د لنډې کیسې پیژند او جوړښت:

 
لنډه کیسه کیدی شي ډیر تعریفونه ولري ځکه لنډې کیسې جوړښت، د متن کچې او محتوا له لومړیو وختونو څخه ډیر بدلون موندلی، نو له همدې بدلونونو سره جوخت د کیسې په تعریف کې هم بدلون راتلای شي، که څه هم د دې ټولګې په بیلابیلو مقالو کې د لنډې کیسې لپاره ما ځانګړي او بیلابیل تعریفونه را لیږدولي؛ خو کله چې ما لومړنۍ کیسه ولیکله له خپل لید څخه مې لنډه کیسه داسې تعریف کړې وه:
د يوې ځانګړې موضوع په چورليځ د سره تړلو پيښو نثري روايت دی چې د لوستونکي د راکښلو په موخه پکې د په زړه پورې پیل، ښه تصویري روایت، کښښ، غوټو او په زړه پورې پای په څیر د ليکنې ځانګړي میتودونه کارول کیږي.
په هره توګه بیا هم د لنډې کیسې یو داسې پیژند را اخلم چې تر ډیره د لنډې کیسې له ځانګړتیاوو سره اړخ لګوي.
لنډه کیسه د نثري کیسو یو ډول دی چې له داسې یو له بل سره تړلیو عناصرو څخه جوړه وي چې بیا همدا عناصر یو د بل تر اغیز لاندې وي.
کله چې کیسه لیکل کيږي یوه ځانګړې موخه ټاکل کیږی چې دا موخه بیلابیل اړخونه او ځانګړنې درلودلای شي؛ ښايي یو لیکوال وغواړي چې د انسان د طبیعت یوه ځانګړنه او یو حس وازمويي، یا هم په خپل لوستونکي کې د یوه ځانګړي احساس د پارولو موخه وي او یا هم کوم بل هدف وجود ولري؛ خو هر څه چې وي له پلاټ، کریکټرونو، پيښو، جوړښت، تصویر او هر څه نه اصل هدف په نښه کيږي چې دا هدف ځینې لیکوالان سرګرمي او د لوستونکي بوختول، خوښول او خبرول ګڼي.
د لنډې کیسې له پاره لنډ والی شرط نه دی بلکه لنډه کیسه باید تر هغه ځایه وغځول شي چې موضوع یې پای ور سیږي او په خلاصیدو سره یې لوستونکی هم قانع شي او د لوستونکي ته منونکی پای ولري، د کیسې په خلاصیدو سره لوستونکی داسې فکر ونه کړي چې لیکوال ځان تیر کړی، د کیسې پیښې او جنجالونه کله فیصله شوي وو چې کیسه خلاصه شوه، باید داسې او داسې شوي وای، یعنې خپله لوستونکی وړاندې له دې چې کیسه خپله لمن را ټوله کړي دې ته چمتو وي چې کیسه خلاصیدونکې ده، ځکه جنجالونه به نور نه وي په کې پاتې .
ددې تر څنګ چې یوه لنډه کیسه د پیل، منځ او پای در لودونکې ده نور هم داسې اړین توکي لري چې پرته له هغه توکو یوه کیسه نیمګړې بریښي، لکه طرحه (خاکه)، پیلامه، کرکټر(قهرمان)، تجسس(تلوسه)، مکالمې، تخیل، پای او ګڼ داسې نور...
چې دا هره برخه د کیسې په جوړښت کې اړین رول لوبوي، خو داسې هم نه چې سړی باید ددې هرې برخې راوړلو ته ډیر وارخطاء وي چې څنګه یې باید په کیسه کې ځای پر ځای کړي، خو په حقیقت کې خبره داسې ده چې هره هغه کیسه چې په ښه توګه یوه موضوع په کې را اخیستل شوې وي او په داسې بڼه سرته ورسول شي چې د لوستونکي قناعت حاصل کړي خپله به یوه بشپړه کیسه وي او پرته له دې چې موږ ور باندې په زحمت شو دا ټولې برخې به په کې راغلې وي، لکه څرنګه چې نوي شاعران د شعر لیکلو په لومړیو ورځو کې د خپل لیکل شوي شعر څپې شمیري تر څو د هر بیت څپې سره سمې وي او بې وزني په کې پیښه نه شي خو وروسته وروسته داسې په کې بر لاسی شي چې دې هر څه ته اړتیا نه وي، نو په کیسه لیکلو کې هم تر ډیره بریده داسې کیدی شي خو ډیر کار او تمرین ته به اړتیا ولري.
 
 
لنډه کیسه؛ اولومړنۍ خبرې:
کیسې او نکلونه له ډېر پخوا راهیسې زموږ په ټولنه کې دود و، له ډوډۍ خوړلو وروسته د ماخوستن له خوب وړاندې اوږده نکلونه اوس هم ژوندي دي، لکه اوسني اوږده ناولونه هسې به اوږده و، ټوټه ټوټه به شو او څو شپې به یې دوام کولو، ډیری به د ژمي په اوږدو شپو کې د څو کلیو ځوانان د یوه داسي سپین ږیري ګرد چاپیره را ټولیدل چې د شپنیو کیسو په ویلو کې به یې ځانګړی استعداد در لود حتی په غټو کلاوو کې به د سپین سرو ښځو بنډار به هم دې ته ورته شرنګ او رنګ درلود، نه یوازې پېغلټې بلکه ځوانان په را غونډ وو، خو اوس اوس ښکاري چې هغه نکلونه هم سره راټول شوي او لنډ شوي، دغه راز په ټولیزه توګه د کیسو په نړۍ هم دې ته ورته څه تېرېږي.
ښايي همداسې به پېښه شوې وي چې لنډه کیسه پنځول شوې او لیکل شوې وي، په نولسمه پېړۍ کې د لنډې کیسې دود او خپرېدو ښايي همداسې لاملونه درلودل او د نکلونو د لنډون په څېر په دې نړۍ هم ورته څه تېر شوي وي، همدا وروستۍ پېړۍ د لنډې کیسې لپاره په نورو ادبي ژانرونو  د غلبې پېړۍ ده، انسانان اوس دومره وخت او لېوالتیا نلري چې اوږده او په څوټوکونو کې لیکل شوي ناولونه او داستانونه ولولي که ووایو حوصله یې هم نلري زیاتی به نه وي؛ له همدې امله د لنډې کیسې بازار تود شوی او د دغه کیسو په لوستلو ځانونو ته ډاډ ورکوي؛ ځان او خپل ژوند بس د لنډې کیسې په هېنداره کې ګوري اوپرې بسنه کوي او تر څنګ یې خپله ادبي تنده  هم پرې ماتوي.
د لنډې کیسې جاج د کرکټرونو، د کیسې د بیان د ډول او لنډوالي او اوږدوالي له زاویو  اخیستلای شو.
په ناولونو کې زیاتره کرکټریز ژوند انځوریږي او کرکټر یا کرکټرونه د داستان په اوږدو کې روزل کیږي خو په لنډه کیسه کې دومره چانس او وخت نه وي، ځکه لنډه کیسه موضوع د خپلو حدودو په چوکاټ کې را نغاړي. کیدی شي لنډه کیسه له نورو نثري ژانرونو سره داسې پرتله کړو لکه لنډۍ چې له نورو شعري ژانرونو سره پرتله کوو، لنډه کیسه په خپل کوچني جوړښت کې موضوع  له یوې په زړه پورې تلوسې سره په بشپړه توګه پای ته رسوي لکه څرنګه چې لنډۍ په خپل کوچني جوړښت کې لوی او هر ډول موضوعات لیږدولای شي، خو غزل، قصیده یا بل شعري فورم کیدی شي په لږ اوږده جوړښت کې هماغه موضوع ولیږدوي، لکه ناول، رومان او بل ژانر چې په خپل ټولیز جوړښت کې بیرته وړې وړې کیسه ګۍ لري او د موضوع د بشپړولو او تلوسې را پیدا کولو په موخه غزیږي خو لنډه کیسه بیا دا هر څه په لنډو کې خلاصوي.
په لنډه کیسه کې کرکټر مخکې له مخکې جوړ شوی او د لوستونکي سترګو ته په داسې حال کې حاضریږي چې د یو کار د ترسره کولو په حساس او بحراني پړاو کې دی یا هم د داسې کار په درشل کې دی چې له وړاندې پیل شوی؛ خو تر اوسه لاپای ته نه دی رسېدلی.
  په لنډه کیسه کې لیکوال د کیسې د کرکټر د ژوند داسې برخه راخلي چې پکې یو حساس پړاو ته رسېږي، پداسې حال کې چې په ناول کې د کرکټر د ژوند ټول پړاو د لوستونکو له سترګو تېرېږي.
لنډه کیسه لکه یوه کړکۍ هسې مثال لري چې د یو چا ژوند ته د لنډ وخت لپاره ورپرانستل کېږي او لوستونکي ته مجال ورکوي چې یواځې هغه پېښې چې هماغه مهال تېرېږي وګوري.
امریکايي کیسه لیکوال  اډګر الن پو وايي:
(لنډه کیسه یوه تخیلي ټوټه ده چې یوه پېښه؛ هغه که مادي وي که معنوي را اخلي او پرې خبرې کوي)
دغه پنځول شوې تخیلي ټوټه باید تشریح شي، لوستونکی په هیجان راولي او یا پرې اغېز وکړي باید د پیل له ټکي تر پایه په یوه رڼه او اواره کرښه حرکت وکړي.
لنډه کیسه باید لنډه وي، خو د دغه لنډوالي حد او برید نه دی جوت شوی،  اډګر الن پو په دې اړه وايي:
(لنډه کیسه داسې روایت دی چې په یوه ناسته کې (له نیمې ګړۍ تر دوه ګړیو) پورې ولوستل شي. ټول جزیات یې باید په یوه موضوع راوڅرخي یو اغېز ولېږدوي)
په لنډه کیسه کې د کرکټرونو شمېر محدود دی، د کرکټرونو د ښه څېړلو او جزیاتو د وړاندې کولو مجال هم نشته او معمولاً په لنډه کیسه کې ټولنیز حالات په بشپړه توګه نشي څېړل کېدای. اصلي پېښه پداسې ډول غوره کېږي چې کرکټر زیات معرفي کړي او فرعي پېښې هم له همدې چارې سره د مرستې لپاره غوره کېږي او په کیسه کې ځایول کېږي. البته ډېرې داسې ښې لنډې کیسې هم شته چې دا قوانین پکې نه دي رعایت شوي.  کېدای شي لنډه کیسه ډېره هم کوچنۍ وي او له کابو ۵۰۰کلمو زیاتې کلمې ونه لري.
لنډه کیسه په لویدیځ کې
لنډه کیسه په لویدیځ  کې د هغې په نننۍ معنی په نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه، لومړنی کس چې په جدي توګه یې دغه ژانر تعقیب کړ اډګر الن پو وو. هغه د زیات شمېر لنډو کیسو په لیکلو سربېره، د لنډې کیسې په تیورۍ هم لیکنې کړې او لنډه کیسه یې د یو ادبي ژانر په توګه مطرح کړې ده.
ستر اروپايي او امریکایي لیکوالان چې د لنډې کیسې په برخه کې یې ستر نومونه ګټلي دي، ګوګول، ګی دوموپاسان، انتون چخوف، کاترین منسفیلد، شرود اندرسن، او هنري، ارنست همینګوې، کنراد، کیپلینګ او سالینجر دي.