
لنډه کیسه
د غره له سره(له خپلې جونګړې) یې د یهودي کور ته چې د غره په ډډه کې و را ولګول، ځکه چې دریمه ورځ وه چې بره آسمان نه یې روزي بنده وه. د سپین ږیري چې نور د صبر جام لبرېز شوی و، په لړزېدلي لاس د یهودي ور وټکاوه. شیبه وروسته یهودي کتل چې د پورته غره سپین ږیری عابد یې مخې ته ولاړ دی او لړزې نیولی. یهودي ویل، څه شي له خپلې جونګړې زما تر وره را ورسولې؟
سپین ږیري عابد نه چې لوږې وار پار خطا کړی و، په کمزوري غږ وویل: صیب، بې غمه به مې د خپل رب عبادت کاوه او هغه به پورته له آسمانه روزي راته را لېږله، خو دا دریمه ورځ ده چې د ډوډۍ څرک هم نه شته، وږی یم که کومه مړی را کړې. یهودي له څه ځڼډ پرته درې ډوډۍ له کوره را ووېستې او عابد ته یې په لاس کې ورکړي. له اخستلو وروسته عابد د خپلې جونګړې پر لور په مڼډه رهي شو، څو په دمه یې ګړم ته ښکته او د ګېډې چاره پرې وکړي. څه ځای به تللی نه و چې وروسته یې د یهودي د غټ سپي د پښو ترپا او د ژورې ساه اخستو غږ تر غوږ شو. عابد پوی شو چې داړې خښوي، نو یوه ډوډۍ یې ور واچوله، څو له شره یې خلاص شي. سپي ډوډۍ تر حلقه تېره کړه او بیا ورپسې شو، چې د تېر په څېر یې دوه نورې ډوډۍ هم د عابد له پنجو خپلې خېټې ته ښکته کړي. وږی عابد چې بیا هم سپی کاته چې د ده د داړلو په هڅه کې دی مخ را وګرځوه، ویې ویل:
ډېر بې حیا سپی یې، د دریو ډوډیو له خوراکه وروسته د یو سپین ږیري د خوړلو او داړلو په هڅه کې یې!
دغه وخت خدای ج سپی ګویان کړ، چې سپین ږیري عابد ته یې وویل: سر ګرېوان کې ښکته کړه، زه د یو داسې تن په کور کې پروت یم چې زما د رب ستر دښمن دی، سره د دې چې په ورځو مې نه د ډوډۍ او نه د اوبو درک وي، خو بیا هم په لوږه او تنده یې وفادار او د کور ساتنه کوم.
ته خو د هاغه چا در ته پروت وي چې د ټولې نړۍ د رزق ذمه یې په غاړه اخستې او په خپل وخت یې رزق ور رسوي، څه وشول چې درې ورځې یې رزق درنکړ د یو یهودي ور ته دسوالګر په څېرودرېدې؟ او د خپل رب د اعتماد پر ځای دې د هغه له دښمنه رزق وغوښت. نو اوس ووایه چې بې حیا زه یم او که ته؟
ملګرو!
اتم ټولګي کې وم، چې پورتنۍ کیسه د ریاضي ښوونکي د درس په پای کې را واوروله، ذهن یاري وکړه او په دې مې پر لیکه کړه چې ګټوره راته ښکاره شوه.