فساد

 
 ښایسه موټرې يې له کومه کړلې 
او شنې ډالرې يې له کومه کړلې 


دوى خو په لارو مساپر لوڅول 
دغه دفترې يې له کومه کړلې 


پلاريې په کور کې يو زوړ خر نه لره 
بلند منزلې يې له کومــــــــــــه کړلې 


زر خو لا پرېږده کور يې ور نه لره 
دغه لښکرې يې له کومهـــــــ کړلې 


اوس له غروره په آسمان کې ګرځي 
دغه وزرې يې له کومـــــــــــه کړلې 


نن شو وکیل، زورواک، قاضي اوغاصب 
غټې خبرې يې له کومـــــــــــــــه کړلې 


د خپلې سيورې نه به هـــــــــم ډاريده 
خداى چې دا غورې يې له کومه کړلې 


ګواښي قانون او نظام دواړه یو ځای
چې دا ډغرې یې له کومه کړلې؟؟؟ 

 
عثمان رسولي