
اکرم به هر ورځ تر ناوخته په روغتون کی په دنده لګياه و، ناوخته به کورته ستنيده، ډوډۍ به يی دمور او پلارسره يو ځای نوشی جان کول او بيابه خپلی کوټي ته ستنيده. تر ناوخته به يی مطالعه کول او د تخصص لپاره به يی اماده ګی نيول.
اکرم به د استراحت په وخت کی د سارا ديادونو سره يوځای کيده، د سارا جګه ونه، توری تاريکی سترګی، توری زلفی چې په سپينه ورځ به يی د سارا پرسپين مخ تورماښام جوړ کړی و، ورپه زړه شوی، زړه به يی په سينه کی ولړزيد، د ځانه سره به يی وويل: زما سارا، ته به چيری يی، څنګه به يی، دا غريب اکرم به دی په ياد وی او کنه. په همدی خيالو کی به اکرم په درانده خوب واوښت او ترسهاره به يی سارا په خوب ليدل.
دوه کاله وروسته:
د اوړی موسم و او هوا ډيره ګرمه وه، د کولرا ساری ناروغی د هيواد په ليری پرتو سيموپه خاص ډول په شمالی ولاياتو کی ورځ تربلی زياتيدله، هره ورځ يی د لس ګونو تنکيانو او زلميانو ژوند اخيسته. د عامی روغتيا وزارت د هيواد د شمالی ولاياتو د اوسيدونکو سره د مرستی په خاطر د ډاکټرانو څو ګروپه چې اکرم هم کی شامل و، برابر او د هيواد د شمالی ولاياتو ته يی وليږل. د اکرم دا لومړی ځل و چې د شمال په لور يی سفر کاوه، د سفر نه يی لذت وړ، کاروان هم په ورو، ورو حرکت کاوه، د لاری په اوږدو کی به کاروان تم شو، ډاکټران به يو، يو د انځورونو د اخستلو لپاره د موټر نه کښته شول، انځورونه به يی واخستل او بيا به يی سفر ته دوام ورکړ. اکرم په دی خوښ و چی د روغيتا وزارت ده ته دا زمينه برابره کړيوه، څو په شمال کی د خپلو هيوادوالو و چوپړ ته ور ودرومی.
د ډاکټرانو کاروان د سالنګ د تونل نه تير شول او د غرمی ډوډۍيی په خنجانو کی نوشی جان کړه، لمونځ او اودس يی وکړ او بيا يی خنجان او دوشی په لور سفر ته دوام ورکړ، د ماښام په شاوخوا کی و پلخمری ته ورسيدل، دلته کاروان پردوو برخو وويشل شول، يو ګروپ د کندوز لاره خپله کړه ترڅو د بغلان، کندوز، تخار او بدخشان خلګو ته کمک ورسوی، او بل ګروپ چې اکرم هم په کی شامل و، بيا د ايبکو په لور خپل سفرته دوام ورکړ.
اکرم نا وخت د ايبکود ښار روغتون ته ورسيد او درسيدو سره سم يی خپله دنده رسما شروع کړه، د نوکريوال طبيب نهيی د روغتون او ناروغانو په اړوند بشپړ معلومات ترلاسه کړل، د روغتون نه يی ليدنه وکړه، ناروغانو ته يی لازمه مرسته ورسول، او خپله دندی ته يی په ډيره مينی دوام ورکړ.
اکرم په ډيره مينه د شپی او ورځي د خپلو ناروغانو چوپړ کاوه، کله هم داسی نه کيدل چې د اکرم ناروغ دی روغ نه شی، په لنډه موده کی، اکرم د خلکو په زړوکی ځای وميند اوپه کابليډاکټرمشهور شو، د ليری، کليو نه به ورته ناروغان راتلل او بيرته به پسله څو ورځو روغ رمټ د کلی په لور ستندل، د ګاوڼديو ولاياتو ناروغانو هم د کابلیډاکټر نوم واوريد، د اکرم مراجعين ورځ تربلی زياتيدل، او اکرم يی هم په مينه مينه چوپړ کاوه.
شپي او ورځی تيريدلی او اکرم د ولس په منځ کی دځان لپاره په سلګونو دوستان ميندل، اکرم به هر شپه او هره غرمه د يوه چا ميلمهو، کله يی هم د چا، په خاص ډول دخپل ناروغانو بلنه نه ردول. خو کله چی به د روغتون نه ووت، خپله پته به يی په روغتون کی پريښودل ترڅو د اړتيا په وخت کی ورته خبر ورکړی.
د سارا پلار په دی منظور چې ځان د اکرم د ستونزی څخه بی غمه کړی، لور ويوه مالدار سړی ته واده کړی، د کابل نه د سمنګان په لور چې پلارنی ټاټوبیيیو، کډه وکړه، په کلی کی يی يو ښايسته ماڼی جوړه او خپل د پخوانی اشنای حسن خان سره چی په حسن بای مشهور و، پهکار اوبار پيل کړ. په کار کی داسی مصروف و چې په هفتويی هم د لور د احوال تپوس نه کاوه.
سارا د مسافرت په لومړيو شپو کی ډير وژړل، ورځی يی د تنهايی په ګوښه او شپی يی په ويښو د اکرم د خيالونو سره تيری کړی، خوراک يی کم شو او رنګ يی ورځ تربلی بی ژيړ شو، د وجود غوښه يی ويلی شوه، د ځوانی تازه ګی يی فرار وکړ. ورځي، هفتی او مياشتی يی د اکرم دغمونو سره تيری کړی. د حل لاره يی نه ميندل، بالاخره ناچاره شوه ترڅو زړه ته تسل ورکړی، غمونه راخپل او ورسره عادت ونيسی. سارا ورو، ورو، د ژوند سره عادت ونيو، غمونه خو يی هيرولای نه شوه، خو کوښښ يی کاوه ترڅو غلط يی کړی، ډير وخت به يی ځان د مورسره د کورپه کار کی مصروفاوه. سره ددی چې راتلونکی ورته ډيره تياره معلوميده، خو وعده يی کړی وه چي يوازی د اکرم سره به واده کوی.
څو مياشتی لا نه وی تيری چې کليوالو د سارا په اړه معلومات ترلاسه کړه، هر زلمی هڅه کول ترڅو د سارا سره واده وکړی، ډيری جرګی او مرکی د سارا پلارته ورغلی، خو سارا ټولوته يو ځواب وايه او هغه منفی و، سارا تصميم نيولی و چې کله به هم واده نه کوی، او که يی کوی نو يوازی د اکرم سره به واده کوی. سارا په دی پوهيدل چې پلاريی په يوه بډای سړی پسی ګرځی خو، دی پريکړه کړيوه، چې وروستی تصميم به يی ځان وژنه وی، او دابه هغه وخت وی چې نوری ټولی لاری پری بندی شی.
کلونه تيرشول، په سارا ډيری جرګی او مرکی راغلی، خو د قسمت ليکنی نه وی تللی، هرڅه په خير تير شوه، سارا لا اوس هم تمه لری چی يوه ورځ به خامخا اکرم پيدا کړی. تقدير داسی راغی چې د حسن بای ميرمن مړه شوه، حسن بای هم د فاتحی او جنازی د مراسمو وروسته د دوهم واده په لټه کی شو، حسن بای لوړه ونه او د غوښو ډک صورت درلود، خيټه يی د وجود نه بهر وتلی وه، او د قواری نه معلوميده چی بای (خان) دی. د کلی خلګ د حسن نه خورا ډاريدل، د حسن د ارادی پرته يی هيڅ کارنه شو کولای، په خپلو شخصی ښو او بدو کی يی د حسن اجازه اخيستل، او د کلی هرسړی دی ته حاضر و، ترڅو خپله لور د خان به نکاح کړی، خو خان بيا، خانی کول، د هر سړی لوريی نه خوښيده، ناظرانو ته يی دنده ورکړه تر څو د خان لپاره په يوه ښه کورنۍ کی يوه ښکلی پيغله و لټوی.
د سارا پلار هم د حسن په اړوند فکر کاوه، هره شيبه يی د حسن مالداری د ځان سره په فکر کی محاسبه کول، او غوښتل يی چې ځان په هغه کی ورشريک کړی.
څو اوونی تيری شوی، حسن هم د سارا په اړه پوره معلومات ترلاسه کړه، حسن نه پوهيده چې څنګه داخبره د سارا پلارته ورياده کړی. ډير ځلی يی سوچ کړیو خو د يوه ټکی نه ډير ډاريده او هغه دا و: که د سارا پلار زما غوښتنه و نه منی نو په کلی کی به می سر د تل لپاره ټيټ شي.
يوه ورځ دواړه ملګری د سارا پلار او حسن بای دوه په دوه د حسن په ديره کی ناست وه او پرشخصی ژوند يی بحث کاوه، د سارا پلار وويل: حسن خانه، ته خو د کلي مير او ملک يی، د پلار او د نيکه خان يی، ولی د بل واده په لټه کی نه کيږی.
حسن بای: خانه، ته خو ډير ښه فرمايی، خو زه بايد و ګورم او دځان د حال برابر سړی ولټوم، بيا به اقدام وکړم، حسن چپ شو، د ځان سره يی وويل: حسنه، فرصت د لاسه مه ورکوه، همدا يی وخت دی، د سارا پلار غږ پری وکړی او ويی ويل: حسن خانه، ته هم ولا زورور سړی يی، تا په داخپل دومره لويه خانی کی تراوسه د اسی څوک ونه ميند چی ستا وړتيا ولری؟
حسن خان: ميندلی خو می دی خو ډاريږم.
د سارا پلار: د څه نه ډاريږی؟
حسن خان: له دی نه چې مبا دا غوښتنه می رد کړی.
د سارا پلار: حسنه، ته خوداسی خبری کوی لکه ماشوم، له تانه به ښه او مناسب سړی څوک پيداکړی، خان يی، نوم او نښان لری، شتمنی لری، د پلاراو نيکه سړی يی ، کوم پلار به نه غواړی چی لوريی ستا په نکاح کړی؟
حسن: زمينه ښه مساعده وليدل خو غوښتل يی چې خپله خبره ښه پخه کړی، زياته يی کړه، ته خو ښه فرمايی او که چيری پيدا شو بيا؟
د سارا پلار: ته خو يوځل اقدام وکړه؟
حسن: چې دومره دی زړه په ما درد کوی، نوبيا ولی ته دوستی نه راسره کوی؟
د سارا پلار: مسکی شو او ويی ويل: نو تا کله تقا ضا وکړه چې ما ونه منل.
حسن: ښه ملګريه، نوزه داسی فکر وکړم چی تا ومنل؟
د سارا پلار اوس په دی ډاډه و چې تير يی پر هدف لګيدلی دی، غوښتل يی اوس نو دی ناز وکړی، ويی ويل: وروره، ملګری می يی، خان يی، د پلاراو نيکه خاوند يی، زه ډاډه يم چې له تانه بل ښه سړی نه شم ميندلای، زما له لوری خو دا اوس هم هوکی ده، خو دا دعمر سودا ده، لږ فرصت راکړه ترڅو زه داخبره په کور کی هم شريکه کړم، دواړو ملګرو سره وخندل، او بيا د سارا پلار د کور په لور، روان شو.
د سارا پلار کورته راغی او مخکی له دی چې کوټی ته ننورزی د اکرم مورته يی غږ کړه:
د سارا مورپه منډه ځان خاوند ته ورساوه او ويی ويل: سړيه، څه دی ويل؟
د سارا پلار: هو، زه غواړم له تانه څه وپوښتم.
ميرمن: وپوښته.
خاوند: کښينه،
ميرمن يی کښيناستل، سترګی يی د خان وخولی ته نيولی وی او منتظره وه چې خان به اوس بيا څه ګلان وکری.
خاوند: که موږ خپل لورو حسن بای ته ورکړو، څنګه به وی؟
ميرمن ددی خبری په اوريدو سره وچه کلکه شوه، رنګ يی د څيری والوت، يوه شيبه غلی شوه او بيا يی وويل: سړيه، څه!! موږ لور وحسن ته ورکړو، ايا ته هم پلار يی، زموږ د ګل په شان لور ګوره او هغه د غوايی په څير حسن.
خاوند: ښځي، زه او ته يی څه کوو چې حسن سړی دی که غوايی، مهمه داده چې حسن ددی سيمی پاچا دی، پاچا، او زما لور به ددی محل سرداره شی.
ميرمن: سړيه، خدای ته وګوره، ددی کاره لاس واخله، سارا به هيڅکله هم حسن و نه منی.
د سارا پلار د غصی نه تور، او شين شو او داسی يی وويل: لاهوله ولاقووته! کوردی شيطانه خرابه شه، ښځي ته په څه نه پوهيږی، زما خبره واوره، خان يو سردی، د تيری ميرمنی نه اولاد نه لری، دا يو چانس دی چی هر وقت نه وی.
ميرمن: سړيه، دبل مال ته سترګی مه نيسه، خدای شکوردی خپل دومره راکړيدی چی لاس مو چاته اوږد نه دی، شته خو شحالی نه راوړی، لږ خپل د لورخوښی په نظر کی ونيسه.
د سارا پلار، د حسن شتوداسی ليونی کړی و، چی د لورپه فکر کی بيخی نه و. مخ يی ښځی ته واړاوه، په قهر يی وويل: ته ددولت په قدر څه پوهيږی، ښځه می نه ليدل او عقل، زياته يی کړه، ما خپل پريکړه کړيده، دا کار به حتما کيږی، نورنو ستاسو زړه چی خوشحالياست او که خپه. د سارا پلار خپلی خبری داسی ختمی کړی: نورمی د مخه ورکه شه اوددی کار لپاره اماده ګی ونيسه.
د سارا مورپه داسی حال کی چې د خاوند دکوټی نه وتل، حکه حيران وه، نه پوهيدل چې څه وکړی، نه پوهيدل چې څنګه دابی منطقه خبره خپل لورته وکړی، او که يی ونکړی، څه به کيږی. د سارا مور د لور په غم کی ليونی وه، دځان سره به يی خبری کولی، کله به يی د ناچاری اوښکی پر مخ را وبهيدی، بيرته به يی ژراوښکی په پلو پاکی کړی او ځان به يی په يوڅه مصروف کړ. بيچاره سارا خو خبره هم نه وه چې څه روان دی.
دوه ورځي ورسته د حسن مرکه راغله او ددی مرکی سره سم پر سارا باندی اسمانونه را ولويدل، د قيامت ورځ پری جوړه شوه، نړۍيی واخرته ورسيده، د هيلو غوټی يی د خاوری کيدو په حال کی وی، خوبونه يی په سند لاهو شول، اکرم او دهغه بيچاره ګی يی وسترګو ته ودريده، او په رڼو سترګو يی خپل د هيلو جنازه ليدل چې د هديری په لور روانه وه. اوښکو يی پر مخ لاری وايستي، ژړا يی په ساندو بدله شوه، ګريوان يی وشلاوه. د سارا مور هم د لورسره يوځای شوه، او دواړو خپل د ناهيلی او بی وزلی اواز د اوښکو په څپو کی و ټولو کليوالوته رساوه، نژدی ګاوڼديانو د لور او مور په واويلا خبرشوه او فکر يی کاوه چی د چا جنازه وړی، هو! په رښتيا چې دا جنازه خورا ستره وه، دا د سارا د هيلو چې د ناوړه دودونو قربانی شویوی وی، جنازه وه.
په يوی شيبی کی د سارا ژوند او هيلی د نابودی د ستر تهديد سره مخامخ وي، د اکرم مينه چې په کلونو يی د سارا په زړه کی ريښی او ښاخلی ځغلولی وی، د تنکی توب نه زلميتوب ته رسيدلی وی، اوس دادی په يوه شيبه کی د حسن خان د هوسونو ښکاريدل.
مرکچيانو هم ددی حالت په ليدلو سره لار او ګودر ورک کړ وو، نه پوهيده چې څه وکړی، فکر يی کاوه چې د سارا دوی کور کی څه پيښ شويوی. دايی ښه و ګڼل چې پښی سپکی کړی او په يوه شيبه کی ټول مرکچيان د کوره ووتل او هر يو يی د خپل کور په لوری لاړه.
د سارا پلار په ډيره غصه په کور راننوت او ويی ويل: څه ټکه درباندی لويدلی ده، دا کوراو کلی به څه وايی، تاسی غواړی ما په لوی لاس په کور او کلی کی بی پته کړی.........................................................................
د سارا مور چې خپل د خاوند نه ډيره ډاريدله، دهغه په ليدو يو دم غلی شوه، لکه پاڼه رپيدله، اوښکو يی ګريوان لوند کړی و. لوريی خپل و غيږی ته رانژدی کړه، او هغه يی په خاموشه ډول و خاموشی ته راوبلل.
سارا نه چپيده، نورنو دهغه لپاره د ژوند وروستی لحظی وی، خپل د تنکيو هيلو سره يی د خدای په امانی کول، نورددی وخت نهووچېسارا بايد چپ شی، مور يی هرڅه کوښښ وکړ، خو هرڅه بی نتيجی پاته شوه، د سارا اوښکو دمور غصه هم زياتول، او د هغی قهر يی راپاڅاوه، خو مور يی ځان کنترول کړ، لوريی ځانته پريښودل او پخپله په دی نيت چې دخاوند سره يی خبری وکړی، ترڅو ددی اشتباه مخنيوی وکړی، د کوټی نه د باندی ووتل.
د سارا پلار او د هغه ميرمنی تر ډيره ژبه سره بدله کړه، ورځ په دعوا تيره شوه او شپی ورور ورو خپل تور ټغر وغوړاوه، خو د ميرمنی او خاوند جګړه لا پای ته نه وه رسيدلی. د سارا مور هڅه کول تر څو خاوند يی ددی کار مخنيوی وکړی خو د سارا پلار بيا پر خپله پريکړه ټينګ ولاړ و، دغه خبره يی تکرارول، جلی وړه ده ، په خپل ښه او بد نه پوهيږی، ته يی مور يی، ورسه پوه يی کړه.
شپه درنده شویوه، سارا هم غلی شويوه، خو د خاوند او ميرمنی جګړه لا روانه وه، ډوډۍ څو ځلی ګرمه او سړه شوه، د سارا مور خپل د خاوند ډير سپکی سپرغی واوريدی، خو تصميم يی نيولی و چې لور به په هيڅ ډول حسن ته نه ورکوی.
د سارا پلار د ډير غصی نه ستړی شو، ډوډۍيی ونه خوړل، ميرمن يی ځانته پريښوده او خپل د کوټی په لور، روان شو.
نورنو دسارا د ژړا غږ نه راتی، موريی فکر وکړی، چې ارامه شوی به وی، يا به ويده شویوی، دځايه راولاړشوه، څه خواړه يی راواخستل او په دی نيت چې دلور سره يوځای ډوډۍ وخوری د لور د کوټی په لور وخوځيدل، ور يی خلاص کړاو يوناڅاپه ديوی زړه بوږنونکی پيښی سره مخامخ شوه، سارا د کوټی په منځ کی د جنازی په ډول بی روحه لويدلی وه، د خولی نه يی سپين ځکونه راوتی وو او د سارا ګريوان يي لوند کړی و.
دسارا مور، ناڅاپه يوه لويه چيغه وايسته، د ډوډۍ لوښی يی د لاسه ولويدل، د لور پر لوريی منډه واخيسته، د سارا سريی راپورته کړ، خو داسی ښکاريده، چی د ژوند ورستی شيبی تيروی، او دژوند سره د خدای په امانی کوی.
دسارا پلار خپل د ميرمنی د چيغو په اوريدو سره ټوله برنډه يو ګام کړه، ځان يي دميرمنی سره يوځا کړ، او خپل لوريی د زنکندن په حال کی وميندل. سارايی د ماشوم په شان په غيږکی پورته کړه، ډير ناوختهو، په منډه يی موټر ته ورسول، د ولايت د مرکز په لوريی حرکت وکړ او هره يوه دقيقه وروسته به يی و موټروان ته ويل: تيز لاړه شه، د جلی حال ډير خراب دی.
د شپي ناوخته يي ځان د ايبکو روغتون ته ورساوه، موټر يی د روغتون مخته ودرواه، او سارايی په غيږ کی د موټرنه را کوزه کړه. د سارا پلار لا دوه ګامه د روغتون په لور نه و اخيستی چې دوه پرستاران يی مرستی ته ورورسيدل، سمدلاسه يی سارا په تذکره کې واچوله، او بيړنی کوټی ته دننه کړه، سمدلاسه يی نوکريوال موټروان په کابلی طبيب پسی ولږه او پخپله يی و ناروغ ته بيړنی مرستی يی شروع کړی. د سارا پلار خپل هيله دلاسه ورکړیوه، په ډيرو زاريويی وويل: ډاکټر صاحب خدای به کوی، ته به کوی لورته می نجات ورکړه.
ډاکټر: وروره صبر وکړه، خدای به هرڅه اسانه کړه، ته بيرون ته اوسه او دوعا ورته وکړه.
د سارا پلار د باندی په دهليز کی انتظار ايسته چې يو ځوان طبيب، چې د طبابت سپينه چپن يی په ځان کی وه، د مخی تير شو او راسا د بيړنيو مرستو خونی ته داخل شو، د سارا پلار د روغتون د پياده نه تپوسه وکړ، وروره، داڅوک دی؟
پياده: دا کابلی ډاکټر دی، اوس به انشا الله ستا لورته نجات ورکړی.
د سارا پلار چې لا پخوايی د کابلی طبيب نوم او صفت اوريدلو و په راتګ سره يی وغوړيد، هيله يی په زړه کی ژوندی شوه. وينه يی په رنګ و ځغليدل، د دهليز نه بهر ووت، لاسونه يی اسمان ته لپه کړه او خپل د لور ژوند يی د خدای پاک له درباره نه غوښته.
اکرم همدا چی بيړنی کوټی ته ننوت، بيله دی چې د ناروغ څيری ته پاملرنه وکړی، د طبيب نه يی پوښتنه وکړه، ناروغ څه تکليف لری.
نوکريوال: وايی مرګ موش يی خوړلی دی،
اکرم: څه! ولی! اوبيا يی سمدلاسه نسخه وليکل، پرستارته يی ورکړه څو درمل راوړی او بيا پخپله د نوکريوال ډاکټر سره يو ځای د ناروغ خواته ورغی.
همدا چی د اکرم سترګی پر ناروغ ولګيدی پر خپل ځای وچ کلک شو، ناببره يی يوه آه يی له خولی نه ووتل او بيا يی دا جمله تکرارکړه: اوه زما خدايه سارا! او هغه هم په داسی حال کی!
نوکريول هم د ډاکټر اکرم و حيرانتيا ته حيران پاته شو، ويی ويل: ډاکټر صاحب هغه پيژنی.
اکرم بيله دی چې نوکريوال ته ځواب ووايی، د سارا په چک او کنترول يی شروع وکړه، نبض يی ورو ورو غورځيده، او زړه يی لا د حرکت نه، نه و لويدلی.
اکرم سمدلاسه خپله بيړنی عمليات شروع کړه، په يوه لحظه کی يی وينه اماده کړه، او د معدی ووينځلو ته يی شروع وکړه. اکرم په ډيره کمه موده کی خپل بيړنی عمليات بشپړ کړه، او س يی ددی انتظار ايسته ترڅو خپل د کارنتيجه وګوری، شپه تيره شویوه او د سهار وړانګی د شپی د توري تياری دزړه نه د راوتلو په حال کی وی، اکرم په داسی حال کی چې نوکريوال طبيب ته يی د نورناروغانو د کنترول لپاره دنده ورکړیوه، پخپله يی د سارا د تخت و خواته پر يو چوکی ناستو او انتظار ايسته ترڅو سارا سترګی خلاصی کړی. سترګی يی د سارا سترګو ته پاته وی، او فکريی د ايبکو نه خورا ليری ولاړ، د کابل پوهنتون د سيد جمالدين ترزيارت پوری ورسيده، د پوهنتون لومړي ورځی يی ورپه زړه شوی، بيا يی د سارا د پلار توهين کونکی خبری ورپه ياد شوی، ته ځان وګوره او ما وګوره، هر څه هرڅه يی له ذهن نه تير شول، ملا دسهار په اذان سره اکرم د سوچو نه را وايست، اکرم هم د الله اکبر په اوريدلو سره وويل: جل جلاله، د ځايه پاڅيد او لاس يی د سارا په ټنډه پريښود.
سارا په داسی حال کی چې تازه د بی هوښی د حالت نه راوتلی وه، لايی سترګی نه وی خلاص کړی چې ورو يی د اکرم نوم زمزمه کړ. اکرم هم نور خپل کنترول د لاسه ورکړ، اوښکو يی د مرغلرو په څير پر مخ را و بهيدی او ورو د سارا پر مخ و څڅيدی، په ورو يی وويل: هو،سارا، زه يم ستا اکرم.
سارا سترګی پرانستی او اکرم يی خپل د سر دپاسه وليد، سارا فکر کاوه چې خوب وينی، څو، څو واری يی سترګی پټی او خلاصی کړی، ډاډه شوه چې خوب نه وينی ، لاس يی د اکرم د لاس د پاسه کښيښود، داسي يی وويل: ايا زه خوب نه وينم؟
اکرم، نه ګرانی، ستا خواکی ستا اکرم دی، دوه مينان تريوی شيبیيودبل په سترګو کی غرق شول او د څو ورکو کلونه داستان يی يو اوبل ته په خاموشه ډول بيان کړ.
سارا د اکرم لاس ټينګ کړ، ورو يی وويل: لاس مي ټينګ ونيسه، هيله ده چې په ټول ژوند يی بيا خوشی نکړی. ددواړو اوښکی روانی وی، يوه هم ځان نه شو کنترولای.
اکرم وويل: ګرانی ته او دلته هيڅ باور می نه کاوه، تا به و مومم.
سارا چې اوس د بی هوښی د حالت نه وتی وه، مسکی شوه او ويی ويل: ګرانه، دا وايه چې ته دلته څه کوی.
اکرم مسکی شو او ويی ويل: خپل د مينی د ژغورلو لپاره راغلی وم، د خدايه راضی يم پر وخت راغلم او خپله دنده می ښه ترسره کړه.
ساراوويل: وايه نو دا کابلی ډاکټر څوک دی.
اکرم: دا ستا اکرم.
سارا، اوه زما خدايه، ډير موده کيږی چی د کابلی ډاکټر نوم می اوريده، خو که زه پوه وای چې ته يی نو وخته به راغلی وای.
اکرم مسکی شو، و يی ويل: او که ته په وخت راغلی وای نوزما دنده به پخوا لاختمه شويوای. دواړه سره مسکی شوه.
اکرم: وايه و ګورم څوک درسره راغلی دی؟
سارا: رښتيا، زه خو له ځانه بی خبره وم، هيڅ نه پوهيږم چې څنګه دلته راغلم، شايد هم پلارمی.
اکرم بهر ووت، د سارا پلار يی وليد چی په ډيری عاجزی سره خپل د لور د ژوند غوښتنه کوله. اکرم د انديښنو د ټاله راو ايست، ويی ويل: خان کاکا، لور دی ښه ده اوس ته هغه ليدلای شی.
د سارا پلارته غږ اشنا معلوم شو، سر يی راپورته کړ، ترڅو ددی اشنا غږ خاوند وپيژنی، خو په دی وخت کی نورډاکټران د اکرم نه راټول شويوه او خان ونشوای کولای چی هغه ووينی، سمدلاسه د سارا د کوټی په لور ورغی، وريی پرانيست او سترګی يی د لورپر سترګو ولګيدی. د سارادپلار پر مخ اوښکو لاره وکړه او په داسی حال کی چې ځان يی د سارا د چپر کټ په لوری نژدی کاوه، داسی يی وويل، لوری، ايا سړی دا ډول کوی، ځان يی و لورته ورساوه، دهغی سر يی په خپل سينی پوری ټينګ ونيو او داسی يی زياته کړه، کور يی ددی کابلی ډاکټر ودان چی ته يی وژغورلی کنه ماته به په کلی کی مخ نه و پاته ، په ټول ژوند به می ځان نه وای بخښلی.
په ټول ژوند کی دا لومړی ځل و چېسارا د پلار اوښکی او نرم زړه ليدی، پلار يی کاملا بدل شویو، فکر يی نه کاوه چې داهمهغه پخوانی پلار دی چې د لورخبروته يی اصلا غوږ نه پريښوده، غوښتل يی چې څه ووايی. پلاريی پر خوله لاس ونيو او داسی يی ورته وويل: زويه هيڅ هم مه وايه او که امکان ولری نو پلار دی وبخښه، زه به هغه څه وکړم چې ته يی غواړی. په دی وخت کی اکرم د کوټی په وره کی د پلار او لور ننداره کوله.
سارا د پلار خبره ونيول اوپه ژړا ژړا کی يی و ويل: هو پلاره کور دی د اکرم ودان وی چی زه يی وژغورلم او کنه تاسو خو زه وژلی وم.
د سارا پلار د اکرم دنامه په اوريدلو يوه شيبه خاموشه او په حيرانتيا سره يی وويل: څه ! څه ! اکرم!
سارا : هو پلاره دا کابلی ډاکټر هم هغه اکرم دی چی تا په وارو وارو د دروازی د شانه توهين او شړلی و.
د سارا پلا: اوه زما خدايه، بی شکه ته لوی ذات يی او هغه څه کوی، چې ته يی غواړی. د سارا پلار د لور سر په بالښت پريښود، ويی ويل: زويه ته استراحت وکړه، زه غواړم له ډاکټر نه مننه وکړم. او همدا چي مخ يی دوره په لور واړاوه، سترګی يی په اکرم ولګيدی، د سارا پلار ځان ډير کم احساساوه، نه پوهيده، چی د اکرم نه مننه وکړی او يا خو ترينه بخښنه وغواړی. اکرم د سارا د پلار حالت درک کولای شو، نه يی غوښتل چې هغه ته تير وخت ورپه زړه کړی، ويی ويل: خان کاکا، د الله ج شکوردي، لوردی اوس کاملا ښه ده او هروخت چی غواړي کورته يی بيولای شی.
د ساراپلار: له تانه مننه، او که امکان ولی ماته عفوه وکړی، زما سترګی روپو پټی کړیوی او ستاسو په شناخت کی می لويه تيروتنه وکړه.
اکرم: نه! نه! نه! خان کاکا، داستاسو لويوالی دی، تاسو خو مشران ياست او مشران ددی حق لری چې خپل کشران سمی لاری ته راوبولی، تاسو پخپل وخت کی هغه څه وکړل چی تاسوته سم معلوميدل.
د ساراپلار: د لومړی ځل لپاره اکرم ته د زوی خطاب وکړ، ويی ويل: هو زويه اوس موږ ته اجازه راکړه، ترڅو کلی ته ستانه شو، د سارا موربه ډير وارخطا وی، خو سبا مازديګر به زه تاسوته سترګی په لار اوسم، اکرم غوښتل څه ووايی، خو د سارا پلار خبری ترينه ونيول او ويی ويل، معذرت نه منل کيږی او که تاسو وعده نه کوی نوبيا زه پخپله په تاسو پسی راځم.
اکرم: خان کاکا، مننه، تاسو ولی ځان ته تکليف ورکوی، په يوه مناسب فرصت کی به بيا سره وګورو.
د سارا پلار: نه زويه هيڅ تکليف نه دی اوکه تاسو زما دعوت ونه منی نوزه به څنګه فکر وکړم چې تاسو زه و بخښلم، خان زياته کړه زه به هرومرو تاسو ته سترګی پر لاريم.
اکرم: ښه نو چی خبره داسی ده بيا هرومرو راځم.
سارا او پلار يی د روغتون نه ووتل، اکرم دوی تر موټر پوری ورسول، او بيا يی د کور په لور رخصت کړل.
سارا د اکرم په ميندلو سره ځان هغه منزل ته چې په کلونه يی لنډاوه نژدی کړیو، وخت هرڅه بدل کړی وه، نور د غمونو ځای خوشحاليو نيولی و.
لور او پلار دواړه پخپلو سوچوکی غرق تللی وه چی موټر د کورمخته بريک شو، موتر تکان وخوړ او دواړه لور او پلار يی د سوچونو نه بهر کړل، موټروان وويل: خان صاحب را ورسيدو.
د سارا مورټوله شپه په ويښو په نفلونو او زاريو تيری کړيوه، ډير مړیيی د قبرو را ايستلی وه، ډير پيران يی ننګولی او ډير خيراتونه يی پر غاړه اخيستی وه، خدای پاک يی هم دوعاګانی قبولی کړیوی، لا لمرنه و راختلی چې د کلا ورپرانستل شو، لومړی د سارا پلار او بيا سارا کلاته دننه شول، دسارا دمور پاملرنه يی ځانته واړول. دسارا مورکله هم دا فکرنه کاوه چی لوربه يی دومره ژر، روغتيا ومومی، د لورليدو حيرانه کړه، د لور په لور يی منډه واخستل، په غيږ کی يی داسی راټينګه کړه لکه په کلونو چی يی لورنه وی ليدلی، ددواړه پر مخ د اوښوکو توپان روان و، يوه شيبه يی زړونه سره تش کړه، ښه پوره يی وژړل بيا مور لور خوشی کړه، او اوه ځلی ترينه و ګرځيده، دلور بلا يی واخستل، له لاس نه يی ونيول او په داسی حال کی چی د ډيری خوشحالی نه په جامو کی نه ځاييده، د کوټی په لور روان شول. لا څو ګامه وړاندی نه وه تللی چي د سارا پلار پر خپل ميرمني غږ وکړ، او ويی ويل:
دتقدير هم عجيبه کارونه دی، ما څه فکرکاوه، او اوس څه کيږی، ميرمن يی ودريدل، مخ يی خاوند ته واړاوه، ويی ويل: سړيه زه پوه نه شوم؟
خاوند يی هم نوره خبره بی پردی کړه او ويی ويل: د سارا واده د حسن بای سره نه بلکه د اکرم سره کيږی.
د سارامور: سړيه، زه خو پوه نه شوم، مطلب دی څه دی؟
د ساراپلار پسله کلونو د لومړی ځل لپاره مسکی شو، ويی ويل: هو ښځی، ورځه او نورداستان زما د لورڅخه واوره.
سارا او مور د سارا کوټی ته دننه شول، موريی نورزغم نه درلود، ويی ويل: لوری، وايه چی دا څه خبری دی؟
سارا: موری، ايا تا د کابلی ډاکټر نوم اوريدلی دی؟
د سارا مور: هو، زويه بيخی می ډير اوريدلی دی، په هر کور او کلی کی بس دهمدی کابلی ډاکټر کيسی کيږی، وايی چې خورا ښه ډاکټر دی، ولی ودی نه ويل چې ولی دا پوښتنه کوی؟
سارا: مور، دا کابلی ډاکټر بل څوک نه بلکه زما اکرم دی.
مور: لوری، دا ته څه وايی، ايا ټوکی خوبه نه کوی، اکرم او بيا کابلی ډاکټر او هغه هم په سمنګان کی.
سارا: هو، موری، دا کابلی ډاکټر هم هغه زما اکرم دی چاچی نن يی ستا ولورته يو ځل بيا ژوند ورکړ، بيا سارا د الف نه تر ي پوري ټوله کيسه مورته وويل، او زياته يی کړه، اکرم سبا شپه زموږ ميلمه دی.
دسارا موراوس خپل د خاوند په خبره پوه شویوه، دلورخبره يی ونيول، ويی ويل: نه زويه هغه زموږ ميلمه نه بلکه سبا شپه به ستا او داکرم کوزده کيږی. لور او مور بيا دخوشحالی يو څو اوښکی و بهولی، مزدور چايی تيار کړيو، ټولو يوځای چايی و خوړلی، د سارا پلار مخ ميرمنی ته واړاوه ويی ويل: ټول پوره ستومانه يو، ولاړ شی استراحت وکړی، تر څو د سبا لپاره ټول اماده يو.
ټول خپلو کوټو ته لاړه، د ورځی ترناوخته پوری يی استراحت وکړ، مازديګر د چايی پر مهال سره يوځای شوه، او د سبا ما ښام لپاره يی پر پلان جوړولو خبری سره وکړی.
سبا سهار د سارا پلار خپل ټول دوستانو او ملګرو ته بلنه ورکړه، مازديګر کلا د خلکو ډکه وه چی اکرم هم را ورسيد، مجلس ته داخل شو، ټول يی په احترام ودريدل، د سارا پلار خپل خاص ميلمه خپلو دوستانو ته وروپيژاند او بيا يی ټول بلل شوی دوستان و ناستی ته وبلل، اکرم ته يی پخپل خوا کی ځای ورکړ، پخپله ودريد او داسی اعلان يی وکړ:
د نن ورځی د ميلميستيا اصلی علت دادی چې نن زما د يوازينی لور کوزده ده، د سارا پلار ددی خبرو په کولو سره د اکرم په شمول ټول په حيرت کی واچول، هر سړی انتظار ايسته ترڅو ژر د خان زوم وپيژنی، خان د ټولو انتظار پای ته ورساوه او ويی ويل: زه خپل د لورکوزده د د ډاکټر صاحب اکرم سره چې په کابلی ډاکټر شهرت لری اعلانوم، د سارا د پلار ددی خبری سره سم د خوږودستمال د اکرم مخته کښيښودل شول. دسارا پلار دملا امام نه هيله وکړه،ترڅو دنکاح خطبه ولولی. د خطبی وروسته دسارا پلار وويل: نن شپه د کوزدی شپه ده خو واده به د خيره سره په کابل کی کيږی.
څو اونی وروسته د سارا پلار خپله کډه بيرته کابل ته را بارکړه او خپل کورته چی په دريمه کارته کی يی موقعيت لاره واړول. د اکرم دنده هم په شمال پای ته رسيدلی وه، او کابل ته راستون شویو. ددوو درو مياشتو په اوږدو کی د واده اماده ګی ونيول شول. اکرم خپل په واده کی خپل ټول استادان، هم صنفيان، او د سارا خورلڼی راوبللی او په شاندارو مراسمو يی واده وکړ.
پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ی