
د اسلام مبارک دین د سولې، ورورولې، پرمختګ او نیکمرغې دین دي داسی یو دین چې په نړۍ کې یې نه مخکې او نه هم وروسته بیلګه لیدل شوي ده، د اسلام مبارک دین د مسلمانانو د پاره د هر ډول خوندیتوب یو ستر مرکز دي. مسلمانان چې د نړۍ له هر کونج او کنار څخه وي چې کله دوی ځان ته د مسلمان کلمه استعمال کړه دوی یو د بل ورورڼه او خواخوږي بلل کیږي.
د اسلام ستر پيغمبر یوه ورځ د خپلو ګرانو اصحابو سره ناست وو او ورته یې وفرمایل ستاسو دری کارونه به کفارو ته ډير زور ورکوي. اصحابو وپوښتل چې ای د الله رسوله هغه دری کارونه کوم دي؟ هغه مبارک وفرمایل: (لومړي: کله چې امام په جماعت کې په لوړ آواز سره الحمد الله وایې او مقتدیان یې په لوړ آواز آمین ووايې، دوهم: کله چې تاسی یو پر بل ته سلام اچوي، دریم: کله چې یو ستاسو څخه عطسه وهې هغه په خپله الحمدالله ووایی او یو بل ورته د یرحکم الله کلمه ووایی)
لنډه دا چې اسلام په هر ځای کې د سوله او هر یو مسلمان ته د پوره حق ورکولو ستر مدعی دي، د اسلام د مبارک دين یوه ستر ځانګړینه داده چې موږ ته یې د خپلی جوړې سره د نکاح کولو حق راکړي، دا چې د قران کریم مبارک آیتونه د نکاح په هکله څومره راغلې او یا هم حضرت محمد صل الله علیه وسلم څومره احادیث خپل امت ته بیان کړي دلته به یې بیان او د ټولو راوړل ستونزمن کار وي.
په هرحال، ددی لیکنې اړخ په غور ولایت کې د یوی ځوانۍ نجلی سنګسارول په درشل ده، د راپورونو پر بنسټ دا پیغله مخکي له یو بل کس سره یې واده شوي وو خو د نجلی خوښه نه وه او ویې غوښتل چې د خپلې خوښې واده وکړي. چې پدی تور یا هم د زنا په تور یې دا ځوانۍ نجلی سنګسار کړه.
اوس خبره ددی ده چې آیا دا سنګسار رواه وو کنه؟ آیا علماء د افغانستان یا هم محلی ملان د سنګسار یا هم د بل هر یو حد په جاری کولو باندې پوه دي کنه؟ تر ټولو مهمه لا دا چې آیا د اسلام د مبارک دین د اصولو او قوانینو سره سم سنګسار کیږي کنه؟
دا هغه پوښتنې دی چې په لاندي لیکنه کې به یې تاسی ځواب پيدا کړي.
تر ټولو دمخه زه دا وایم چې د افغانستان د خلکو ټولنه ما ته تر ډيرو ښه معلومه ده ځکه زه خپله د همدي ټولنې مخکنۍ او اوسنۍ اوسیدونکې یم، نه له غربه او نه هم شرقه راغلی یم، ما ته مې د خپلی ټولنې هر څه په ښه ډول معلوم دي چې زما په ټولنه کې څه حاکم دي، د اسلام مبارک دین حاکم دی؟ که حسد او کینې حاکمې دي؟ ما ته هم دا معلومه ده چې زموږ د یو زیات شمیر علماوو اسلامې زده کړه څومره ده، دوی په څه باندې پوه دي؟ ما ته دا هم معلومه ده چې زموږ خلک عقیدوي دي؟ که تقلیدي؟ ما ته دا هم معلومات شته چې زموږ خلک څومره مٌعهد دي او په کومو خرابو لارو روان دي.
د لنډي یادونۍ په خاطر زه د اسلامې حدودو هیڅکله هم مخالف نه یم، خو د اسلامې حدودو سره همغږي یم په یو اسلامې ادب او چوکاټ کې. که په غور کې د ځوانۍ نجلی غوښتنې پوره شوي وي ولی به هغې تېښتې ته ځان آماده کولو؟ زه له همغه ملا څخه چې همدا نجلې یې په تیږه وویشتله پوښتم: آیا د خپلی خوښې خلاف نکاح کولو روا دي؟ آیا دا نکاح جایز ده؟ که جایز وي مهربانۍ وکړه خپل منطق د اسلام سره سم ووایه او که مخالف وي ولی د دا پيغله له خپلو یوه نړۍ آرمانونو سره شهیده کړه؟ ولی ددی پر ځای ددی پیغلې پلار سنګسار نه کړ؟
ډیرو قدرمنو! اسلام د هیچا شخصی دین یا آین نه دی د الله تعالی له خوا ټولو مسلمانانو ته رالیږل شوي دین دي، په عمل کولو په زده کړه د اسلام ټول نارینه او ښځینه مسئول دي. لنډه دا چې دا دین نه د ملا دی نه د پاچا. او بس
زه پوښتنه دا کوم که ددی نجلی غوښتنې پوره شوي وي آیا دا نجلی به تېښتې ته آماده شوي وه کنه؟ پس اوس نو ملا صیب تاسی قاضی شوی که قاتل؟ د الله تعالی د مخلوق د مرګ پریکړه کول هغه هم د یو مسلمان ځوان یو دروند مسئولیت نه دی؟ پس اوس ستا یواځنی قُدری یا هم په ځینی تبلیغی ناستو کې ناستۍ به د فتوا طاقت ولري؟
دوهمه موضوع چې په دي ویدیو کې کتل کیږي هغه د سنګسار طریقه ده، د سلام مبارک دین حکم کوي چې ښځينه ته به د خپل قد په اندازه کنده وکیندل شې په وړو مردکوټو (چې زموږ په وردګو اصلاح کې ورته د چوخ ویشتلو شګه ویل کیږي) پری و د ویشتل شې تر هغه د وویشتل شي چې په شګو کې پټه شې کله چې پټه شوه که ژوندي وه نو پاکه او معصومه ده او که مړه شوه نو پاک او شهیده ده. دا پری دي بنسټ چې:
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم یو صحابه زنا وکړه او رسول اکرم ته راغي او ورته یې وویل چې ما زنا وکړه او پر ما حد جاري کړه. هغه مبارک خپلو قدرمنو اصحابو ته وویل چې ورشی دا کس سنګسار کړي اصحابو سنګسار کړ او شهید شو، اصحاب رسول اکرم ته راغلل او هغه مبارک ترینه وپوښتل چې د خپل ورور سره مو څنګه معامله وکړه؟ دوی ورته وویل چې مړ شو هلته پورت دي ، رسول اکرم صل الله علیه وسلم په غصه شو او ورته یې وویل ورشی خپل ورور په قدر او عزت سره خاورو ته وسپاري هغه اوس له ګناهونو داسی پاک دی لکه ماشوم چې له موره پيدا شی.
او بله دا چې د کلیو او مسجدونو ملایان د حدودو د پلۍ کولو توان نه لری زه د داسی یوي صحرایی محکمی او د داسی یو وحشی سنګسار سخت مخالف یم او مخالفت مې شخصی نه ګڼم د اسلامې حکمونو او اصولو په بنسټ یې ولاړ بولم.
درنښت
ذبیح الله وردګ