
چې غله دې وزیران شـــــــي او والیان دې پاټکیان شي
چې پولیس دې قاچاقبر شي خـرکاران دې جنرالان شي
چې اوردو دې شي آجېره ملیشه یې قــــــــــــومندان شي
چې کوڼ ړوند لوی څارنوال او بډې خوره د قاضیان شي
چې جنګي جنــــــــایتکار پکې د ســـــــولې قهرمـان شي
چې ډاکتر د طبابت او درمــــــــلتون ســــره یــــاران شي
چې مفت خوره د مفتیان شي او رعیت نیم پوډریان شـي
چې ناپوهه دې کارپوه شي او بې قدره کارپـــــوهان شي
چې لوی غوږی دې وکیل شي اوغوجل دې پارلمان شي
چې یتیم له لوږې مرې او د چارواکو لوی څټــــــان شي
چې د کار ســــړي بیکار شي، بیکاران کاروبــاریان شي
چې میرو دې شي ملک او ملکان دې میــــــــروګان شي
چې طالب دې شي ځانمرګی، مـــلایان ټول واکداران شي
چې واکمن دې شي بې واکه او بې واکه واکمنـــــان شي
چې دا من پکې چــارک شي او چارک بیا پکې من شـــي
چې د کورڅښتن میلمه شي او میلمه د کـــور څښتن شي
او چې حـــــــق پکې پایمـــــال او نــه مـړیږي خاینـــــان
څه به جوړ شي لدې ملکه درتــــــه وایـــــــــم په ایمـان
عثمان رسولي