د ننګرهار بانک د لوټمارۍ په جرم پر ۱۶کاله بند محکوم مجرم د لغمان مرستيال والي ټاکل شوی.

 
شهزاده مظلوميار؛
د افغانستان بانک له درې ځله لوټلو، د لغمان تر ولايت مقامه
د ننګرهار بانک د لوټمارۍ په جرم پر ۱۶کاله بند محکوم مجرم د لغمان مرستيال والي ټاکل شوی.
شهزاده مظلوميار دويمه پلا د اصلي ډالرو پر ځای د ای ايس ای له خوا ورکول شوي جعلي ډالر ايښي وو.
کله چې طالبان پر جلال آباد ورختل، شهزاده وار له مخه په څلورو پېک‌اپو کې د بانک ټوله شتمني «نغد او جنس» ورسره بار او د کامې له لارې يې پر مومندو باندې پاکستان ته واړوله.
خطرناک سقوط:
شهزاده مظلوميار په ننګرهار کې د جمعيت سرګروپ وو چې د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته استاد رباني په ننګرهار کې د افغانستان بانک رييس وټاکه.
کله چې طالبان پر جلال آباد ورختل، شهزاده وار له مخه په څلورو پېک‌اپو کې د بانک ټوله شتمني «نغد او جنس» ورسره بار او د کامې له لارې يې پر مومندو باندې پاکستان ته واړوله.
د افغانستان بانک په ګډون ټوپکوالو او جنګسالارانو له ډېری بانکونو د زرو او پنځه سوه افغانيو نوټونه ايستلي وو، خو ښاغلي شهزاده سل ګون او پنځوس ګون نوټونه هم ورسره بار کړي وو.
په ننګرهار کې د شهزاده له خوا د افغانستان بانک د چور خبرونه د هغه وخت چاپي رسنيو لکه له پېښوره خپرېدونکيو «وحدت» او «سهار» ورځپاڼو او له ناروي خپرېدونکې «مجاهد ولس» هم خپاره کړي دي.
د هېواد وتلي ليکوال او ملي مبارز محمد حسن ولسمل هم په خپل کتاب کې د دغه بانک چور په تفصيل رااخيستی دی.
پاکستان ته د شهزاده مظلوميار په اوښتو د پاکستان C.I.D افسران پر ده وروغورځېدل، پر مرۍ يې د "نصف لی و نصف لک" چاړه ورتېره کړه.
شهزاده مظلوميار قاچاقبرانو ته د پنځوس زره ډالرو په ورکولو له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته پښې سپکې کړې؛ خو د کډوالۍ دوسيه يې لا په دوران کې وه چې د طالبانو رژيم نسکور او استاد رباني بېرته د کابل پر تخت پښه واړوله.
په شهزاده مظلوميار کې يو ځل بيا د لوټ او تالان هوس سره را پورته کړ، سملاسي پاکستان او له هغه ځايه کابل ته راغی او پر هماغه ورځ د استاد رباني له خوا له سره په ننګرهار کې د افغانستان بانک رييس وټاکل شو.
دلته يو ځل بيا د ده بخت سترګې وغړولې، د نويو بانک‌نوټونو په را وتلو يې زاړه بانک‌نوټونه د دې پر ځای چې په نويو معامله کولو وروسته ضايع کړي وای، سلامت له بانکه وايستل او له سره يې په څو وارې معامله کولو ميليارډونه افغانۍ غنيمت کړې.
د شهزاده مظلوميار د حرص سترګې په دې هم ډکې نه شوې، له ننګرهار بانک څخه يې د اصلي ډالرو په ايستلو، د ای ايس ای له خوا چمتو کړي ډالر ځای پر ځای کړل؛ خو دغه درغلي پټه پاتې نه شوه.
له کابله ورغلي باصلاحيته پلاوي په خپلو پلټنو کې شهزاده په دې درغلي پړ او څارنوالۍ ته معرفي کړ.
څارنوالي د ده دوسيه بشپړه کړه او درې ګونو محکمو په شپاړس کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د محمد يونس قانوني خسر محمد عظيم جليلي چې هغه وخت د سترې محکمې برحال باصلاحيته قاضي وو، د استاد رباني په سپارښتنه د زندان له چارواکيو سره په جوړجاړي کې تر درې کاله بند تېرولو وروسته له بندي‌خانې ويوست.
اوس شهزاده مظلوميار د رباني د مېرمنې په سپارښتنه د ډاکټر عبدالله په مټ، د لغمان مرستيال والي ټاکل شوی.
ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله پر هغو ژمنو چې د ښايسته‌سالارۍ او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له امله په قسم او قرآن له ملت سره کړې، په خپل لاس خاورې واړولې؛ ځکه خو د ولس سترګې له خاورو ډکې دي.
شهزاده مظلوميار په جهاد کې پر "سلاح‌فروشي" تورن وو.
ده درې ځله په ننګرهار کې افغانستان بانک لوټلی.
د درې ګونو محکمو له خوا په شپاړس کاله تنفيذي بند محکوميت سره، له بنديخانې ايستل شوی.
خو اوس دغسې يو مجرم او کرپټ ته د لغمان ولايت برخليک سپارل شوی.
له سرخط څخه په مننه !