
ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ موږ ټول د زېږېدو له ورځې برابر پیدا شوي یو، خو د امتیاز توپیر مو په رښیتنولۍ او سپېڅلتیا کې دی .
۲ ـــ د فسادونو وروستۍ درجه د ظالمانو په ګټه د قوانینو تطبیق کول دي .
۳ ـــ د کار نه کول د ژوند له نه کولو سره یو شان دی .
۴ ـــ د څو مچانو نېښونه، هېڅکله نه شي کولای، چې د ګړندي آس د منډې مخه ونیسي .
۵ ـــ هغه کس چې هیله لري، د کال څلور واړه فصلونه دې پسرلی وي، نه ځان پېژني، نه طبیعت او نه هم ژوند .
۶ ـــ که پر بېوزلو غوسه شې، نو دلیل یې دادی، چې ځواکمن نه یې .
۷ ـــ هرڅوک دوه ځلې مري : لومړی هغه مهال چې له زړه نه یې مینه لاړه شي، دویم هغه مهال چې ژوند ته سپکې او سپورې وایي، خو د ژوند مرګ د مینې د مرګ په وړاندې نا څیزه دی .
۸ ـــ زما په لاس کې چې تل د ادب قلم وي، نو د پاچاهۍ د تاج پروا نه لرم .
۹ ـــ رښتینې مینه لرېوالی خو څه آن چې له مرګ سره هم نه په خلا کېږي .
۱۰ ـــ مینه له دوا څخه خوږه ده، لکه څنګه چې کیسه له تاریخ څخه اغېزناکه ده .
۱۱ ـــ که چېرې کوم عمل مو وکاره، نو عادت به ورېبئ. که مو عادت وکاره، نو اخلاق به ورېبئ او که اخلاق مو وکاره، نو سر نوشت به ورېبئ .
۱۲ ـــ دوستي د روح واده دی، په هغه کې د بېلدو او طلاق اجازه نه شته .
۱۳ ـــ د ژوندانه د لوبې په پیل کې انسان تېروتونکی او په پای کې یې تېر ایستونکی دی، یا په بله وینا د وري غوندې زېږي او د ګیدړ غوندې مري .
۱۴ ـــ کتابونه په نړۍ یا لږ تر لږه په هغو قامونو، چې لیک و لوست یې زده وي واکمني کوي، نور قامونه یې ارزښت نه لري .
۱۵ ـــ د کتاب پاڼې داسې وزرونه دي، چې اروا مو د رڼا په لوري الوزوي .
۱۶ ـــ وزګارتیا او مرګ یو دي .
۱۷ ـــ کار انسان له دغو درېیو سترو بلاوو څخه ژغوري : سستي، بې لاري، اړتیا .
۱۸ ـــ ښځې دنده لري، چې د نارینه اخلاق وروزي .
۱۹ ـــ یو پاک زړه د نړۍ تر ټولو ښکلیو جوماتونو او معبدونو ښکلی دی .
۲۰ ـــ چې خبره د پیسو شي، نو بیا ټول یو دین و یو قانون مني .
۲۱ ـــ دوه لاملونه هېواد ویجاړوي : لومړی چې پوهان ونه لري، دویم چې د چارو واګي د پوهانو په لاس کې نه وي .
۲۲ ـــ د بدیو وروستی پړاو، د تېري په لاره کې د قانون کارول دي .
۲۳ ـــ ژان ژاک روسو ! زه ستا د وینا یو ټکی هم نه منم، خو د ژوندانه تر پایه به هڅه کوم، چې ته ویلو واک ولرې .
۲۴ ـــ انسان هماغه شېبه، چې د خپلواک کېدو پرېکړه کوي، خپلواک دی .
۲۵ ـــ موږ ټول یو شان له میندو زېږېدلي یو، یوازې ښه والی او پرهېز ګاري مو ترمنځ برید ټاکي .
۲۶ ـــ تاریخ د بشر د جنایتونو او بدبختیو انځور دی .
۲۷ ـــ د دو مینو یو ځای کېدل او بېرته جلا کېدل، د ژوندانه دوې ارزښتمنې شېبې دي .
۲۸ ـــ مینه پیاوړی اور دی، چې په یوه شېبه کې زړه او ماغزه تر برید لاندې نیسي .
۲۹ ـــ د مینې پیوند په بېلتانه څه، چې په مرګ هم نه بېلېږي .
۳۰ ـــ د ښځې کاته تر قوانینو زورور او اوښکې یې تر شرعي ځواکونو اغېزناکي دي .
۳۱ ـــ زما د ژوندانه ټولې بریاوې، هڅې، پوهه او ویاړونه له ښځې سره په یوه شېبه مینه نه ارزي .
۳۲ ـــ هنرونه ټول سره وروڼه دي، هر یو پر بل وړانګې اچوي .
۳۳ ـــ د دې له پاره چې ښه ولیکو، نو یوه خپلواک هېواد ته اړتیا لرو .
۳۴ ـــ څوک چې له مرګه وېرېږي، نو له ژونده هم وېرېږي .
۳۵ ـــ څوک چې غواړي خپلواکي یې خوندي پاتې شي، نو باید ځان په ساده ګۍ او بې برخې توب روږدی کړي .
۳۶ ـــ ټول خلک خپلواکي خوښوي، خو په ګڼو لارو چارو یې د له منځه وړولو کې بوخت دي .
۳۷ ـــ موږ ټول یو ګډ فکر او خیال لرو او هغه د مال او شتو ټولول دي .
۳۸ ـــ په ځانګړې توګه سیاست یانې د هېواد لرلو علم، خو په عام ډول د سیاست هر یو کار ځانته خاصیت لري .
۳۹ ـــ د سړي وجدان لکه د هغه خپل ساعت داسې دی، هر سړی دا دعوه کوي، چې زما ساعت ښه او سم کار کوي .
۴۰ ـــ نېکمرغي هغه جامې دي، چې طبیعت هغه په ډېره ګرانه بیه پر موږ پلوري .
۴۱ ـــ انسان هېڅکله بد عمله او خبیث نه وي زېږېدلی، بد عملي او خباثت ساري ناروغۍ ده .
۴۲ ـــ دوست لکه د چترۍ په شان چې په باران کې نه پیدا کېږي .
۴۳ ـــ دا زه یم، چې پر تاباندې لوړ یم او همدا زه، چې ته را باندې ګران یې .
۴۴ ـــ څوک چې د ژبې په خوځولو کې مهارت لري، نو ناولی نیت ته په زړه کې وده ورکوي .
۴۵ ـــ ژوند د کوچني والي په څېر دی، ترڅو ستر شوی نه وي، باید ځانګو ته یې ټالۍ ورکړو .
۴۶ ـــ د هر قوم ژوندون د جنایتونو، مصیبتونو او خلکو د لېونتوب یوه سلسله ده .
۴۷ ـــ د الله (ج) نعمتونه بې شمېره دي، خو هر څوک د خپل قسمت په کچه له هغې څخه برخمن کېږي .
۴۸ ـــ له لرې او اوږدو هیلو لرې اوسئ، ځکه چې له خپګان او اندېښنې پرته بله پایله نه لري .
۴۹ ـــ مور د ژوند سمبول، مینه او محبت دی .
۵۰ ـــ د دوه مینانو دیدن او بېلتون، دوه ارزښتمن وختونه ګڼل کېږي .