
لنډه کیسه
سپین کاغذ سره د وینې له بانک نه راووت، ناڅاپه یې په یو تېک پېک ځوان سترګې ولګېدې، غږ یې کړ، خو هغه نه اورېد، ځکه چې ګوشیانې یې په غوږو وې. سپین ږیري بابا قدمونه چټک کړل، په اوږه یې ورته لاس کېښود، په کمزوري غږ یې وویل: زویه! له ډېرې لرې سیمې راغلی یم، لمسۍ مې ناروغه ده، وینې ته ضرورت لري. ډانکټرانو ویل، ته خو دا پاڼه وګوره! څه یې په کې لیکلي؟ زه تیاره مړی خو پرې نه پوهېږم. هغه مخکې له دې چې کاغذ وګوري، ویې وویل: زه بابا! موږ کې وینه له کومه شي؟ کوم بل ور وټکوه! موږ کې خپله چک وینه نه شته، موږ خپله...
ده همداسې سپین سترګي کوله، خو هغه خوارکي یې کله خبرو او کله سرو غمبورو ته کتل، چې لمر ته ځلېدل.