
تصوف ته ورته اصول، قواعد او د صوفيانو کړنو ته ورته کړنې په لږ توپير سره په ټولو الهي اديانو کې پيدا کولی شو. مثلاً، زهد، تقوا، ښه اخلاق، پرهېزګاري، رياضت، توکل، ذکر، فکر، محبت، حقيقت، معرفت او .... په نورو اديانو کې هم وو. خو که دا هر عنوان پرتله کوو موضوع بلې خوا ته ځي او اوږدېږي. ولې کله چې د الهي اديانو خبره اسلام ته رارسېږي نو د عمل په ډګر کې نور ټول دينونه ردېږي. داچې اسلام څنګه راغی؟ څه ډول خپور شو؟ او څنګه روان دی؟ دا هم زموږ د لکچر موضوعات نه دي. موږ د اسلام دننه پر تصوف او تصوفي شعرخبرې کوو.
د تصوف کلمه د دويمې هجري پېړۍ په لومړيوکې مشهوره شوه. له دې وړاندې تصوف د احسان او زهد په نومونو ياديده. دا هغه وخت و چې د پيغمبر(ص) احاديث مبارک لا په کتابي ډول نه و راټول کړی شوي خو وروسته چې کله د حديثونو په ټولونه، ترتيب او تدوين کې کلونه کلونه خوارۍ کېږي نو جوتېږي چې د ځينو صوفيانو دليل او استدلال تکيه پر تشو روايتونو وه او يا موضوعي حديثونه وو يعنې ثابت او څرګند احاديث نه و.
د حديثونو د ټولولو او کتابي کولو چار ځان ته بحث دی خو دا خبره پکې جالبه ده چې که د کوم حديث په رويانو کې به کوم صوفي واقع و نو هغه حديث به معتبر نه بلل کېدو. علت يې دا و چې صوفي ته به چا هسې نېکه خبره هم وکړه او ورته وبه يې ويل چې دا خبره پيغمبر(ص) کړې نو ده به له پيغمبر(ص) سره د زيات محبت له امله منله او پلټنه به يې نه پسې کوله. خو داچې صوفيان راويان ثابتېږي نوله دې خبرې د دوی او تصوف قدامت هم څرګندېږي او له هغه وخته تر ننه پورې وينو چې ډېر ستر ستر عالمان او مفتيان هم صوفيان دي.
د هغه وخت لومړني صوفيان چې د صوفي لقب يې وړی؛ حضرت حسن بصري ۱۱۰ه وفات، جابر بن حيان کوفي، ابو هاشم عثمان بن شارق کوفي(رح). ۱۶۰ه/۷۷۶م وفات، مالک بن دينال ۱۴۵ه وفات او ځينې نورهم بلل کېږي. د تصوف يا صوفي کلمې د منځ ته راتلو په اړه څو نظرونه موجود دي. ځينې وايي چې تصوف يا د صوفي کلمه له صفُه کلمې اخيستل شوې. دوی دليل وړاندې کوي چې يو شمېرخلک د پيغمبر(ص) د صفه صحاباو پر پله روان وو نو د نوم وجه يې همدا ده. ځينې نور وايي چې د تصوف کلمه له صفا کلمې مُشٌتََق ده ځکه چې صوفيان له ظاهري او باطني پاکي او صفا سره سروکار لري. خو ځينې نور بيا وايي چې صوفيانو په پيل کې وړينې جامې اغوستې، وړۍ ته په عربي کې صوف وايي بس دوی ته د صوف د کارونې له وجې د صوفي او تګلارې ته يې تصوف وويل شو او دا نظر نسبتاً منل شوی نظر دی.
د درېيمې هجري پېړۍ تر نيمايي پورې د صوفي کلمه په لومړنيو صوفيانو پورې تړلې پاتې شوه. خو ترڅلورمې هجري پېړۍ پورې د لومړنيو صوفيانو لخوا د تصوف په اړه خورا مهم اثار منځ ته راغلل. په دغو اثارو کې داسې څه نه وو چې له توحيد سره په ټکر کې وي. د اثارو ټوليزه منځپانګه د الله تعالی د معرفت په اړه ده. آياتونه، حديثونه، د صوفيانو پټ او ښکاره کړه وړه او مشاهدات د استدلال او لارښونو لپاره پکې ځای شوي. د دغو اثارو له منځ ته راتګ او لوستلو وروسته تصوف د عرفان مفهوم واخيسته. عرفان په لغت کې پېژندنې، پوهې او په اصطلاح کې خدای پېژندنې ته وايي.
په لومړنيو صوفيانو کې عثمان بن شارق د عراق د کوفې او رابعه ۱۸۵ه/ ۸۰۱ م وفات، د بصرې اوسيدونکې وه. د تصوف علني پيل هم له دغو ښارونو شوی. په دغو سيمو کې پر تصوف او صوفي سختې نيوکې وشوې. دغو نيوکو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ليکلي ځوابونه، د صوفيانو د ځينو کړنو وضاحت، تشريح او د عرفان باريکۍ د رمز او راز په ژبه يعنې د شعري بيان له امله پورته ياد شوي اثار د نثر او نظم په دواړو بڼو کې منځ ته راغلل. عجيبه خبره دا ده چې د عرفاني شعر بنسټ ايښودنه يوې ښځې يعنې ميرمن رابعه بصري(رح) ته منسوبېږي. حتی دا هم ويل کېږي چې د وحدت الوجود نظريې باني هم رابعه بصري ده. خو دا نظريه وروسته د منصور بن حلاج او بايزيد بسطامي لخوا اوج ته ورسېده. دا هم د رابعې د شعر نمونې ژباړه، يو نظم:
زه له تاسره له دوو لارو مينه کوم
د ځان غوښتنې او دويم دا چې ته يې حقدار يې
داچې د ځان غوښتنې مينه کوم
له دې پرته هېڅ نه دي
چې زما په فکر کې بس ته يې
دا رښتنې مينه ده
چې ته پکې زما د مينې ډکو سترګو په وړاندې
له خپله ځانه پرده پورته کوې
ستا ستاينه او پېژندنه
نه په هغې مينه کې شته
نه په دغې مينه کې
ستا ستاينه او پېژندنه په دواړو کې ده.
ذوالنون مصري ۲۴۶ه/ ۸۸۱م وفات، هم د رابعي بصري غوندې شاعرې کړې نو په دې ډول د تصوفي يا عرفاني ادب شرنګ راپورته شو.
ذوالنون مصري د نظم د يوې برخې ژباړه:
زه مړ کېږم، ليکن په ما کې نه مري
له تاسره د مينې وږمه
نه هم زما مينه، چې زما موخه ده
له هغې څخه زما د روح تودوخه کمه شوې
زما روح يوازې تا رابولي
هم ته زما هدف يې
ستا رابښل شوي شته
زما له سپکې مينې څخه ډېر زيات دي
زه يوازې تاته هيله کوم
او په تا کې حتمي کراري لټوم
زه ستا لپاره وير او ژړا کوم
زما د فکر په پټنځايونو کې ته پټ يې.
خو کله چې په پښتو ادب کې د تصوف خبره کېږي نو دا وخت اوومه هجري پېړۍ ده او په پښتو کې لومړنی صوفي د زابل سيمې اوسيدونکی /شيخ متي/۶۲۳-۶۸۸ه(رح) دی. د متي زيارت د زابل په کلات سيمه کې دی او په کلات بابا مشهور دی. ده پر تصوف ( د خدای مينه) کتاب ليکلی. د دې کتاب په اړه د پټې خزانې مولف ليکلي: «دا کتاب به د ده تر مړينې وروسته د ده پر مزار پروت و او خلکو به لوسته.» د ده په اړه يو بيت ويل شوی خو شاعر يې نه دی رامالوم، وايي:
شيخ متي چې خليلي و
دی له اره لوی ولي و.
شيخ متي خپله هم شاعر و، دا يې هم د منظومې يوه برخه:
ستا په جمال باندې شيدا سوم
له خپله سټې راجلا سوم
په ژړا ژاړم چې بېلتون دی
يمه پردسی بل مې تون دی
له دې وروسته بيا بايزيد انصاري يعنې پير روښان راځي چې د نثر ترڅنګ په شعر کې هم د تصوف رمزونه او رازونه بيانوي.
ورپسې د رحمان بابا دور راځي او ځينې نور، خو کله چې خبره تر حمزه بابا رارسي نو د خبرې سر موږ يعنې اوسني عصرته رارسېږي. د حمزه بابا ځينې شعرونه چې معرفت او وحدت الوجود پکې سترګکونه وهي:
ځان وته څرګند چې شولې ته په ايينه کې
ته په ايينه کې شولې زه په ايينه کې
ته چې ترې په څنګ شې نه ادراک لري نه پوهه
بې له استفهامه دي نور څه په ايينه کې
لوی يم په مانا ولې ستا زړه ته نږدې نه يم
لوی ښکاري د لرې نه واړه په ايينه کې
+++++++
يو بل بيت
بس خو وه تر منځه واسطه په کوه طور کې
او ګني څه فرق و چې کوم څيز و په منصور کې
+++++++
دوه نور بيتونه
زړه مې زړه کړو تاو د مينې په غورځنګ شو په سينه کې
بس خو اور يې کړي برسېره څه چې پټ وي په نينه کې
جوړ مقصد د پورته تګ په پورته تګ نه وي کېدای شي
خو چې زه په پورته ځمه زينه راشي په زينه کې.
++++++
يو بل ځای د وحدت الوجود زبردست پاک او خپل مثال وړاندې کوي، غږ يې مثال راوړی خو په عجيب هنري انداز کې:
چې بېل بېل يې مرتب کړو اثر، غږ و
يو په اصل کې، دننه بهر غږ و
عشقه تا کړل زما کسي دوه غوږونه
اوريدلی مې د يار د نظر غږ و
د شيانو سرچينه شوه رامالومه
هلته نور څه ښکاره نه شو مګر غږ و
په تصوف کې څوک عاشق وي او څوک معشوق، يعنې څوک پر يار مين وي او پر چا يار مين وي. هو دا سمه ده چې مينه يو طرفه نه کېږي خو د مينې پيل او اظهار چې د کوم لوري نه وشي نو هغه عاشق او هغه بل معشوق بللی شو. د عاشق خوی داسې وي چې که لږ هم د يار له لوري څه اشاره ورته وشي نو بې اختياره چيغه کړي او نړۍ خبره کړي، لکه منصور، لکه بايزيد بسطامي او ....
خو معشقوق بيا رازونه ساتلی شي. د دې لپاره چې هم د عاشق د زړه بړاس وتلی وي يعنې د راز چيغې يې پورته کړي وي او هم يې راز خوندي شوي وي ترټولو ښه لار يې شعر دی. نو دا هم يوه بله وجه ده چې د عرفان له ابتدا نه د عرفان باريکيو او رازونو شعر ته مخه کړه.
عرفان له اسلام يا تصوف له شريعت نه پرته بل څه نه دي. طريقت، عرفان يا تصوف دا درې واړه يوه خبره ده. په دې نومونو او يا په بل هر نوم خُرافات د منلو نه دي نو ځکه خو وايي چې [طريقت خادم شريعت]. مګر شريعت هم داسې نه دی لکه زموږ د ټولنې ذهن چې اخيستی يعنې شريعت داسې څه نه دي چې انسان دې ورنه وتښتي.
د عرفان مطالعې او تجربو په ډاګه کړې چې سختو او انکار ته نږدې ذهنونو له دې لارې د خدای خدايۍ ته غاړه ايښي. هغه ذهنونه چې تجسس لري، په هرڅه کې نور څه لټوي او په هرڅه کې د ولې پوښتنه کوي زما په اند عرفان يې پوښتنې ځوابولی او قناعت ورکولی شي. مثلاً دا به ستاسو ذهن څنګه ومني چې د ديوال په شتون کې له ديواله اېښوا داسې ليدل وکولی شې لکه ديوال چې هېڅ نه وي.
يا داچې په کابل کې د يو مشخص کس بوی او درک په خوست کې حس کړې او ....
خو دا تصوف دی چې د انسان سترګې او غوږونه خلاصوي، دا عرفان دی چې د انسان د بوی حس ته ځانګړی قوت وربښي. البته داهم ثابته ده چې د سترګو د خلاصون دغې درجې ته د څارويو درجه هم ويل شوې. يعنې که سالک ملايکه ووينې نو څاروي په عادي ډول ملايکې ويني او دا کار د تصوف موخه نه ده. د تصوف موخه د الله تعالی پېژندل او په سمه توګه بندګي کول دي.
دا هم په پای کې د رحمان بابا او کاروان صيب يو يو بيت:
مکتب حال د مذهب وايي
عشق سېوا دی له مذهبه
منصور چې څڼې څنډ وهي دستار وغورځوي
په يوه چيغه به سل زره کفار وغورځوي