کروندګر


لنډه کیسه
یو دم تورې ورېځې د آسمان په کنارو خورې شوې، د برېښنا پړک به سترګې برېښولي او د آسمان ګړزا غوږونه کڼول. کروندګر او دهقانان له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځایدل، ویل یې: دغه دی خدای ج مو عرض واخست، فصلونه ډېر تږي وو، که دوه درې ورځو کې باران نه وای شوی، شاید له ډېرې تندې وچ شوي وای.
په دې وخت کې د آسمان ګړزا نوره هم زیاته شوه او غټو غټو څاڅکو له ځمکې تپ پورته کړ.
ګل کاکا چې په تاخچه کې ناست و، ناڅاپه یې د خوني خلکو ته چیغې کړې، هله پورته شﺉ! څاڅکي په ږلۍ بدل شول.
یوه وویل، لکه چې فصلونو مو سر وخوړ، هغه لا خبره نه وه پوره کړې چې ګل کاکا پرې بړز وهل، غلی شه! په ژبه دې مار را شین شه! تاته لکه چې زموږ خواري هېڅ هم نه ښکاري؟ شپه و ورځ مو په ځان یوه کړې وه، لمونځونه مو قضاء کړي، ملا ګانې مو ماتې شوي، تر څو دې ځل لږ ښه حاصل په لاس راوړو.
خوله دې نه خوږیږي، وران خولیه! چې زموږ فصلونه تباه کوې؟
کاکا همداسې چالان و، چې بل کروندګر یې په اوږه لاس ور کېښود، ورو یې ورته وویل:
شاته وګوره! هغه چې له شدارې(کړکۍ) وکتل،ټول فصلونه اوار پراته ول او په سر یې یوه لوېشت سپینه ږلۍ پرته وه.
ګل کاکا یوه شیبه بې حسه ولاړ و، باور یې کاوه چې خوب ویني، که ځوان زلمی زوی یې مړ وای، دومره به نه و خفه، لکه دې کار چې خفه کړ.
په خونه کې چوپتیا خوره وه، له ډېره غمه له چا سوڼډ نه خاته، یو ناڅاپه ګل کاکا نورو ته مخ کړ، ویې ویل:
آذان به مو اورېده، خو اودس کولو ته به مو ملا ماته وه، د اوبو د وار پر سر به مو سرونه ماتول، خو لمونځ کولو ته به مو غړي سست وو. دا زموږ کړنې او دا مو د خدای کار. په پای کې یې ځان او نورو کروندګرو ته د اصلاح په نیت د جومات د ملا امام هغه بیتونه واورول، کوم چې به یې ده ته د لمانځه پر وخت ویل او ده به پرې غوږ هم نه ګراوه:
نه دي دهقانان خپلو لمونځونو ته وزګاره
ډېرـ ډېر دي ګرفتار
وربشي خبر به شي اوس نه کړي اعتباره
ډېرـ ډېر دي ګرفتاره