
آیا ممکنه ده چې په روانو ناخوالو او سیاسي کړکچونو کې د سولې شورا خپله دنده چې د جګړې له ښکیلو غاړو سره خبرې کول او بین الافغاني سولې راوستل دي عملي کړي ؟ او ورسره داسې پوښتنه هم را پورته کیږي چې آیا دوي تردې دمه د سولې لپاره ګټور ګامونه پورته کړي؟
دا هغه پوښتنه دهچې د دې شورا له رامنځته کیدو تر دې دمه بې ځوابه پاتې ده، لومړی داچې سوله له چاسره ؟ د سولې مرکچي یا قاصدان څوک دي؟ آیا د تنظیمي جګړو له وخته د جګړې د ښکیلو غاړو له مختلفو ګوندونو څخه جوړه شورای په ریښتیني توګه د سولي راوستل غواړي ؟
جوته ده چې له تشکیلاتي اړخه د دې شورا په جوړونه کې سترې تیر وتنې شوي دي، چې له امله یې د سولې هر ډول اقدام یا له ماتې او یا هم مطرح شوي پلانونه له اجرا او عملي کولو وړاندې شنډ او د سیمې پر استخباراتو پلورل شوي دي. که چیرې د سولې په شوراکې جاسو غړیتوب ولري او د افغانستان لپاره د کار کولو په موخه پردي ګټې خوندي کړي او ستر خیانت او جنایت ته کوربه وي نو څنګه ممکنه ده چې سوله راشي او جګړه ختمه شي حال داچې د دې نظام څلور واړه ستنې د پردیو پر ملاتړ او دهغوی د ګټو لپاره درول شوي دي.
ورسره داهم باید جوته شي چې د سولې شورا دچا لخوا تمویلیږي بهرنیان یا کورني ډلې ټپلې؟ په جګړه کې د دولت او مخالفینو موقف او د دواړو ترمنځ بې طرفي چې یو اصل دی رعایت شوی او کیږي؟ آیا د دې شورا د غړو امتیاز د عدل او انصاف له مخې ټاکل کیږي او شوي دي یا د ګوندي او تنظیمي ګټو او امتیازاتو پر اساس؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې کولای شي د دې شورا راتلونکي فعالیت ته تر یوحده مشروعیت ورکړي.
افغان دولت له طالبانو سره په جګړه کې ۱۴ څوارلسم کال پیلوي او دغه شورای یې د جګړې ختمولو ته رامنځ کړې ده خو په دې اړه طالبان د دولت موقف ته څه ډول نظر لري ، د لته د طالبانو له نظریاتو څخه یوه برخه نقل کیږي هغه داچې د طالبانو په مشرتابه کې د دې شورا پر مشروعیت ستر دلایل مطرح دي، دوی وايي چې مخالفین او جنګي رقیبان یې په دې شورا کي غړيتوب لري او له دوی سره خبرې کول معنی نلري،سره له دې چې بهرنیان او دهغوی پوره وتل د سولې خبرو اساسي شرط دی ، طالبان پردې دلیل ستره تکیه اچولې چې ګواکي هغه ډلې ټپلې چې دوی ورسره په جګړه دي او پخوا د خپلې واکمنئ پرمهال یې ټول ورک کړي وو اوس د مصلح موقف لري چې په داسې یو دلیل سره د سولې هر ډول خبرې ردوي. او نه یې مني،بلې خواته په عامه اذهانو کې داسې باورنه هم موجود دي چې په دې شورا کې د سولي پلوي کم او دسولي نابودونکي څیرې ډېر دي.
که څه هم دولت دغه ډول دلایل نا مشروع او جنګ ته د طالبانو علاقمندي بللی خو تر خوای د سولې دپروسې پر دوام ټینګار کړی او دایې د دولت ستره ملي دنده بللې ده ، په داسې یومرموز او ګونګه فضاکې دسولې خبرې هیڅکله عملي جنبه نشي پیداکولی، دسولې خبرې مخلص او مخور شخصیتونه په ښه توګه مخ ته وړلای شي هغه څه چې د طالبانو پر غوښتنو پورې اړه پیداکوي ، خو په عام ډولبې طرفه او پر ملي ګټو ولاړ هوډ د هر مصلح پر شخیت او کړنو یې د باورنو پر ډیرولو ګتور بلل کیږي ، اما دغو ټکوته په کتو سره د سولې عالی شورا روانې هڅې له شک پرته پر ناباوریو تکیه زیاتوي، چې د دې شورا پر تعیناتو او تشکیل کې جدي کتنه د سولې خبرو پیل او عملي چاروته لاره هواروي که داسې ونه شي نو شک نشته چې زوړ ملا او زړې تراوي به وي.
اساسا سوله کونکي باید بې پرې او پر بین الافغاني پریکړو ولاړ اصول عملي کړي چې په دې برخه کې بهرني مداخله کونکي او هغه مالي سرچینې چې دسولې خبرې او هستې ګواښوي هم په نښه او پر لمنځه وړلو یېګټورې لارې چارې په ګوته کړي ، حال داچې د افغانستان د جګړې یو اړخ پوره بهرنيانوته ربط لري او له همدې وجې دغه ستره ملي پروسه له ځند سره مخامخ ده.
د مصلحو کسانو پر شتون د ټینګار کچه په مختلفو ډلو ټپلو کې د بحثونو منځ پانګه جوړي او دسولې عالي شورا موقف د مشروعیت پر ستر اړخونو او هر ډول اقداماتو ستر دلایل بلل کیږي چې به دې شوراکې د هر یو مصلح غړي او دهغوی اقدامات دسولې شفافیت او حقانیت په ښکاره ډول تعریفوي.
دم ګړ دسولې عالي شورا پر فعالیت او د دغه شورا پر غړو لګیدلي تورنه او ملي ګټو ته دهغوی نه پاملرنه هغه موارد دي چې اصلاح یې حتمي او لازمي بلل کیږي. سوله د هر افغان هیله ده او د جګړې ښکیل افغاني اړخونه هم دې ټکي ته پوره باولري او دعملي کولو چارې یې لټوي چې د اسلامي احکامو او ملي افغاني ګټو پرخوندي کولو ولاړه عملي بڼه ولري ، چې له دې پرته هردول هڅه د مشروعیت له کرښې د وتلو پر معنی ده او سوله به هیڅ کله رانشي.
لیکوال:
عبدالغفار کامیاب.