د ښوونې او روزنې لپاره د ماشوم حمایه کول

 
ډیره اړینه ده چې ماشوم ښوونځي ته هره ورځ لاړ شي تر څوپه منظمه اوپه بشپړه توګه  ښوونه او روزنه حاصله کړي،د ماشوم تګ ښوونځي ته ځکه ډیر اړین او مهم دی چی هغه په خپل درسي معلوماتو کې په بشپړه توګه مفهوم ته ورسیږي او هغه په راتلوونکې کې د هغه د خپلې ښوونې او روزنې نتیجه ګټوره او معیاري وي.
د ماشوم پلار او مور ته ضرور ده چې خپل ماشوم ته لارښوونه او هدایت وکړي تر څو ماشوم دغه ته متوجه شي چې هغه ماشوم په خپل شوق سره هره ورځ په ښوونځې کې خاضر شي او دښو اخلاقو درلودونکې،ښوونې او روزنې ته ښه غوږ نیوونکې وي.
پلار او مور باید خپل ماشوم دده لپاره برابر او هیله یې موجوده وي چې د دوی ماشوم درسي کال لمړنې ورځې څخه تر کال اخیرنې ورځې پورې ښه په شوق زده کړې وکړي همدرانګه تر هغې پوری حمایه شي تر څو خپلې لمړنې او لوړې زده کړي په بشپړډول مکملی کــــړي.
د ماشوم د زیات حمایی لپاره باید دا لاندې مادی په نظر کې ونیول شي.
۱ -  د ماشوم  حاضریدل په ښوونځي کې د ښوونې او روزنې لپاره باید زیات مثبت مثالونه ورکړل شي.
۲ -  د ماشوم د تللو په وخت کې ښوونځي ته د ښه تګ او ښي ورځي هیله څرکنده کړي.
۳ -  د ماشوم سره باید د ښوونځی د تللو په ډېری وخت کې مرسته وشي.
۴ -  هر وخت باید د هغه ماشوم د ژوند او د ښوونځی چاپریال په باره ورسره خبری وشي.
۵ -  هر وخت باید د هغه ماشوم د همصنفیانو او ملګرو په باره کی ورسره خبری وشي.
۶ -  هر وخت باید د هغه ماشوم د ښوونځی ټولګی او رتبی په باره کی ورسره خبری وشي
۷ -  باید دهغه د ښوونکوو په باره کی ورسره خبری وشي.
۸ -  باید دهغه د ځوانی او د هغه راتلوونکې اهداف ورته تشریخ او همدرانګه ورته څرګنده کړی چې ښوونه او روزنه په ژوند کې څومره لوي بدلون روالی،ژوند رڼا کوي او ژوندکولو کې څومره اسانتیاوې روالی.
دا ټولې هغه کړنې دي چي د ماشوم په راتلوونکې مثبتی اغیزی اچوي او د ماشوم راتلوونکې،کورني،ټولنه او ملت لپاره یو ښه او مرسته کوونکې انسان ور څخه جوړیدای شی. که چیري ورته انسانان زیات شي نو هېواد ته یو سالم هېواد ویلی شو.