
لڼډه کیسه
میرداد ماما سهار په خړه کې له کاله ووت، څو له مڼډیي خپلې هټۍ لپاره تازه سبزي او ترکاري راوړي.
مڼډیي کې یې سودا خلاصه نه وه چې موبایل یې وشړنګېد، ساده موبایل چې کلیوالو به خښته باله روښانه شو،ویې وکتل، چې د ملک کاکا شمېره ده، کومه چې یې د یو کارټون په انځور ذخیره کړې وه.
بټن یې زور کړه، چې له هغې خوا ملک کاکا ستوني تازه کړ او بیا یې وویل:
میرداده! د خدای رضا ده، که ستا زوی له ونې وغورځېد او ژوند یې له لاسه ورکړ، داسې ده لکه خپل زوی چې مې له لاسه ورکړی وي، خو پام چې غم ونه کړې! د مېلمنو د بندوبست لپاره مې همدا اوس په هغه غټ سخوندر چاړه راکش کړه، ستا تر راتګ پورې به د سقاط، فدیې او د پخلي ټول ترتیبات ونیول شي.
میرداد ماما له دې وېرې چې کلیوال ونه وایي، مړی یې دشلغم په څېر خښ کړ د ملک کاکا خبرې په نه زړه ومنلې او د هټۍ لپاره اخستل شوې سودا یې هم موټر ته بار کړه.
مړی خښ شو، ماښام په ټول کلي حلوا ووېشل شوه. سبا ورځ د کلي د پخواني دود له مخې د کلي پخو ملایانو د لمر پیتاوي ته د قرآن پاک په ختم پیل وکړ او تر څنګ یې د ملک کاکا په دعا د میلمنو لپاره لوی لوی د پخلي دېګونه باندې شول.
میرداد ماما سره د ملک کاکا ښېګڼې د څلوېښتۍ تر ورځې ادامه درلوده، خو داسې یوه ورځ هم راغله چې میرداد ماما د ور شاته د کشري زوی غږ اورېده، چې ملک کاکا ته یې ویل:کاکا! پلار مې کور کې نه شته، خو هغه به په لوړ غږ ویل:
ورشه ورته ووایه! چې کور خرڅ کړي او ما ته مې د چاغ سخوندر پیسې پوره کړي.