکل او دځغاستې ماشین ته دومره ارزښت نه ورکوي، خو د دروند وزن له پورته کولو سره لېوالتیا لري.
۴- پوتین سکای لوبه هم کوي.
دپوتین زړه پورې لوبه دهاکي هغه ده.کله، چې دهاکي لوبې کالي او وسپینزه خوله پر سره کړي، تر ټولو نږدې کسان ګردچاپیره شتون لري.دنوموړي دباوړ وړ او اعتباري کسان په زینو کې کیني. هغو کسانو، چې پخوا دمعلم / ښوونکي په نوم ورته غږ کاوه اوس ورته دقیصر خطاب کوي. ساتونکي یې لوبغاړي دي. دمقابل لوري لوبغاړي بیا دلومړي وزیر دیمتري میدویوف ساتونکي وي،چې کله ناکله په سیالیو کې ونډه اخلي.
۵- که دپوتین دکار دفتر ته ځیر شئ نو پر میز نه کمپیوټر لیدل کیږي نه بل څه. پوتین هره ورځ درې دوسیې ګوري. لومړی دداخلي استخباراتو،چې د روسیې د کورني وضعیت په اړه وي، دوېمه بیا دبهرنۍ څارګې ادارې وي او درېیمه بیا دپوتین دنږدې کسانو لخوا چمتو شوې دوسیه ده،چې د وګړو په اړه وي او همدا نږدې کسان دځینو وګړو په اړه مالومات راټولوي او بیا یې ولسمشر ته وړاندې کوي.
۶- ډېر ډار
پوتین، چې کله کوم هېواد ته سفر کوي هلته دهوټل ۲۰۰ خونې وار له مخه په کرایه نیول کیږي ته وایې،چې همدا کرملین دی، څارګره اداره یوه میاشت وړاندې دپوتین له تګ څخه خپل ترتیبات نیسي. دهوټل دکرایه شوو خونو تخت څادرونه او دتشناب اړوند توکي لرې کیږي او پر ځای یې هغه کېښودل کیږي، چې له مسکو څخه راغلي او هر یو یې جلا جلا مهر شوې وي. هیڅ یوې خونې ته له ولسمشر پرته بل څوک نه شي ننوتلې، اشپز او خادم په هر سفر کې له پوتین سره ملګري وي. نوموړی له زهرو سخت ډاریږي، هیڅ خواړه او څښاک دده له خبرولو پرته نه چمتوکیږي.
7-نوی کرملین
دمسکو لارې او کوڅې دپوتین نه خوښیږي. نوموړی په لار کې دوخت ضایع کولو زغم نه لري، کله، چې له سان پيترزبورګ څخه پلازمینې مسکو ته راځي په لار کې دترافیکو بیروبار ورته خوند نه ورکوي، ځکه خو په کور کې کار کوي. پوتین دښار په لویدیزه برخه کې په خپله ماڼۍ کې اوسیږي او له همدې ځایه ټول هېواد اداره او کنترولوي.
۸- په سهارنۍ کې دمړز هګۍ خوري.
پوتین له هغو ولسمشرانو څخه نه دی، چې له لمر خاته وړاندې راويښ شي او خپل کار پیل کړي، بلکې وروسته رابیداریږي. لمر، چې ښه راپورته شي نوموړی خپله ساده سهارنۍ خوري او دخوښې خواړه یې تازه سپین پنیر دی، کله املیټ هم خوري. کله، چې یې مزاج ښه وي دمړز هګۍ او دوربشو کیک هم خوري. تل تازه خواړه خوري دنوموړي خواړه د روسیې له مختلفو کلیو او بانډو څخه ورته راځي.
۸- دپوتین مهالویش
پوتین ثابت مهالویش نه لري ان تخمیني هم نه وي. دنوموړي سلاکاران اړ دي، چې هر وخت چمتو اوسي. نوموړي ته هغه وخت کار خوند ورکوي،چې هوا ښه یخه شي دا مهال یې ذهن ارام او پاک وي.سلاکاران او مامورین اړ دي، چې له داسې یو کس سره ځانونه روږدي کړي.
۱۰- له انترنت سره لېوالیتا لري
سلاکاران یې تل هغه ویډیويي کلیپونه ورته وړاندې کوي، چې کومیډي وي، نوموړی هغه کلیپونه ډېر ګوري،چې پرده ملنډې وهل شوې وي.
۱۱- له خبریالانو سره اړیکې
بد چلند ورسره کوي،ځینې وخت ستغې سپورې ورته وایي. ملنډې پرې وهي، ځینې وخت دمرکې پرمهال دخبریالانو پوښتنې چټي بولي ، کله ورپورې خاندي، ځینې وخت یې بیا رټي.
۱۲- دلیدنو کتنو کتابچه
دلیدنې وخت له پنځلسو دقیقو نه ډیریږي.دلیدنو کتابچه ډکه وي، ځینې لیدنې راتلونکي کال ته ځنډوي.
۱۳- کاري ورځ سخته او اوږده وي
پوتین درخصتیو په ورځو کې هم کار کوي، ویل کیږي له سټالین راوروسته دا دویم ولسمشر دی، چې ډېر کار کوي. دپوتین بله ځانګړنه داده، چې د روسیې په مختلفو برخو کې لیدل شوی دی.
۱۴- نږدې کس ورته څوک دی؟
پوتین ته تر ټولو نږدې دهغه تور سپی (کوني) دی ، دا یوازینی ژوی / حیوان دی،چې دولسمشر پر وړاندې په خپله خوښه هر څه کولای شي، کله یې خبره هم نه مني او پر ولسمشر چیغه هم وهي.
۱۵ - څه لولي؟
له مطالعې سره لېوالتیا نه لري. خو سلاکاران یې وايي : تېر کال یې دوه ناوله لوستي دي. یو ناول دلاتیني امریکا دلیکوال دی، چې په دې تاریخي ناول کې یې هغه خیالي کېسه رااخستې ده،چې ۲۰۲۴ کې پېښیږي، او د د ویم ولادیمیر قیصر په اړه غږیږي، چې روسیه ېې څرنګه یو موټی کړه.
۱۶- له تاریخ سره لېوالتیا لري
پوتین له تاریخ سره ډیره لېوالتیا لري په ځانګړې توګه د قیصر پتریوس له هغه سره.
۱۷- کورنی ژوند
خپله مېرمن (لیودمیلا) یې تېر کال طلاقه کړه. دوه لوڼې لري مشره یې ماریا نومیږي او کشره یې کاترینا.