
خوشالي او خوښي نورو ته ورکول، چاودو سپېرو شوڼډو ته مسکاوې وربخښل د هر چا د وس او توان خبره نه ده. دا کار هاغه څوک کولای شي چې خپل ځان خوله، د زړه غوښې اوبه او د سړو تودو زغم ولري.
ډېر به وړاندې نه ځو، خپل کور او کهول ته فکر وکړﺉ، لکړه په لاس ټوغ سپین ږیری به وي او یا یوه سپین سرې، خو د کورنۍ ټول غړي د کمکي نه را واخله تر مشر لالا پورې به یې پلار جان یا مور جانه بولي، حال دا چې د دې مټورو د هېڅ درد دوا نه شي ګرځېدای. څه رنګه چې سپین ږیري پلار یا سپین سرې مور د زړه وینې خپلو نیالګیو ته ورکړي، شپې یې د هغوی صحت ته رڼې تېرې کړي او خپلې غوښې یې د هغوی په سالمه روزنه او پالنه کې اوبه کړي، نو هماغه دی چې نن یې ثمره ګوري او پرې تکیه دي. وای کوچ هاغه وخت وځي چې شړومبې ښې وشاربل شي.
همدارنګه هاغه دکتور، ماسټر او د پوهنتون استاد ته ځیرشئ، چې په کوم انداز او مخ خپل د لومړي ټولګي ښوونکي یا معلم سره برخورد او رویه کوي؟ کومه مسکا او تبسم یې د هغه په لیدو پر شوڼډو جاري کېږي؟ ځکه چې هاغه شخص سره مخ دی کوم چې د ده په تنکیو ګوتو کې یې سپین تباشیر یا قلم ورکړی او د قاعده بغدادي لومړي حروف یې ور زده کړي. نن ورځ هاغه دکتور چې ورځپاڼې، مجلې یې له مقالو او کتابتونونه یې له علمي کتابونو تر سره پورې ډک دي خپله پسته او نرمه څوکی یو کمزوري شډل پډل سپین ږیري ته پرېږدي.
نو ویلای شو چې د هرپرمختللي او پېشرفته فرد، ډلې، تنظیم، حرکت او یا نهضت تر شا د کمزورو، بېوزلو سپین ږیرو او سپین سرو لاس دی. ډېره ناځواني او د انصاف نه لرې خبره به وي چې خپلو لاس ته راوړنو او خوښیو کې یې سهیم او شریک ونه ګڼو.