د ارګ غولول شوي وروڼه!



په هېواد کې مبارزین او هغه خلک چې ولس يې په ځان د ولسي ګټو لپاره راټول کړی وي په دي هڅه کې وي چې د شته نظام ملا ور وتړي او نور هم قوت ورکړي، چې زمونږ په هېواد کې هم دا ډول مبارزې روانې دي او مبارزین د هر هغه نظام چې د ولس په خوښه رامنځ ته کیږي ملاتړ کوي
په څنګ کې ورسره ډیرۍ هغه خلک هم موجود دي چې پخوا به يې د ولسي مبارزي غږونه پورته کول خو وروسته د شخصي مفادو په خاطر يې ولس پریښود او ځان يې د یوي چوکۍ په ارزښت د ارګ چوکیدار کړو چې په اوسني دید کې ورته د ارګ غولول شوي وروڼه ویلې شو
په هر هېواد کې د هر ډول نظام په راتګ سره حقوق ولس ته په مساوي ډول ویشل کیږي،او هر مستحق فرد خپل حق تر لاسه کولای شي،د ارګ غولول شوي وروڼه نه یوازي په دي چې ولس يې تر شا پریښې بلکي د هغو خلکو حقوق يې هم تر پښو لاندي کړي چې شپاړس کاله يې زحمت ویستلې د خپل ځوی، ورور، خور، ښځي او بالاخره د ټولي کورنۍ د حق نه يې یو څه بیل کړي او زده کړي يې پري کړي،خو نن يې د هغه حق یو داسي چاته ورکړی چې یوازي يې دولس کاله په کور کې مکتب ویلې او ځینو خو لا مکتب لیدلې هم نه دی خو په ارګ کې يې د هغه بیچاره ولس د بچي ځای نیولی چې په تکلیفونو يې ماسټریانې او دوکتوراوي کړي دي
شته مبارزین بیا هم د شته نیم کنډوه نظام تر شا ولاړ دي خو په نظام کې د دا ډول خلکو محالفت يې کړی او کوي به يې
د ملي وحدت په نامه د دوو تنو تر منځ ګډ حکومت چې افغان ولس ته نه د منلو وو نه به وي او نه به واوسي،ځکه چې عیر مشروع حکومت په یو داسي هېواد کې چې لا د تورو او سرو تر برید لاندی دی د یو ناکام او وژل شوي ملت ښکارندويې کوي چې زمونږ ملت مړ نه بلکي ژوندی دی،خو کله چې شته مبارزین د ملي وحدت په نامه د حکومت د یو مفسد او پردیپال چارواکي په مقابل کې خبره کوي د ارګ شته کرایه دار پخواني مبارزین او نني د ارګ غولول شوي وروڼه هغه د نظام محالف ګڼي دوي ټول نظام د یو مفسد،ناپوه،جاهل او بې عمله شخص پوري تړي چې دا د ناکامه او په ځان د بې باوره خلکو او حکومتونو کړنې دي
په حکومتونو کې ډیر پاک او سپیڅلي خلک پیدا کیږي چې تیر شوي جمهوري حکومتونه يې ښه بیلګه ده
زمونږ مبارزین اکثره وخت په حکومت د اصلاح لپاره نیوکه کوي ځکه هغه انسان چې په مقابل کې یو رقابت لرونکې او یا هم ګوته نیوونکې شخص ونلري هیڅکله پرمختګ نشي کولای
حکومتونه باید دا زغم ولري چې د ولس هره خبره برداش او د عمل میدان ته يې یوسي،ځکه یو کلیوال هیڅکله نه غواړي چې د کوټي بام دي ړنګ شي ځکه که چیرته يې د کوټي بام ړنګ شو او اقتصادي حالت يې هم په صفر کې ضرب وو نو مجبور دی ګاونډي ته سترګې ښکته کړي لاس ورته ونیسي که څه يې ورکړه کور يې ودان که يې ورنکړه نو دده کور به همداسي کنډر هري بلا خوړلو ته پروت وي
مونږ هم څه چې شته د هغي ملاتړي یو خو دا چې دا شته رانه وړي ددي مخالف یو،په میلونونو ډالر په نااهله او هغو خلکو چې ټولنه کې يې د خدمت ظرفیت صفر وي مصرفول خپله ستر خیانت دی
د ارګ غولول شوي وروڼه باید دي ته فکر وکړي چې خاموشه انسانان تر هغو چې چغي وهي ډیر خطرناک وي،د خاموشه سمندرونو تر ټولو ښکاره ثبوت دا وي چې ډیر ژور وي کله چې انسان ور ولویږي بیا پکي غرقیږي،قوي قوي لامبوزن هم پکي له ستوني تیریږي او له منځه ځي
دا چې مونږ خاموش یو ددي معنا دا نه ده چې مونږ دوي ته فکر نه دی کړی،په دي هېواد کې د هر انسان هره ثانیه د ولس لخوا څارل کیږي په هغي فکر کیږي او د جزا لپاره يې ماده لیکل کیږي
او عمل يې هغه وخت کیږي کله چې د څاڅکو څاڅکو په مټ جوړ شوی انقلابي سیلاب خپل وجودي خاموشه خوځښت په یو بدلونیز ډول راپورته کړي،او د هېواد په هر ګوټ کې د انقلابي بدلون چغه سره بدرګه شي هغه وخت د محشر د ورځي په څیر حساب کول ستونزمن نه وي
نن باید خپل ولس ته حقیقت ووایو که په هر حقیقت سترګي پټي کړو شاید د سترو تباهیو سره لا مخ شو د هر ستونزمن کار د اسانتیا لپاره ولس ته په صادقانه ډول لاس اوږدول د ستونزي بیخ له منځه وړل دي
نو د ارګ غولول شوي وروڼه دي د پنجاب په نامه د اسلام افغان او د انسانیت دښمنانو چاپلوسې ختمي او د هري ستونزي د حل ستره مرجع باید خپل ولس وګڼي
د ارګ غولول شوي وروڼو په خپل ولس باور وکړئ،خپل ولس مه وژنۍ،که لړۍ مو همداسي درواغجنه روانه وي نو ډیر زر به یوي ستري دوزخي کندي ته د همدي ولس په مټ ټیل وهل شئ
تاسي غولول شوي یاست،لوبه د ولس او حکومت تر منځ نه بلکي د پنجاب،ایران،امریکا، روس او هند تر منځ روانه ده
مونږ بیا هم د شته نیم کنډوه نظام ملاتړي یو خو په نظام کې د بلواکه او مفسدو واکدارانو مخالفین یو.
ومن الله توفیق