ښکاري او د هغه لورګانې

 
له پنډه ډکه کیسه
  یوه ښکاري درې لورګانې لرلې اوله  هغو څخه به یې هره ورځ، یوه له ځان سره د سیند غاړې ته بیوله، ترڅو په ښکار کې ورسره مرسته وکړي او ماښام به له کبانو ډکې ټوکرۍ سره بېرته کورته راګرځېده . یوه ورځ په داسې حال کې چې ښکاري له خپلو لورګانو سره ډوډۍ خوړله، نو وې ویل : کب هغه مهال د ښکاري په دام کې را ګیر کېږي، چې د       الله (ج) له ذکره بې غوره شي .
  یوه ورځ د لورګانو له ډلې څخه یوې لور یې وویل : پلار جانه ! آیا پرته له انسانه داسې نور څوک هم شته، چې د الله (ج) ذکر وکړي ؟
  ښکاري ځواب ورکړ : هو ټول مخلومقات د خدای (ج) ذکر کوي او په دې باندې ایمان لري، چې هغه (ج) یې خالق دی .
نجلۍ د پلار په دې خبره ډېره  حیرانه شوه او وې ویل : موږ ولې د هغوی د ذکر غږ نه شو اورېدلئ ؟، پلار په موسکا وویل : له مخلوقاتو څخه هر یو یې ژبه لري، چې د هغې په وسیله وکولای شي، له خپل هم جنس اړیکه ټینګه کړي او له هغوی سره په ګډه د الله (ج) ذکر وکړي او خدای (ج) په هر شي باندې ځواکمن او قادر دی .
  کله چې سبا  د لیلا وار را ورسېده، ترڅو له خپل پلار سره د سیند غاړې ته لاړه شي، نو هوډ یې وکړ، تر څو یو ځانګړی کار ترسره کړي .  
 پلار د سیند غاړې ته ورسېده او ښکار یې پیل کړ، په داسې حال کې، چې دوعا یې کوله، چې الله (ج) روزي ورکړي، نو هر ځل به یې یو ستر کب نیوه او کوچنۍ لوریې لیلا به کب بېرته د سیند اوبو ته ور خوشې کاوه .
  لمر لا خپلې زرینې وړانګې د تیارو غېږې ته نه وې سپارلې، چې پلار یې کورته د تګ هوډ وکړ، ټوکرۍ ته یې وکتل، ګوري چې تشه ده؛ په داسې حال کې چې ډېر حیران شوی وو، وې ویل : لیلا ! کبان چېرې دي، څه دې پرې وکړل ؟
لیلا : هغه مې بېرته د سیند اوبو ورته خوشې کړل .
پلار : ولې دې داسې وکړل ؟ تا ولیدل، چې د هغوی د لاسته راوړلو له پاره مې څومره زحمتونه وګالل !؟
 لیلا : پلاره ! پرون مې واورېدل، چې ویل دې، کبان هغه مهال د ښکاري په دام کې را ګیر کېږي، چې د الله (ج) له ذکره بې غوره شي، نو زما هم هغه څه نه خوښېدل، کوم چې د الله (ج) ذکر نه کوي او زموږ کورته داخل شي .
 په داسې حال کې، چې د ښکاري له سترګو رڼو اوښکو د ګرېوان په لوري لارې جوړې کړې وي، وې ویل : هو لورې، ته رښتیا وایې، نو تشې ټوکرۍ سره بېرته کور ته را وګرځېده .
   په هغه ورځ د ښار مشر د خلکو له حالت څخه د کتنې په حال کې و، کله چې د ښکاري د کور دروازې ته ورسېده، نو د تندې احساس یې وکړ، د کور دروازه یې وټکوله او د اوبو غوښتنه یې وکړه . د لیلا خور د ښار مشر ته اوبه ورکړې او هغه هم اوبه وڅکلې، د الله (ج) ډېر شکرونه یې پرځای کړل، نو له دې وروسته ښار مشر هغې ته د پیسو یوه ډکه همیانۍ ورکړه او وې ویل : لورې ! دا ډالۍ زما له خوا تاسو ته درکول کېږي، ښار مشر لاړه، د لیلا خور ور وتاړه او له ډېرې خوشالۍ له کبله یې هوا ته پروازونه کول .
د لیلا مور وویل : الله (ج) موږ ته له کبانو څخه ستر نعمت را کړ، مګر لیلا ژړل او په دې خوښۍ کې یې له هغوی سره برخه وانه خیستله، ټول حیران شول، پلار یې وویل : ولې ژاړې، څه درباندې شوي دي ؟
لیلا : پلار جانه ! د الله (ج) دې مخلوق ( انسان ) موږ ته وکتل، په داسې حال کې، چې له موږ څخه خوښ و، هغه څه یې چې موږ ته د ډالۍ په توګه راکړل، نو موږ ترې خوښ او راضي شولو، نو په دې اړه هم فکر وکړه، که چېرې د دې انسان خالق موږ ته وګوري په داسې حال کې چې خوښ او راضي دی !؟
  پلار د خپلې لور له خبرو څخه د هغو پیسو په پرتله هم ډېر خوشاله، کومې چې د ښار له مشر څخه یې د ډالۍ په توګه  تر لاسه کړې وې او وې ویل : له الله (ج) څخه  ډېر خوښ او خوشاله یم او ډېر زیات شکرونه یې پرځای کووم، چې زموږ په کور کې یې داسې یو څوک پیدا کړی دی، ترڅو موږ ته د الله (ج) فضل و کرم او د هغه (ج) ستروالی را په یادوي .