د معراج شپه

 
   معراج په لغت کې د یوې وسیلې په مانا ده، چې په مرسته یې کولای شو پورته تګ وکړو، خو په روایاتو او تفسیرونو کې دا اصطلاح د حضرت نبي کریم (ص) د جسماني سفر په اړه، چې له مکې څخه بیت المقدس  او له هغه ځای څخه آسمانونو ته او بېرته یې خپل وطن ته ترسره شو کارول شوې ده .
  د حضرت رسول الله (ص) د معراج سفر د طایف له پېښې څخه وروسته را منځته شوی دی، له همدې امله الله (ج) جبرائیل (ع) ته وفرمایل :
  دوست مې په طایف کې ډېر زیات اندېښمن شوی دی، ټول بدن یې له ټپونو ډک او زړه یې مات شوی، خو سره له دې هم یوازینی څیز چې هغه یې غواړي، نو زما رضا او خوښي ده، له دې امله لاړ شه زما دوست ماته راوله، تر څو د جنت هغه نعمتونه، چې ده ته  په تمه دي او د دوزخ هغه عذابونه، کوم چې د ده دښمنانو ته په تمه دي وویني، هغه ته به تسلي ورکړم او د مات زړه درملنه به یې زه په خپله وکړم .
  جبرائیل (ع) جنت ته لاړه د براق په نامه جنتي آس چې له ۴۰۰۰۰ له کلونو را پدېخوا، د داسې یوې شېبې په تمه و، پیدا کړ، د نوموړي آس په وچویلي باندې د شهادت کلمه لیکل شوې وه، جبرائیل (ع) په یاد آس باندې سپور شو؛ نبي کریم (ص) ته ورغی او ورته وې ویل :
  ای د نبیانو سرداره ! ای د خدای (ج) دوسته ! له راتګ څخه مې مه خواشینی کېږه ! الله (ج) تاته سلامه رالېږلی او خپل حضور ته یې بللی یې؛ دا یو بې جوړې نعمت دی، چې تر اوسه هېڅ پیغمبر ترې نه دی برخمن شوی، پاڅېږه چې لاړ شو، حضرت نبي کریم (ص) پاڅـېده اودس یې وکړ او له جبرائیل (ع) سره  د معراج په سفر لاړه، دواړو پورته تګ پیل کړ. د حضرت نبي کریم (ص) ښي اړخ ته هم ۸۰ پرښتې وې او چپ اړخ ته یې هم. یادو پرښتو په خپلو لاسونو بلې ډیوې نیولې وې او حضرت رسول الله (ص) ته یې لارښوونه کوله . حضرت نبي کریم (ص) په لومړي آسمان کې له حضرت آدم (ص) سره لیده کاته وکړل، لومړي پیغمبر په ډېرې مینې او لېوالتیا، وروستي پیغمبر ته سلام واچاوه او ښه دوعا یې ورته وکړه، په دې سربېره په لومړي آسمان کې پرښتې په ډېرې عاجزۍ سره ولاړې وې، چې د ( سبح قدوس ربنا و رب الملائیکه والروح ) کلمو په ویلو سره یې د الله (ج) ستاینه کوله. فخر کاینات حضرت رسول الله (ص) له جبرائیل (ع) څخه وپوښتل : د دې پرښتو عبادت همدا ډول دی ؟
حضرت جبرائیل (ع) وویل : هو، له کومې ورځې چې دوی پیدا شوې دي، همدا ډول دي او د قیامت تر ورځې به همداسې ولاړې پاتې وي . جبرائیل (ع) وړاندې زیاته کړه، زه تاته توصیه کوم، چې له الله (ج) څخه د خپل امت له پاره همدا عبادت وغواړې، کله چې حضرت نبي کریم (ص) دا عبادت یې د خپل امت له پاره وغوښته، نو یاد عبادت د ولاړې په شکل زموږ په برخه شو. حضرت رسول الله (ص) په لومړي آسمان کې یو شمېر انسانان ولیدل، چې په ډېر دروند ډول د خپلو ګناهونو سزا ویني، کله چې نبي کریم (ص) یې د لامل پوښتنه وکړه، نو جبرائیل (ع) ورته وویل : دا هغه کسان دي، چې د لمانځه پرمهال یې رکوع او سجده سمه نه ده ادا کړې، د جمعې لمونځ، د جماعت لمونځ یې پریښی وو، د خپلو مالونو زکات یې نه و ورکړی، په امانت کې یې خیانت کړی دی، زړه خوږ یې نه دی کړی، حرام مالونه یې خوړلي دی، غیبت یې کړی دی، شراب یې څښلي دي، په درواغو یې شاهدي ورکړې ده، بډې یې اخیستې دي، زنا یې کړې ده او د خپل پلار له امر څخه یې سر غړونه کړې ده، په بل آسمان کې یوه ډله پرښتې د رکوع په حالت کې په عبادت بوختې وې او په همغه حالت کې یې قرار درلوده .  حضرت جبرائیل (ع) دې پرښتو ته په اشارې سره وویل : د دې پرښتو د عبادت تګلاره همدا ډول ده او د قیامت تر ورځې به دا تګلاره دوام ولري، ته هم د خپل امت له پاره له الله (ج) څخه دا عبادت وغواړه، په دې ترتیب، د دې پرښتو له برکته په لمانځه کې موږ ته د رکوع نعمت را په برخه شو.
  په ټولو آسمانونو کې پرښتې وې، چې د سجدې په حال کې یې د الله (ج) تسبیح ویله، نو جبرائیل (ع) دا ځل هم پیغمبر (ص) ته وویل، چې مه هېروه، دا عبادت هم د خپل امت له پاره، له الله (ج) څخه وغواړه، کله چې حضرت نبي کریم (ص) له الله (ج) څخه د خپل امت له پاره دا عبادت وغوښته، نو په لمانځه کې د سجدې احسان پر موږ وشو. حضرت رسول الله (ص) یوه پرښته ولیده، چې د کرسي پر سر ناسته وه، د دې پرښتي ښي اړخ ته یوه نوراني پرښته او چپ اړخ ته یې یوې تورې پرښتې شتون درلوده او دواړه په خپل کار بوختې وې. جبرائیل (ع) نبي کریم (ص) ته وویل : دا عزرائیل دی .
   الولعزم پرښتې ته ورغلل حضرت عزرائیل یې د الله (ج) دوست ته ور پېژانده، حضرت عزرائیل (ع) په یوه خوږه موسکا او په خورا ډېر درنښت حضرت رسول الله (ص) ته سلام وکړ او د هغه ستاینه یې وکړه .
  درود دې وي پرتا ای د عالم غوره ! له شک پرته ستا امت په ټولو امتونو باندې غوره دی، ستا د درنښت او عزت په خاطر له هغوی سره به د دوی له مور او پلار څخه هم ښه چلند وکړم. رسول الله (ص) وفرمایل : هو ما هم له تا څخه همدا غوښتل، زما امت ډېر کمزوری دی، له تا څخه غواړم، تر څو له ښکلې او له موسکا ډکې څېرې سره د هغوی په وړاندې حاضر شې او روح یې پرته له کومې ستونزې، رنځ، عذاب او په نرمۍ سره واخلې، له دې وروسته حضرت نبي کریم (ص) له حضرت جبرائیل (ع) سره بیت المعمور ته لاړ، چې له سرو یاقوتو څخه جوړ شوی دی، له دې وروسته حضرت رسول الله (ص) د حضرت جبرائیل (ع) په غوښتنه امام شو او د ۷ آسمانو له پرښتو سره یې دوه رکعته لمونځ ادا کړ، کله چې زموږ ګران پیغمر حضرت نبي کریم (ص) دا ستر جماعت ولیده، نو له ځان سره یې وویل : کاشکې زما امت کولای شوای، چې د دې ستر جماعت په څېر یې خپل لمونځ ادا کړی وای ، الله (ج) د حضرت نبي کریم (ص) دا هیله د یوې دوعا په توګه قبوله کړه او د دې دوعا په برکت د جمعې لمونځ د مسلمانانو په برخه شو، وروسته له دې چې جبرائیل (ع) رسول الله (ص) یې سدرة المنتهی ته ورساوه، نو وې ویل : زما دنده تر همدې ځایه وه له دې زیات نه شم کولای چې وړاندې ګام کېږدم، که چېرې له دې وړاندې لاړ شم، نو سوزم او ایره کېږم .
  له دې وروسته یې خپل وزرونه پراخ کړل او بېرته په لومړني حالت را څرګند شو، په هغه ځای کې د رف رف په نامه شین جنتي آس را ښکاره شو، د رف رف رڼا د لمر له رڼا څخه هم زیاته وه او تل د الله (ج) په ذکر بوخت و، رسول الله (ص) ته یې سلام ډالۍ کړ؛ زموږ ګران پیغمبر په رف رف سپور شو او له ۷۰۰۰۰۰ پردو څخه تېر شو، عرش کرسی او د عالم ارواح یې تر شاه پرېښوده، حضرت رسول الله (ص) به چې له هرې پردې څخه تېرېده، نو ای محمده مه ډارېږه را نږدې شه غږ به یې اورېده، کله چې د قوسین مقام ته ورسېده، نو رف رف هم نه شو کولای، چې وړاندې لاړ شي، نو له دې کبله له هغه ځایه لرې شو او یو بل آس راغی، چې له مرجانو څخه جوړ شوی و، زموږ ګران پیغمبر نبي کریم (ص) په هغه آس باندې سپور شو او له پوړیو څخه تېر شو، کله چې د خدای (ج) حضور ته ورسېده، هغه (ج) ته یې دا ډول سلام وکړ : التحیات لله والصلاوات و الطیبات.            خدای (ج) د هر ډول ستاینې وړ دی او الله (ج) د خپل حبیب سلام په دې ډول ځواب کړ : السلام علیک ایها النبی ورحمت الله وبرکاته .
له دې وروسته نبي کریم (ص) دا ډول ځواب ورکړ : و سلام علینا و علی عباد الله الصالحین. دا و چې د ۷ آسمانو پرښتو په یوه غږ وویل : اشهد ان لا الا الله و اشهد ان محمد عبده ور سول .
په دې ترتیب  د دې دوعا له برکته په لمانځه کې په مسلمانانو باندې د التحیات د دوعا ویلو احسان وشو او لمونځ د مومنانو معراج شو .