
شـــپه وه، وريځ وه او ستا مخ هم رڼا نه کــوله
د اغـــزو غېږ کې ګلابونو نڅا نه کــــــــــــــــوله
د هـمــــــدردۍ له ژمي ټـــول زړونه تاوده ووتل
خو زما له سترګـــو ستا غومبرو حيا نه کـــــوله
پښې مې وجــــود پسې تر ډېره ځړېدې درتلمه
تن کې مې ساه نه وه، مورکۍ هم دعا نه کوله
ته دې د خــــــپل زړګي په ورکه پسې نه وتلې
تا دې له خپل زړه سره هېڅ وخت سلا نه کوله
زه لکه سيوری، لکه واوره ځان کې ويلې شومه
ما لکــــه مړی، ستا په ولي ژړا نه کـــــــــــــوله
ګـــرځېدم، ستا تر نيازبين حســـنه بلا وګرځېدم
خــو تا له خـــپل غـــرور نه ښکته سودا نه کوله
محب الرحمن محب